شل رکعته تراويح او غير مقلدين

غیر مقلدین وايي چې اته رکعته تراویح سنت او شل بدعت دي خو اصل خبره دا ده چې هغوی داتو رکعتو لپاره هېڅ دلیل نلري بل دا چې په ټولو اسلامي هېوادونو کې شل رکعته په تواتر سره تر سره کیږي دا عمل د صحابه و له وخته رانیولې تر تابعینو، او تر اوسه چا ددې مخالفت ندی کړی بغیر د اهل حدیث یا سلفیانو څخه. دا چې اهل حدیث اته رکعته تراویح کوي او د قیام الیل قیاس په تراویحو باندې کوي اول خو دوی قیاس نه مني نو دلته بیا ولې قیاس کوي؟  بله خبره دا چې هغوی درې رکعته وتر د سره نه مني نو د روژې میاشت کې څنګه درې رکعته کوي او ۱۱ میاشتو کې یو رکعت کوي، که داسې یو روایت وي له صحیح سند سره چې رسول الله په ۱ میاشت کې درې رکعته وتر کړي او ۱۱ کې یې یو رکعت کړی، ټولې اسلامي نړۍ کې له سعودی نیولې تر مصر، پاکستان، لیبیا، مالیزیا، اندونیزیا، مراکش، اردن، یمن، بیا تر هند او افغانستانه هېڅ هېواد کې یا هېڅ ځای کې خلک د شلو رکعتونو څخه کمې ندي کړي، نو دغو اهل حدیثو ته کومه نوې وحې راغلې که څنګه! آخري خبره دا چې صحابه هېڅکله هم د حضور صلی الله علیه وسلم د خبرې مخالفت نه کوي او کله چې د هغوی وخت کې شل رکعته وې او چا یې مخالفت ونکړ نو آیا د (غیر مقلدینو) ایمان نعوذ باالله له هغوی څخه هم قوي ده چې د هغوی په ایمان هم تاسو غیرمقلدین شک کوئ.

د “تراويح”د لفظ معنی: تراويح د ترويحة مصدر جمع ده چې د استراحت په معنی ده، نو څرنګه چې له هرو څلورو رکعاتو وروسته د تراويحو په لمانځه کې استراحت کیږي، له همدې امله دغه لمونځ په “تراويح” ونومول شو.

د تراویح فضیلت:

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يُرَغِّبُ فِى قِيَامِ رَمَضَانَ مِنْ غَيْرِ أَنْ يَأْمُرَهُمْ فِيهِ بِعَزِيمَةٍ فَيَقُولُ: مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ. فَتُوُفِّىَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم- وَالأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ،ثُمَّ كَانَ الأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ فِى خِلاَفَةِ أَبِى بَكْرٍ وَصَدْرًا مِنْ خِلاَفَةِ عُمَرَ عَلَى ذَلِكَ). مسلم، بخاري.

ژباړه: له ابوهُريره رضي الله عنه څخه روايت چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به مسلمانانو ته د روژې په مياشت کې د ماسخوتن له لمانځه څخه وروسته د قيام  یا تراويحو د لمانځه ترغيب ورکولو بې لدې چې  د فرضو په څېر سخت حکم ورته وکړي، بيا به يې فرمايل چې : څوک د روژې په مياشت کې د شپې قيام  تراويح  په ايمان او د ثواب په نيت سره وکړي نو مخکني ګناهونه به يې ورته وبخښل شي ، بيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر وفات پورې همداسې بې له جَمعې څخه تراوېح کېدلې، د ابوبکر رضي الله عنه په خلافت کې هم همداسې وې، د عمر د خلافت په اول سر کې هم همداسې ) مسلم ، بخاري. ، ترمذي.

عن أبا سلمة ابن عَبْدُ الرحمن  – أن رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ ذكر شهر رمضان فقال ((شهر كتب اللَّه عليكم صيامه، وسننت لكم قيامه. فمن صامه وقامه إيماناً واحتساباً خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه)). (سنن ابن ماجه )

 ژباړه : لهأبا سلمة ابن عَبْدُ الرحمن روايت دي : چې  رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ  د رمضان د مياشتې يادونه وکړه چې دا هغه مياشت ده چې الله تعالی د هغې روژې پر تاسې فرض کړي دي، نو څوک چې د رمضان روژی ونيسي او دشپې (د تراويح لمونځ ) هم وکړي د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو له ګناهونو به داسې وځي لکه په کومه ورځ چې مور زېږولی وي .

د تراویح لمونځ او جماعت :

عن عبد الرحمن أنه قال : خرجت مع عمر بن الخطاب رضي الله عنه ليلة في رمضان إلى المسجد فإذا الناس أوزاع متفرقون يصلي الرجل لنفسهويصلي الرجل فيصلي بصلاتهالرهط فقال عمر إني أرىل و جمعت هؤلاء على قارئ واحد لكان أمثل، ثم عزم  فجمعهم على أبي بن كعب ثم خرجت معه ليلة أخرى و الناس يصلون بصلاة قارئهم قال عمر نعم البدعة هذه و التي ينامون عنها أفضل من التي يقومون يريد آخر الليل وكان الناس يقومون أوله ) البخاري.

ژباړه:  له عبد الرحمن رضي الله عنه څخه روايت دی چې : د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت په زمانه کې زه د روژې په شپو کې يوه شپه له حضرت عمر رضي الله عنه سره مسجد ته لاړم، خلک ډلې ډلې بېل بېل ولاړ وو، یو کس يواځې لمونځ کولو، بل کس به بل ځای کې ولاړ وو او د خلکو يو ټولي به هم لمونځ ورپسې کولو، عمر رضي الله عنه وفرمايل : زه وايم چې دا خلک که په يوقاري باندې يو ځای را ټول کړم، نو ډېر ښه کار به وشي، بيا يې کلک عزم وکړو او ټول خلک يې په اُبَیْ بن کعب باندې را ټول کړل)، يعنې اوس يواځې اُبَیْ بن کعب د امامت لپاره مخکې کېدلو او ټول مسلمانان به ور پسې شاته ولاړ وو ( بيا زه بله شپه هم مسجد ته ورسره راغلم، ټولو خلکو په خپل قاري (امام) پسې لمونځ کولو، عمر رضي الله عنه  چې ټول خلک په يوه امام پسې وليدل نو ويې فرمايل : دا ډېر ښه نوی کار دی .او دوی چې د شپې په کومه برخه کې ويده کېږي دا له هغې برخې څخه غوره ده په کومه کې چې دوی ولاړ وي لمونځ کوي، يعنې د شپې آخري برخه، ځکه چې خلک د شپې په اوله برخه کې ودرېدل لمونځ يې کولو) بخاري.

قال ابن کثير :قال ابن جرير والواقدي: في سنة أربع عشرة جمع عمر بن الخطاب الناس على أبي بن كعب في التراويح، وذلك في شهر رمضان منه، وكتب إلى سائر الأمصار يأمرهم بالاجتماع في قيامشهر رمضان) البداية و النهاية: ۷/ 52, دار الكتب العلمية بيروت.

ژباړه: ابن کثير رحمة الله عليه فرمايي ابن جرير او واقدي ويلي: په ۱۴ هـ ق کې عمر بن خطاب رضي الله عنه د روژې په تراويح کې ټول خلک په اُبی بن کعب پسې را ټول کړل، او ټولو ښارونو ته يې دا فرمان ولېږلو چې ټول دې په روژه کې په يوه امام پسې را ټولېږي)البداية و النهاية : ۷/۵۲

شل رکعته تراویح او د سعودی عرب مفتي:

      دا فتوا د سعودي عرب د لوی سلفي شیخ محمد بن ابراهیم آل الشیخ ده، تاسو یې ملاحظه کړی، له شیخ نه د تراویحو د تعداد په اړه  وپوښتل شول نو شیخ ځواب ورکړ چې : ((اکثر اهل العلم لکه امام احمد، امام شافعي، او د امام ابوحنیفه دا مذهب ده چې  د تراویحو تعداد شل رکعته دي، ځکه چې  کله حضرت عمر رضی الله عنه خلک د حضرت ابی بن کعب رضی الله عنه په امامت کې  راجمع کړل، نو هغه د ټولو اصحابو په شتون کې  شل رکعته تراویح ورکړې، لهذا د هغه دا عمل د اجماع په شان ده، او تر ننه پورې د خلکو په همدې عمل ده)) یعنې تر آخره پورې همدا شل رکعته جاري دي.

شل رکعته تراویح د نبي صلی الله علیه وسلم په زمانه کې:
1۔ عن ابن عباس ان رسول اﷲ صلی الله علیه وسلم کان یصلی فی رمضان عشرین رکعة والوتر۔

ترجمه: حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه مروی ده چې رسول اﷲ صلی الله علیه وسلم به په رمضان المبارک کې  شل رکعات ( ترواىح) او وتر  کول ۔ (د امام بخاري د استاد کتاب ، مصنف ابن ابی شیبه ج 2 ص286 )  (صفحة  # ١٩١٣).

 2۔  عن جابر بن عبد اﷲ خرج النبی صلی الله علیه وسلم  ذات لیلة  فی رمضان فصلی الناس اربعة وعشرین رکعة و اوتر بثلاثة ۔ (تارىخ جرجان ص 21)

ترجمه :حضرت جابر بن عبداﷲ رضی الله عنه څخه مروی ده چې؛  رسول اﷲ  صلی الله علیه وسلم د رمضان المبارک په یوه ماسختن بهر تشریف راوړ خلکو ته یې ۲۴ رکعتونه  (څلور فرض، او شل رکعته تراویح) او درې رکعته وتر ورکړل. ۔

 3۔ حدیث:  انه  صلی الله علیه وسلم  صلی بالناس عشرین رکعة لیلتین فلما کان فی اللیلة الثالثه اجتمع الناس فلم یخرج اليهم، ثم قال من الغد وخشیت ان تفرض عليکم فلا تطیقوها متفق علی صحته ۔ (تلخیص الحبیر ج 1 ص 21  المکتبه الاثریه)

ترجمه: نبي صلی الله علیه وسلم اصحابو ته شل رکعته تراویح دوه شپې ورکړې، کله چې  درېیمه شپه شوه، نو اصحاب کرام جمع شول، نبي صلی الله علیه وسلم بهر را نغی، او په دویمه ورځ یې وفرمایل چې  ددې خبرې  څخه وډار شوم چې  هسې نه پر تاسو دا تراویح لمونځ فرض نشي، او بیا یې طاقت ونه لرئ.

د غیر مقلدینو ا و سلفیانو بدعت په اته رکعته تراویحو کې:

غیر مقلدین داته رکعتو تراویح په اړه  د بخاري شریف دا حدیث وړاندې کوي:

أَنَّهُ سَأَلَ عَائِشَةَ  رَضِيَ اللهُ عَنْهَا، كَيْفَ كَانَتْ صَلاَةُ رَسُولِ اللهِه فِي رَمَضَانَ؟ فَقَالَتْ: مَا كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَزِيدُ فِي رَمَضَانَ وَلاَ فِي غَيْرِهِ عَلَى إِحْدَى عَشْرَةَ رَكْعَةً يُصَلِّي أَرْبَعًا فَلاَ تَسَلْ عَنْ حُسْنِهِنَّ وَطُولِهِنَّ، ثُمَّ يُصَلِّي أَرْبَعًا، فَلاَ تَسَلْ عَنْ حُسْنِهِنَّ وَطُولِهِنَّ، ثُمَّ يُصَلِّي ثَلاَثًا.

      یعنې: یو کس له بي بي عایشه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا څخه تپوس وکړ چې په روژه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  عمل څنګه وو؟  حضرت عایشه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا وویل: رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د روژې او بغیر د روژې په میاشتو کې، یوولس رکعته لمونځ کاوه. اول څلور رکعته  … بیا څلور رکعته  … او بیا درې رکعته وتر.

بخاري شریف: حدیث 1141  او  2013  او 3569

   خو د غیر مقلدینو استدلال له دغه حدیث څخه بلکل غلط ده، ځکه چې امام بخاري رَحِمَهُ اللهُ  تَعَالَیٰ په بخاري شریف: حدیث 924 او 1129 او امام مسلم رَحِمَهُ اللهُ تعالی په مسلم شریف: حدیث 1270 او1271 روایت کوي چې حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ټول عمر کې یوازې درې شپې، د تراویحو لمونځ په روژه کې کړی او بس، حال دا چې حضرت بي بي عایشه رَضِیَ اللهُ عَنْهِا پدې حدیث کې د هغه لمونځ یادونه کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په شپه کې کاوه او هغه به په ټول کال کې دا لمونځ کاوه، که هغه د روژې میاشت وه یا نورې میاشتې وې، چې د شریعت په اصطلاح دغه لمونځ ته «تهجُّد» وايي.

 که له اهل حدیثو سره همدا حدیث ومنو نو آیا یو څوک به داسې وي چې: په روژې او بغیر د روژې، هره شپه تراویح وکړي؟

غیر مقلدین په یوولسو میاشتو کې یو رکعت وتر کوي، خو دغه حدیث کې کال دولس میاشتې درې رکعته وتر ذکر دي، نه دلته د جماعت ذکر ده نه د اول وخت ذکر ده او نه د غیر مقلدینو په دریځ  باندې ټینګار، بلکه: دا حدیث بلکل او ټول په ټوله د تهجد او قیام الیل په اړه ده چې موږ او حتی قرآن هم ورته د تهجد کلمه کارولې. نو په شلو رکعتو د امت اجماع ده او څوک چې د اجماع د امت څخه وځي هغوی لاره ورکه کړېده.

وَمَنْ یُّشَاقِقِ الرَّسُولَ مِنْۢ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُ الهُدی وَیَتَّبِعْ غَیْرَ سَبِیْلِ الْمُؤْمِنِیْنَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّی وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ ؕ وَسَآءَتْ مَصِیْرًا  ﴿۱۱۵﴾ سورۀ  نسآء

   او په  احادیث متواتر المعنی کې راغلي چې  رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلي: مَنْ شَذَّ شذّ فِی النَّار.

هر  چا چې  بېل مذهب له اجماع  د مسلمانانو څخه غوره کړ، ځای یې دوزخ   ده.

ټولو غیر مقلدینو ته چیلنج:

غیر مقلدین په تراویحو یا د روژې په میاشت کې چې دا لاندې کارونه کوي:

  • «فوراً د ماسختن له لمونځ څخه وروسته»
  • «اته کعته» کول.
  • او دغه لمونځ ته«تراویح» نومول.
  • تراویح په«د روژې په ټوله میاشت کې» کول.
  • تراویح په«جماعت»  سره کول.
  • تراویح په«مسجد» کې کول.
  • تراویح  «دوه دوه رکعته» کول.
  • او «قرآن کریم په تراویحو کې ختمول» یا ختم کول.

 اوس موږ ټولو اهل حدیثو او غیر مقلدینو ته چلینج ورکوو، چې د دوی دا له فریب څخه ډکه دعوه چې د اهل حدیثو دوه اصوله دي: « فرمان د الله او حدیث رسول او هغه څه چې لدې بغیر دي، هغه غیر قابل قبول» که دوی لږ هم رښتیني وي، نو دا پورتني کارونه چې دوی یې په تراویحو یا رمضان کې ترسره کوي نو دوی دې مهرباني وکړي یوحدیث د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحیح بخاري شریف څخه ثابت کړي چې هلته په صراحت او وضاحت ذکر  وي، چې؛  حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دغه لمونځ ته تراویح ویلي وي. موږ له دوی څخه نور هېڅ نه غواړو بلکه هغوی دې یو حدیث د دلیل په توګه وړاندې کړي او له اجماع د امت او عمل د صحابه و یا تابعینو څخه دې ثبوت وړاندې کړي.

 عَنْ أَبِي ذَرٍّ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ فَارَقَ الْجَمَاعَةَ شِبْرًا فَقَدْ خَلَعَ رِبْقَةَ الْإِسْلَامِ مِنْ عُنُقِهِ». سنن ابی داود: حدیث 4758

ترجمه: هر څوک چې د مسلمانانو له سواد اعظم څخه په اندازه  د یوې لویشت بهر شو، هغه له خپلې غاړې څخه د اسلام حلقه بهر غورځولې.

شیخ عطیه سالم مخکینی قاضي د مدينې منورې او مدرس په حرم نبوی (متوفی 1999 عیسوي)، یوه رساله په نوم د  «التراویح اکثر من ألف عام می المسجد النبوی» لیکلې چې هغه په معتبره حوالو سره لکه حدیث، تاریخ، له ۱۴ سوه کالو راهیسې هغه په ثبوت رسولې چې په مسجد نبوي کې شل رکعته تراویح شوی، دا  تعامل متواتر ا و متوارث داُمت اسلامي ده چې د تراویحو شمېر له شلو څخه کمې ندي.

همدارنګه شیخ محمد علي صابونی رَحْمَةُ اللهِ عَلَیْهِ استاد «کلية الشريعة والدراسات الاسلامية»  په «جامعةُ الْقُریٰ » مکۀ مکرَّمه، رساله په نوم د   «الهدی النبوی الصحيح فی صلوة التراويح» تالیف او خپره کړې چې هغه هم په اثبات رسولې چې له د خلفاء الراشدینو له وخته تر اوسه پورې په مکه مکرمه کې او مسجد الحرام کې، تراویح تل شل رکعته شويدي.

موږ باوري یو چې اهل حدیث پخپل دریځ کې هېڅ ثبوت نلري نو دوی دې مهرباني وکړي یو تاریخي حواله دې هم وړاندې کړي چې په مسجد الحرام یا مسجد نبوي کې چا اته رکعته تراویح په جماعت سره کړې وي!!!!!!

حضرت امام اعظم ابو حنیفه رحمة الله علیه:

علامه ابن رُشد مالكي رَحْمَةُ اللهِ عَلَیْهِ پخپل مشهور کتاب کې «بدايةُ المجتهد» لیکي: قیام د رمضان د امام ابو حنیفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَیْهِ په آند شل رکعته دي. ( بدایة المجتهد لابن رشد: 1/219 كِتَابُ الصَّلَاةِ الثَّانِي؛ الْبَابُ الْخَامِسُ فِي قِيَامِ رَمَضَانَ).

 امام فخر الدین قاضي خان حنفي

ليکنه :استاد انجنير نورالله خان

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً