ولې اهل کتاب له یوې مسلمانې جینۍ سره واده نشي کولې؟

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
یو مسلمان ځوان کولې شي د یوې عيسوۍ جینۍ سره واده وکړي، مګر یو عيسوي ځوان د مسلمانې جینۍ سره واده نشي کولې؟ دا پوښتنه رانه یو نارويژي کړې چې د نړۍ هیڅ مذهب نه مني. ستاسو نه مرسته غواړم تر څو د اسلام په رڼا کی جواب راکړۍ

محمد امير آهنګر


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

مسلمانې ښځې ته جايز نه چې د کافر سړي سره نکاح وکړي که څه هغه کافر اهل کتاب وي

زواج المسلمة بكافر، وزواج المرتدة: فلا تحل مسلمة لكافر بالإجماع، لقوله

لقوله سبحانه وتعالی : {ولا تُنكحوا المشركين} [البقرة:221/2] (فقه الاسلامي وادله ) .

سبب د حرمت د الله سبحانه وتعالی دا قول دی چې فرمايي :[فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لَا هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ  ] (الممتحنه :۱۰) .

ژباړه : او چې تاسې ته معلومه شوه چې ايمان لرونکې دي ، نو بيا يې کافرانو ته بيرته مه ليږئ . ځکه چې مؤمنې ښځې کافرانو ته رواه نه دي او نه کافران هغوی ته رواه دي .

او فرمايی :[ وَلاَ تُنكِحُواْ الْمُشِرِكِينَ حَتَّى يُؤْمِنُواْ وَلَعَبْدٌ مُّؤْمِنٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُوْلَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللّهُ يَدْعُوَ إِلَى الْجَنَّةِ …. ] (البقره :۲۲۱) .

ژباړه : او هم مسلمانې ښځې مشرکانو ته مه واده کوئ تر څو چې مسلمان شوي نه وي . په يقين سره مسلمان مريی له مشرک اصيل څخه ډير غوره دی . که څه هم ستاسې ډير خوښ شوی وي دا کسان د اور په لور بولې او الله تعالی پخپل اذن او حکم سره تاسې ته د جنت او بښنې په لور بلنه درکوي .

قرآن خپله حکمت بيان کړ چې هغوی تاسې د اور طرف ته (کفر طرف ) بولې .

امام کاساني په بدائع الصنائع کې ليکي چې : د مؤمنې ښځې نکاح کول د کافر سره ځکه حرام دي چې د مؤمنې ښځې د کافر کېدو وېره ده ځکه چې خاوند يې هغه د خپل دين طرف ته بولي او ښځې عادتاً د خاوند تابع وي او د هغه د کرنو تر تأثير لاندې راځي او لکه څنګه چې په آخر د آيت کې ورته اشاره شوې چې هغه د اور طرف ته بلنه کوي ، يعنې مؤمنې ښځې کفر ته دعوتوي . ځکه چې کفر موجب د اور ګرځي نو ځکه د کافر سره د مسلمانې ښځې نکاح د حرام طرف د دعوت سبب ګرځې نو د هغه سره نکاح کول هم حرام دي .

قال الكاساني في كتابه بدائع الصنائع: فلا يجوز إنكاح المؤمنة الكافر؛ لقوله تعالى: وَلاَ تُنكِحُواْ الْمُشِرِكِينَ حَتَّى يُؤْمِنُواْ. ولأن في إنكاح المؤمنة الكافر خوف وقوع المؤمنة في الكفر، لأن الزوج يدعوها إلى دينه، والنساء في العادات يتبعن الرجال فيما يؤثرون من الأفعال ويقلدونهم في الدين، وإليه وقعت الإشارة في آخر الآية بقوله عز وجل: أُوْلَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ، لأنهم يدعون المؤمنات إلى الكفر، والدعاء إلى الكفر دعاء إلى النار، لأن الكفر يوجب النار، فكان نكاح الكافر المسلمة سبباً داعياً إلى الحرام، فكان حراماً. انتهى،

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً