د ليوني سپي وژل څه حکم لري ؟

السلام علیکم ، د مرتد سزا څه شی دی په دلایلو سره که ځواب راکړل شي، غوره به وي  او دوهمه پوښتنه دا ده چې د لیوني سپي وژل څنګه دي؟

ستاسو ورور
سید محمد ابراهیم جاهد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مرتد سزا د حدودو او جناياتو په لاندې لينک ولولئ

https://dawat610.com/archives/9712

د ليوني سپي وژل چې ضرر يې ثابت وي جايز حتی ځينې فقهاء کرامو يې وژل واجب بللی دي .

په دليل د دغه قول د رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايي

: خَمْسٌ مِنْ الدَّوَابِّ كُلُّهُنَّ فَاسِقٌ , يُقْتَلْنَ فِي الْحَرَمِ : الْغُرَابُ , وَالْحِدَأَةُ , وَالْعَقْرَبُ , وَالْفَأْرَةُ , وَالْكَلْبُ الْعَقُورُ (رواه البخاري) .

ژباړه : پنځه قسمه له څارويو څخه فاسق (مضر ) دې په حرم کې دې قتل کړ شي :کړاخ ،يو قسم مرغ ، لړم ، موږک او عفور سپی .

د کلب العفور څخه مطلب داسې سپی دی چې په مضريت کې مشهور وي او د ليوه ، زمري ، پړانک په څير يې ضرر خطرناک وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً