د رمضان المبارک په مياشت کې به د عقېدې د درسونو لړۍ پيل شي ، خالصه عقېده د ټول دين بنسټ دی ، که خدای مه کړه په عقيده کې خلل او خرابي وي هيڅ نيک عمل د قبول وړ نه دی .
په دې درسونو کې د توحيد ارکان ، د اسلام او ايمان ارکان او د ايمان ماتوونکي ، شرک ، کفريات او نور ګمرا کوونکو عقائدو باندې بحث شوی دی .
د عقائدو ډير کتابونه داسې ليکل شوي دي چې د ايمان ارکان او مؤمن به شيان پکې ذکر شوی دي خو د ايمان نواقضو او ماتوونکي ته هيڅ اشاره پکې نه ده شوی حال دا چې پر مسلمان باندې د ټولو هغو شيان زده کړه واجب ده چې په هغه باندې سړی د اسلام څخه وځي .
دا درسونه د قرآن او سنتو په رڼا کې د امام ابی حنيفه رحمه الله د مسلک موافق ترتيب شوی دي .
دا درسونه که هر څوک ولولئ بيا به ښه پوه شي چې اصلي توحيد واله خلک څوک دي .
او هغه کسان چې د خپل جهل له کبله په شرکي اعمالو او بدعت کې مبتلا دي او بيا خپل باطل اعمال په احنافو پورې تړې د هغوی څخه د کاملي بيزارۍ اعلان دی .
دا درسونه د توحيد او وحدانيت پرستی ټاټوبي افغان ولس ته په ګرده نړۍ کې ډالی کيږي ، هغه ولس چې هيڅ کله يې کفر او طاغوت ته سر نه دی ټيټ کړی او تل يې د طاغوت پر وړاندې کلکه مبارزه کړې او کوي يې .
ټولو وروڼو او خويندو نه مو دا غوښتنه ده چې دغه درسونه په ډير اهتمام او دقت سره ولولئ او نورو وروڼو او خويندو ته يې ورسوئ .
و ما علينا الا بلاغ
آن لاين اسلامي لارښود