د توحيد دريم اهميت :

توحيد د اسلام او ايمان رکن دی .

لقوله سبحانه وتعالی :[وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً ….] (اسراء ۲۳ ) .

ژباړه: او ستا رب پرېکړه کړې ده چې : پرته له هغه نه د بل هيچا عبادت مه کوئ او د پلار او مور سره ښه چلن کوئ .

څلورم اهميت :

د توحيد پرته هيڅ عمل د قبول وړ نه دی بلکي مردود او باطل دی ځکه د عمل صالح لپاره ايمان شرط دی .

:[مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ] (سورة النحل: الآية۹۷) .

ژباړه : هر نارينه او ښځينه مؤمن چې نيک کارونه وکړي نو مونږ به پاک ژوند ور په برخه کړو او په آخرت کې به د دوی د نيکو عملونو بدل هرو مرو ورکوو .

د توحيد اهميت د شرح فقه اکبر ليکونکي شيخ قاري مکي رحمه الله په خبره باندې خلاصه کوم چې ليکي :

فالقرآن کله في التوحيد وحقوق أهله وثنائهم ، و في شأن ذم الشرک ، عقوق أهله و جزائهم ، فالحمدلله رب العالمين توحيد ، الرحمن الرحيم توحيد ، مالک یوم الدين توحيد ، اياک نعبد و اياک نستعين توحيد ، اهدنا الطراط المستقيم توحيد متضمن لسؤال الهداية الی طريق أهل التوحيد ، صراط الذين أنعمت عليهم غير المغضوب عليهم و لا الضالين ، الذي فارقوا التوحيد عناداً و جهلاً و افساداً .

و کذا السنة مبینة و مقررة دل عليه القرآن ، فلم يحوجنا ربنا سبحانه وتعالی الی رأی فلان و ذوق فلان ووجد فلان في أصول ديننا … ، بل قال الله تعالی : الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ

ژباړه : پس قرآنکريم ټول په توحيد او د اهل توحيد په حقونو او صفاتو (بحث کوي) ، او شرک بدوالی او د اهل شرک نافرماني او جزا (بیانوي ) ، پس [الحمدلله] توحيد دی، [رب العالمين] توحيد دی، [الرحمن الرحيم] توحيد دی، [مالک یوم الدين] توحيد دی، [اياک نعبد و اياک نستعين] توحيد دی، [اهدنا الطراط المستقيم] توحيد دی چې سوال دی لارې د هدايت او طريقې د اهل توحيد ته ، [صراط الذين أنعمت عليهم غير المغضوب عليهم و لا الضالين] ، پرته د هغه کسانو چې په توحيد د عناد ، جهل او فساد له مخې جلا شوي دي .

همدارنګه ښکاره او ټاکل شوي سنت چې دليل دی په هغه باندې قرآن ، پس مونږ الله سبحانه وتعالی د د دين په اصولو کې د فلاني رأيې او د فلاني درک او ذوق او د فلان په لاره اچولو او بنسټ آيښودلو ته نه يو احتياج کړي ، بلکي زمونږ دين کامل دی ، الله تعالی فرمايي :[الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلامَ دِيناً ] ( المائدة:۳ ).

ژباړه : نن ورځ ما ستاسې لپاره ستاسې دين پوره کړ او پر تاسې مې خپل نعمت تمام کړ او اسلام مې ستاسې لپاره دين غوره کړ .

(شرح فقه اکبر/ شيخ علي قاري ص ۴۸ ) .

آن لاين اسلامي لارښود (www.dawat610.com)

Print Friendly, PDF & Email