د نجلی په خپل سر نکاح کول څه حکم لري ؟

کوم نجلی په خپل سر نکاح وکړی څه حکم لری؟

هدايت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمهورو فقهاؤ په نزد که نجلی د خپل ولی او سرپرست له اجازې پرته نکاح وکړي نکاح يې باطله ده.

{ ولا تنكحوا المشركين حتى يؤمنوا } . الآية [ البقرة 222 ]

{ فلا تعضلوهن أن ينكحن أزواجهن } [ الآية 232 البقرة ]

{ و أنكحوا الأيامـى منكم والصــالحين من عبــادكم وإمــائكم } . الآيــة [ النور 32 ] .

په پورته آيتونو کې خطاب دی د نجلی ولی ته .

او په دليل د دغه حديث شريف : « لا نكاح إلا بولي» رواه أبو داود ( 2085 ) والترمذي (1101 ) وابن ماجه (1881)

وقوله صلى الله عليه وسلم : ( أيما امرأة نكحت بغير إذن وليها فنكاحها باطل ، فنكاحها باطل ، فنكاحها باطل ) رواه أحمد ( 24417) وأبو داود (2083) والترمذي (1102) في صحيح الجامع برقم (2709).

يعنې : کومې ښځې چې د ولی د اجازې بغير نکاح وکړه ، نکاح يې باطله ده ، نکاح باطله ده ، نکاح باطله ده .

دا چې اوس په اکثرو اسلامي هيوادنو کې د حاکم رژيمونو لخوا د غرب ناولی قانون چليږي چې د ښځو د بغاوت او بې لارې کولو لپاره يې د امن خونې هم ورته چمتو کړې دي نو په نن عصر کې هيڅ ښځې ته ولو که شريفه او کونده هم وي د ولي د اجازې پرته نکاح نشي کولای    .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً