د توحيد ربوبيت خصلت دا دی چې د مخلوقانو په پيدا کولو ، اداره کولو او ملکيت کې هيڅ څوک تصرف نلري ، نه ملائکه او نه هم پيغمبر او نه بل څوک ، نه څوک په ژونديو کې تصرف لري او نه په مړو کې نه د طبيعت او فصل په بدلولو کې او همدارنګه خسوف او کسوف هم د الله په اراده تر سره کيږي د هغه تړل په طبيت پورې شرک ربوبيت دی .

ټول کارونه د الله تعالی په اراده تر سره کيږي ځکه هر کار چې د هر سبب له مخې تر سره کيږي د هغه سبب هم د الله تعالی په واک او اختيار کې دی ځکه د هغه (جل جلاله ) مخلوق دی .

د ورېځې د حرکت سبب باد دی، باد د الله تعالی په اراده او امر چليږي ، د ورېدو سبب وريځ ده وريځ د الله تعالی په حکم چليږي ، د ځمکې د شنه کيدو د پاره سبب باران دی، باران د الله تعالی په حکم اوريږي .

ننی پر مختللی ټنالوجي د الله تعالی په اراده کې شامله ده ځکه ددې ټنالوجۍ کشف او اختراع د انسان په وسيله تر سره شوي ده ، او الله تعالی انسان ته ددې ټنالوجي د کشف او اختراع توان ورکړی دی ځکه د هغه په دماغ کې یې په ميليونو حجرات ځای پر ځای کړي چې په هغه کې دا توان شته . او دغه حجرات ، عصبي سيستم ، او د وينې دوران او د زړه او دماغ فعاليت ټول د الله تعالی مخلوق دی او د هغه په امر چليږي .

د موجوده ټنالوجۍ لپاره ټول اسباب الله سبحانه وتعالی اماده او تيار کړي دي .

دا چې د اوبو پر سطحه سترې بېړۍ حرکت کوي او نه ډوبيږي د اوبو پاسنۍ سطحې ته يې د ماليکولونو د جمع کيدو خاصيت ورکړی دی ، دا خاصليت الله تعالی ورکړی دی .

دا چې الوتکي پر فضا کې ګرځي ، فضا له هوا او غازي ماليکولو ډله ده ، دا خاصليت الله تعالی ورکړی دی ، کوم چې غازاتو ته يې د ماليکولونو د تښتې او فرار خاصيت ورکړی دی .

دا چې نن د مخابراتي سيستم لویه تنالوجي وجود لري دا د هوا د ماليکولونو د حرکت له وجې مينځته راغلی ده ، هوا او د هغه واړه زرات او ماليکولونه د هغه سبحانه وتعالی په امر چليږي ځکه چې دا يې ټول مخلوق دی .

«سبحان الله و بحمده سبحانه الله العظيم»

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email