د توحيد دوهم اهميت :

د توحيد لومړی اهميت مو ولوستو چې انسانان او پيريانان د عبادت لپاره پيدا شوی دي ، بیا مو د ضرورت او وضاحت پر بنا د عبادت معنی او شرطونه هم بيان کړل ، اوس را ځو د توحيد دوهم اهميت او ارزښت ته :

دوهم اهميت – د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام بنسټيز هدف د توحيد لپاره دعوت او د طاغوت څخه د خلکو منع کول وو :

لقوله سبحانه وتعالی : [وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ] (النحل: ۳۶).

ژباړه : او مونږ په هر امت کې د همدې خبرې لپاره استازی ليږلی دی چې : ای خلکو ! د يوه الله اطاعت وکړئ او له طاغوت نه ځان وژغورئ ، خو ځنو ته الله هدايت وکړ او ځنې د دوی هغه وو چې ثابته شوه پرې ګمراهي ( حق يې قبول نه کړ ) ، نو وګرځئ تاسې  په ځمکه کې او وګورئ چې د هغو خلکو پايله څه شوه چې پيغمبران به يې درواغجن ګڼل .

د طاغوت معنی :

امام نووي ، ابو ليث او جمهور فقهاء وايي چې : الطاغوت کل ما عبد من دون الله تعالی .

يعنې : د الله تعالی پرته د بل هر شي عبادت او بندګۍ ته طاغوت وايي .

امام ابن قيم يې داسې تعريفوي :

الطاغوت كل ما تجاوز العبد به حده من معبود، أو متبوع، أو مطاع

يعنې : ټول هغه شيان چې بنده د الله تعالی په عبادت کې د ټاکلې شريعي حد څخه تيری کوی طاغوت بلل کيږي .

ابن کثير يې داسې تعريفوي :

فمن ترك الشرع المحكم المنزل على محمد بن عبد الله خاتم الأنبياء وتحاكم إلى غيره من الشرائع المنسوخة كفر..

يعنې : چا چې هغه محکم شريعت چې په محمد بن عبدالله چې خاتم د انبياؤ دی نازل شوی ترک کړل او په بل څه يې چې د منسوخ شريعت څخه وو حکم او فيصله وکړه (دا عمل ) کفر دی .

نو چې په پخواني منسوخ شوي آسماني شريعت فيصلې کول کفر وي آيا په غربي ديموکراسۍ او د انګليس په قانون باندې فيصلې به کفر نه وي ؟

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email