عبادت څه وايي :

عبادت خاص الله تعالی ته په محبت او تعظيم سره ټېټېدو او عاجزۍ ته عبادت وايي داسې چې د (اسلامي شريعت) ټول اوامرو پر ځای کړي او له ټولو منکراتو او منع کړ شويو شيانو څخه پرهيز وکړي .

يعنې: عبادت به خاص الله تعالی لره وي او په هغه کې به هيڅ شرک نه وي .

وګورئ ! د جاهليت په دوره کې به مشرکانو د الله تعالی عبادت کولو او د هغه سره به يې د بتان عبادت هم کولو نو آيا دا عبادت د لغت له مخې عبادت شو که نه ؟

هو د لغت له مخې هغوی عبادت کولو ، مشرکانو د بيت الله شريف احترام ساتلو ، نذرونه يې کول . د بيت الله شريف طواف يې کولو ، حج يې ادا کولو ، د عاشوراء روژه يې نيوله ، په الله تعالی يې سوګند کولو ، د سختۍ پر مهال به يې الله ته پنا وړه او د آسانۍ او خوشحالۍ پر مهال به يې خپلو بتانو ته پنا وړله مګر د هغوی دغو ټولو عباداتو هغوی ته هيڅ ګټه ونه رسوله ولی ؟

ځواب : د شرک په وجه ځکه چې د دوی عبادت خاص د الله تعالی لره نه وو بلکي په هغه کې شرک وو، اوس تاسې ووايي چې توحيد څومره اهميت لري .

زمونږ څخه الله سبحانه وتعالی خالص عبادت غواړي نه مشرکانه .

لقوله سبحانه وتعالی : [و ما أمروا ﺇلاَّ ليعبدوا الله مخلصين له الدين حنفاء] (البينه ۵ ) .

ژباړه : او هغوی ته پرته له دې هيڅ امر نه وو شوی چې : عبادت وکړئ د الله داسې چې خالص او سوچه کوونکی وي الله لره ( د شرک او نفاق څخه پاک) په داسې حال کې چې را ګرځېدونکي وي د باطل څخه حق ته .

هر عبادت چې د اسلامي شريعت د حکم موافق نه وي هغه مردود دی ( د قبول وړ نه دی ) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «من عمل عملاً ليس عليه أمرنا فهو رد» (المسلم ) .

ژباړه : که چا داسې عمل وکړ چې په هغه سره مونږ امر نه وي کړي يعنی زمونږ په لاره او طريقه برابر نه وي نو هغه عمل يې مردود دی نه قبليږي .

د عبادت د قبول دری شرطونه :

د عبادت د قبول لپاره لاندې دری شرطونه دي که له دغو شرطونو څخه يو هم پکې نه وي مرود دی .

اول- دا چې په عبادت کې به د رسول الله صلی الله عليه وسلم متابعت وي ځکه چې الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ] (الحشر: ۷ ) .

ژباړه : او هغه څه چې رسول يې تاسې درکوئ واخلئ او له هغه څه نه چې تاسې منع کوي ډډه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ ، يقيناً چې الله تعالی سخت عذاب ورکوونکی دی .

دوهم :دا چې په عبادت کې به اخلاص وي يعنې خاص د الله تعالی لپاره به وي ، منافقت او ريا به پکې نه وي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ وَمَا أُمِرُوا إِلا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ] (سورة البينة: الآية ۵) .

ژباړه : او هغوی ته پرته له دې هيڅ امر نه وو شوی چې : عبادت وکړئ د الله داسې چې خالص او سوچه کوونکی وي الله لره ( د شرک او نفاق څخه پاک) په داسې حال کې چې را ګرځېدونکي وي د باطل څخه حق ته او لموځونه وکړي ، زکاتونه ورکړي او همدا محکم او مسقيم او روغ دين دی .

او فرمايي :[قُلِ اللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصاً لَهُ دِينِي] (سورة الزمر:الآية ۱۴) .

ژباړه: ووايه (ای محمده!) چې يوازې الله ته عبادت کوم په داسې شان کوم چې دين مې هغه ته سوچه کړی دی ( د شرک څخه پاک) .

دريم : دا چې د صحيح اسلامي عقېدې پر بنسټ به وي ، ځکه چې د صحيح عقېدې او ايمان پرته هيڅ عمل د قبول وړ نه دی ، لقوله سبحانه وتعالی :[مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ] (سورة النحل: الآية۹۷) .

ژباړه: هر چا چې ښه کار وکړ نر وي که ښځه ،( خو چې ) مسلمان وي ، يقيناً هغه ته به پاک ژوند ورکړو او دوی ته به د دوی د ډيرو ښو اعمالو بدله ورکوو.

په دې باره کې نور ډير آيتونه راغلي دي چې د ايمان پرته هيڅ عمل د قبول وړ نه دی .

[وَقَدِمْنَا إِلَى مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَنْثُوراً] (سورة الفرقان: الآية ۲۳) .

ژباړه : او مونږ به وګرځوو د هغوی ټولې کړنې د دوړو په شان تيت تار په تار کړ شوې .

او فرمايي: [أُولَئِكَ الَّذِينَ لَيْسَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ إِلا النَّارُ وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا فِيهَا وَبَاطِلٌ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ] (سورة هود: الآية ۱۶) .

ژباړه : خو ددې خلکو لپاره په آخرت کې پرته له اور نه بل هيڅ نشته . ددې ځای کړنې يې بابېزه ، او ټولې هلی ځلی يې خوشې ولاړې .

د عبادت اقسام :

عبادت معنی شامله ده ظاهري او باطني اقوالو او افعالو لره ، چې د هغه څخه ځنې قولي او ځنې عملي او ځنې اعتقادي عبادات دي .

نو ويلای شو چې عبادت عبارت دی د زړه ، ژبې او اندامونو له کښت څخه چې دا ټول پکې شامل دي .

اعتقادي عبادت : عبارت دی له اعتقاد په الله تعالی چې رب او پيدا کوونکی د هر شي دی ، مالک د ټول عالم دی ، د هغه په واک کې خير او شر ، نفع او ضرر دی او په هر څه قادر او توانا دی ، هيڅ شريک او سيال نلري او معبود برحق دی .

همدارنګه د الله تعالی محبت ، وېره ، هيله او اميد ، خشوع ، توکل ، اخلاص او نور ټول قلبي ( د زړه ) عبادات دي چې په عقېده پورې اړه لري .

قولي عبادات :

مثلاً د شهادتينو ويل ، د قرآن تلاوت ، د لمانځه ويل ، اذکار ، دعاګاڼې ، حمد او شکر او نور قولي عبادات دي چې په ژبه پورې اړه لري يعنې ژبه پکې برخه اخلي .

عملي عبادات :

لکه : پنځه وخته لمونځ ، زکات ، روژه ، حج ، جهاد او نور په جوارحو (اندامونو ) پورې اړه لري چې اندامونه پکې برخه اخلي .

( اصول الدين عند ابی حنيفه / دوکتور محمد بن عبدالرحمن الخميس ص ۲۵۳)

انسانان د عبادت له مخې په دريو ډلو ويشل شوی دي :

۱- هغه ډله چې يوازې د الله تعالی عبادت کوي او له هغه سره هيڅ شی نه شريکوي (مسلمانان) .

۲- هغه ډله چې هم د الله تعالی عبادت کوي او هم د نورو ( مشرکين ) .

هغه ډله چې د غير الله عبادت کوي ( کفار   ۳-

آن لاين اسلامي لارښود (www.dawat610.con)

Print Friendly, PDF & Email