هغه اعمال او اخلاق چې ايمان ته زيان رسوي

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ان الغضب ليفسد الايمان کما يفسد الصَبرالعسل (رواه البيهقي فی شعب الايمان ) .
قهر او غصه ايمان داسې خرابوي لکه مصبر چه شات خرابوي .  
تشريح : عصه چې کله راشي نو بيا عقل له منيځه ولاړشي د سړی څخه داسې کارونه تر سره کيدای شي چې د هغه د الله تعالی په حدودو باندې يو تيری وي او بيا داسې حرکتونو ورنه صادريږي چه د ده دين او دنيا بربادوي .
 
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من مشی مع ظالم ليقويه وهو يعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام (رواه البيهقي ) .
څوک چه د ظالم د تقويي او ملګرتيا د پاره لاړ شي او ده ته ددې علم وي چه دا ظالم دی نو هغه د اسلام نه ووتلو .
تشريح : هرکله چه د کوم سړی چه د ظالم مدد او مرسته کوي او ده ته د هغې د ظلم علم وي دومره لويه ګناه ده چه رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې سړی د اسلام نه وتونکی ګرځولی دی نو دهغه سړی چه خپل ظلم کوي د ايمان او اسلام به څه حال وي ؟
ليس المؤمن بالطعان ولا باللعان ولا الفاحش ولاابذي (رواه الترمذي والبيهقي ) .
مؤمن لعن او طعن ويونکی نه وي او فحش (ښکنځل نه کوي ) اوبدکلام نه وي .
 
ايکون المؤمن جبانا قال نعم ،فقيل له ،ايکون المؤمن بخيلاً قال نعم ،فقيل له ايکون المؤمن کذاباً قال لا (رواه مالک والبيهقي )
د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دا پوښتنه وشوه چه آيا مسلمان بزدله کيدای شي هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل چه هو (په مسلمان کې دا کمزوري کيدای شي ) ،بيا عرض وشو چه آيا مؤمن بخيل کيدای شي ،هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل هو (په مسلمان کې دا کمزوري هم پيدا کيدای شي ) بيا ورته عرض وشو چه ايا مؤمن کذاب يعنې ډير دروغجن کيدای شي هغوی صلی الله عليه وسلم فرمايل چه نه يعنی د ايمان سره دروغ نشي جمع کيدای .

 آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email