د توحيد ارکان:

د توحيد په ارکانو کې د علماء کرامو لاندې اقوال دي :

علامه الغنيمي الميداني دمشقي په شرح الطحاويه کې ليکلي : أن للتوحيد ثلاثة أنواع، وهي: توحيد الله في ذاته، توحيد الله في صفاته، توحيد الله في أفعاله .

علامه قاري مکي مشهور په ملا علي قاري په شرح فقه اکبر کې ليکلي :

فابتداء کلامه سبحانه وتعالی في الفاتحة بالحمدلله رب العالمين ، یشير الی تقدير التوحيد الربوبيت المترتب عليه توحيد الألوهية المقتضی من الخلق تحقيق العبودية ، و هو ما يجب علی العبد أولاً من معرفة الله سبحانه وتعالی . و الحاصل انه يلزم من توحيد العبودية توحيد الربوبية دون العکس في قوله سبحانه وتعالی : وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ (الزمر :۳۸) .

و قال الله سبحانه وتعالی : مَا نَعْبُدُهُمْ إِلاَّ لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى (الزمر:۳ ) .

فان القرآن :

اما خبر عن الله و أسمائه و صفاته و أفعاله ، فهو التوحيد العلمي الخبري .

و التوحيد العلمي الخبري ، هو ما ثبت بدليل قطعي لا شک به ، کأرکان الايمان و الارکان الاسلام و غيره .

و اما دعوة الی عبادة وحده لا شريک له وخلع ما يعبد من دونه ، فهو التوحيد الارادي الطلبي .

او وروسته په حايشه ليکي :

توحيد العبودية و توحيد الربوبية ، يعنې جعل العبادة لله تعالی ، و الربوبية من نسبة الخلق و الرزق و لاحياء و الامانة الی الله تعالی . و الحق أن رب و اله يردان بمعني واحى في كتاب الله تعالي .

او ځنو اهل علم د توحيد دری انواع بيان کړي دي : توحيد الربوبية ، توحيد الأسماء و الصفات او توحيد الالوهية .

چې د دواړو ډولو مقصد او مطلب يو دی ځکه په الفاظو کې فرق دی خو په معنی فرق نلري .

                                         

توحيد افعال يا توحيد الربوبية :

توحيد ربوبيت دا دی چې الله سبحانه وتعالی خپل رب (پالوونکی) وګڼې او د هغه (جل جلاله) سره هيڅ شی شريک نه کړي ، يعنې دا عقيده لرل چې هغه (جل جلاله) د ټول مخلوق رب دی هيڅ شريک نلري ، هغه (جل جلاله) خالق (پيدا کوونکی ) دی هيڅ شريک نلري ، هغه رازق (روزې ورکوونکی ) دی هيڅ شريک نلري ، هغه ژوندی کوونکی او مړ کوونکی دی هيڅ شريک نلري ، هغه د ټولې هستۍ مُدبر او اداره کوونکی دی او هيڅ شريک نلري .

جاء في اصول الدين :

الإقرار بالقلب واللسان بأن الله رب كل شيء ومليكه وما شاء كان وما لم يشأ لم يكن، وأنه على كل شيء قدير، وأنه الخالق لكل شيء، وأنه له الأسماء الحسنى والصفات العلى، وأنه الإله الحق الذي لا يستحق العبادة سواه؛ فلا رب غيره ولا إله سواه ولا شريك ولا ند له، ثم إفراده بالعبادة وذلك بصرف جميع أنواع العبادة له وإخلاص الدين له. فهذا هو التوحيد الذي جاءت به الرسل (اصول الدين عند ابی حنيفه رحمه الله / دوکتور محمد عبدالرحمن الخميس – الاعتقاد بالايمان) .

يعنې : په زړه او ژبه اقرار کول په دې باندې چې : الله د هر شي رب او پالونکی دی او هر څه د ده ملک دی څه چې وغواړي هغه کيږي او څه چې نه غواړي هغه نه کيږي او هغه (جل جلاله) په هر څه باندې قادر دی او هغه د هر څه پيدا کوونکی دی ، ده لره نيک او کامل اسماء او لوړ صفات دي ، بل هيڅ د عبادت لايق نشته مګر يوازې همدی معبود برحق دی ،پس هيڅ بل رب او پالونکی او معبود نشته مګر يوازې الله دی چې نه شريک لري او نه سيال او مثل ، بيا يوازې د هغه د پاره هر قسم خالص ( د شرک او نفاق څخه پاک ) عبادت دی ، پس دا همغه توحيد دی چې ددې هدف د پاره رسولان مبعوث شوي دي .

ځنې اهل علم توحيد ربوبيت ته توحيد افغال هم وايي ، يعنې د الله سبحانه وتعالی د افعالو توحيد لکه : پيدا کول ، روزې ورکول ، مړه کول ، اداره کول …. او نور چې پخپلو ټولو افعال کې يوازې دی او هيڅ شريک او مثل نلري .

په لنډ ډول ويلای شو چې توحيد ربوبيت منسوب دی رب لره ، او رب خالق ، پالوونکی او څښتن ته وايي ، پس بل بل خالق نشته مګر يو الله دی ، بل مالک نشته مګر يو الله دی ، مدبر او پالوونکی نشته مګر يو الله دی .

لقوله سبحانه وتعالی :: [إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّام] (الأعراف: ۵۴) .

ژباړه : يقيناً ستاسې رب الله دی هغه ذات چې آسمانونه او ځمکې يې په شپږو ورځو کې پيدا کړل .

او فرمايي :[ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِن قِطْمِيرٍ] (فاطر: ۱۳).

ژژباړه : نو همدغه الله ستاسو رب دی . پاچاهي يوازې د همده ده . او کوم څه چې تاسې يې پرته له ده نه رابولئ د خرما د زړې د نري پوستکي قدرې واک هم ورسره نشته .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email