په نن عصر کې د مسلمانانو ايماني مرضونه

ګرانو وروڼو او خويندو !

دا پاڼه تحقيقاتې او څيړنيزه بڼه لري چې تفصيلي مطالب خپروي نو لوستل يې حوصله غواړي ، هيله په حوصله يې تر پايه ولولئ !

د ايمان د ضعف او د زړه د کلکوالي اسباب او علائم :

د ايمان ضعف او زړه کلکوالی زيات علتونه لري چې ځنې يې په لاندې ډول بيانيږي :

۱- زيات وخت د ايماني ماحول نه لريوالی :

د ايماني ماحول څخه لريوالی د ايمان د کمزورۍ سبب ګرځي الله جل جلا له فرمايي :

[أَلَمْ یَأْنِ لِلَّذِینَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِکْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا یَکُونُوا کَالَّذِینَ أُوتُوا الْکِتَابَ مِن قَبْلُ فَطَالَ عَلَیْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَکَثِیرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ ] (حدید: ۱۶)

«آيا مؤمنانو ته هغه وخت نه دی را رسيدلی چې د الله ذکر او نازل شوي حق ته یې زړونه نرم شي ؟ او د هغو کسانو په شان نه شي چې وړاندې کتاب ورکړ شوی وو خو چې اوږد وخت پرې تير شو نو زړونه يې کلک . او ډير له دوی څخه فاسقان دي ».

دا آیت شريف په ښه شان دې مطلب ته اشاره کوي چې د ايماني ماحول څخه زيات وخت لرېوالی په زړه کې د ايمان د ضعف سبب ګرځي ، د مثال په ډول يو کس چې زيات وخت له خپلو ديني وروڼو او ملګرو لري وي ګواګې د ايماني ماحول څخه چې ده د هغه تر سيورې لاندې ژوند کولو او د هغوی څخه يې د زړه قوت او ايماني نور اخيست لرې دی .

مؤمن يو خاص صفت لري هغه دا چې معمولاً د ځان د مشغولتيا پر ځای د نورو مسلمانانو سره د ناستې او ملګرتيا تابيا لري .

حسن بصری رحمه الله وايي : زمونږ په نزد زمونږ وروڼه زمونږ د اهل او کور نه زيات ارزښت او ګټه لري ځکه زمونږ اهل مونږ ته د دنيا ياد کوي مګر زمونږ وروڼه مونږ د آخرت طرف ته متوجه کوي .

نو هر کله چې سړی د سفر يا کوم دنيوي مصروفيت يا بل څه وجه زيات وخت د ايماني ماحول څخه لري شي د هغه په زړه کې د همغه شغل محبت ځای نيسي زړه يې کلک او تور ګرځي او د هغه په زړه کې د ايمان نور کمزوری ګرځي ، دا حالت معمولاً هغه وخت مينځ ته راځي چې سړی په لرې سفر چيرته تللی وي ، يا يې بل ځای ته کوچ کړی وي او يا د دنيا په چارو زيات مشغول شي .

۲- د صالحو او نيک عمله کسانو څخه لرېوالی :

د نيکو او صالحو کسانو د ملګرتيا په وجه صالح عمل او ايماني قوت لاس ته راتلی شي او د هغوی د عمل ، اخلاقو او ښو صفاتو څخه سړی ګټه تر لاسه کولای شي خو که کله سړی له دا ډول نيکو او صالحو خلکو لرې شي په زړه کې د سختی احساس کوي .

صحابه کرامو د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته څو حالته احساس کړل چې خپله هغوی داسې بيانوي :

(زمونږ زړونه معيوب او تغير شول ) هغوی داسې تنهایی او وېرې و پوښل چې بيان يې ناممکن دی ، هغوی خپل  مربی ، معلم او مشر له لاسه ورکړ او هغوی په داسې حالت کې وو لکه (بې چوپانه رمه ) په توره او باراني شپه کې .

مګر رسول الله صلی الله عليه وسلم پر خپل ځای داسې ملګري پرېښودل چې هر يوه يې د هغه صلی الله عليه وسلم پر ځای د ځای ناستې غوره لياقت لرلو . نن هم مسلمانان تر بل هر وخت يو داسې مشر او لارښود ته ضرورت لري چې د تقوی ، اخلاقو او عدل نمونه وي تر څو ټول مسلمانان پرې را ټول او نږدې شي .

الله سبحانه وتعالی مؤمنانو ته حکم کوي چې د نيکو او صالحو کسانو سره ملګرتيا غوره کړئ : : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ (التوبه ۱۱۹)

ژباړه: ای مؤمنان له الله څخه وويريږی او له صالحانو خلکو سره ملګري شی.

۳- د ديني علومو د زده کړې او مطالعې څخه لرېوالی :

له نيکمرغه زيات اسلامي کتابونه وجود لري چې د هغه په لوستلو د سړی ايمان قوي او د ايمان ولولې يې په جوش راځي چې ددې ټولو کتابونو په سر کې قران مجيد قرار لري هغه کتاب چې پر لوستلو يې د مؤمن ايمان قوي کيږي او پس له هغه څخه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو کتابونه او د هغه څخه وروسته د امت د علماؤ د پند او نصيحت کتابونه دي .

د شرعي کتابونو په زده کړی او مطالعې سره مؤمن د اسلامي شريعت له احکامو خبريږي ، حرام او حلال پېژني ، د مؤمن او منافق صفات پيژنې ، د نفس ، شيطان ، مال او د اسلام د دوښمنانو سره د دوستۍ خطرناک عواقب پيژنې ، معاملات ، د ژوندانو په ټولو چارو کې د اسلامي شريعت آداب او اخلاق پيژنې چې ددې په پيژندلو انسان خپل ځان ته متوجه کيږي او هر وخت د خپل ځان د اصلاح او الله (جل جلا له) د صحي رجوع په فکر کې وي ، چې الله (جل جلا له) هم داسې بنده خوښوي کوم چې غواړي ځان په شرعي مسائلو پوه کړي او په هغه باندې عمل وکړي :

لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم :«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، … » (3116 بخاري ) .

    يعنې : چاته چه الله تعالی د خير اراده وکړي نو په دين کښي پوهه ور په برخه کړي .

۴- د ګناه او معصيت په ماحول کې اوسيدل :

دا چې اوس مهال د اکثرو ټولنو او ولسونو ماحول د فتنو او ګناهونو څخه ډک دی هر طرف ته د ګناهونو طوفان روان دی په علني ډول د سود او قمار ګرم بازار ، د رشوت او غصب چور ، موسيقي او فحشاء ، هر لور ته بې شرمه تصويرونه او بې شرمۍ طرف ته دعوت ، بې حجابي ، د نارينوو او ښځو تر مينځ اختلاط ، غيبت ، بهتان او دروغ ، د مال د زياتولو سيالۍ او په هر مجلس کې د دنيا خبرې او بحثونه چې د الله جل جلا له هيڅ ياد پکې نه وي ،تجارت ، انتخابات ، حقوق بشر ، قدرت او منزلت د هر مجلس د خبرو رأس ګرځيدلی او د دين په اړه هيڅ بحث او احساس نشته .

دا مو د ټولنې حال دی د کور حال مو تر دې هم بد دی د ښځو لخوا د نارينوو د حقو قو تر پښو لاندې کول او د نارينوو لخوا د ښځو د حقوقو تر پښو لاندې کول ، د بې شرمه او فاحشو فلمونو او سريالونو کتل ، د نامحرمو ښځو او نارينوو تر مينځ اختلاط ، د کفر او الحاد تقليدونو د مسلمان کور پر سر اخيسی دی نن ځنې مسلمانې کورنۍ په علني توګه د مشرکينو ، يهودو او نصاراوو د باطلو عقائدو او عاداتو تقليد کوي او په هغه باندې افتخار کوي .

چې د ټولنې او کورنۍ د فسق او ګناهونو ډک ماحول د ايمان د کمزورۍ سبب ګرځي .

۵– د دنيا په کارونو کې له حده زياته مشغولتيا :

د ايمان د ضعف يو سبب دا دی چې انسان د دنيا په چارو کې ځان دومره مشغول کړي چې بيا کار او شغل د ځان د پاره اصلی هدف ګڼې او عبادت د هغه يو فرعي جز ګني .

نن اکثره مسلمانان په همدې مرض اخته دي ، د مثال په توګه يو کس په کار مشغول دی دی کوښښ کوي خپل کار تمام کړي خير که لمونځ آخر هم شي ، چې په دې سره يې کار اصلي هدف و ګرځولو او لمونځ يې د هغه فرع و ګڼلو .

بلکي مؤمن بايد عبادت اصلي هدف و ګرځوي ، مثلاً لمونځ د الله (جل جلا له) د جانبه په ټاکل شويو وختونو کې يو فرضيه ده ټول کارونه او مشغوتياوې به د لمانځ تابع ګرځول کيږي نه دا چې لمونځ د نورو مشغولتياوو تابع جوړ شي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د دينار بنده هلاک شو د درهم بنده بدبخته شو (روایت بخاری -۲۷۳۰)

دغه کس دوه تاوانونه وکړل عبادت يې صحي ادا نه کړ او د ځان د پاره يې کارونه سخت کړل ځکه په قدسي حديث شريف کې راغلی دي: «يقول‌ الله‌ تعالي: يا بني‌آدم!‌ تفرغ‌ لعبادتي‌ أملأ صدرك‌ غني‌ وأسد فقرك‌ وإن‌ لم‌ تفعل ‌ملأت‌ صدرك‌ شغلا ولم‌ أسد فقرك‌:(مسند احمد او ابن ماجه ) .

ژباړه: الله جل جلا له  فرمايي : ای د آدم زويه ! ځان دې زما د عبادت د پاره فارغ کړه تر څو ستا سينه له بې احتياجۍ ، بې وسۍ او توان څخه ډګه کړم او فقر محتاجي له تا څخه لرې کړم کچيرې داسې ونه کړې ، ستا سينه به په مشغوليتونو ډکه کړم او تا نه به فقر او احتياج لرې نه کړم .

همدارنګه په حديث شريف کې د آنحضرت صلی الله عليه وسلم څخه روايت دی : «من‌ كانت‌ الدنيا همه‌، فرق‌ الله‌ عليه‌ أمره‌ وجعل‌ فقره ‌بين‌ عينيه‌ ولم‌ يأته‌ من‌ الدنيا إلا ما كتب‌ له،‌ ومن‌ كانت‌ الآخرة‌ نيته‌ جمع‌ له‌ أمره‌ وجعل‌ غناه‌ في‌ قلبه‌ وأتته‌ الدنيا وهي‌ راغمة‌: ( ابن ماجه او سلسلة الصحيحة )

ژباړه: څوک چې د دنيا په خيال او غم کې وي ، الله جل جلا له  د ده کار ده ته تيت کړي او د ده په سترګو کې به فقر ځای کړي او دی به بل څه په لاس را نه وړي مګر څه چې ده ته ليکل شوی وي ، او د هر چا چې نيت آخرت وي ، الله جل جلا له  به د ده کار جوړ کړي او د هغه زړه به غني وګرځوي او دنيا به د ده طرف ته راځي ).

ښکاره ده چې نن خلک د دنيا په جمع کولو کې څومره چالاک او سرګردانه دي چې هيڅ بس نه لري په هر ډول چې کيږي بايد مالداره او شتمن شي .

چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې قول مصداق ګرځي چې فرمايي : الله جل جلا له فرمايي : مونږ مال او دارايي د لمونځ او زکات د ادا او قيام د پاره نازل کړل ، که انسان د مال او ثروت څخه يو ډکه دره هم ولري ، هغه ددې آرزو هم لري چې دوهمه هم ولري او که د دوو درو لرونکی وي ددې آرزو لري چې دريمه هم ولري ، د انسان خيټه بغير له خارو په بل څه نه ډکيږي ( د انسان حرص او آرزو د مرګ بغير نه خميږي ) پس الله جل جلا له د هر توبه کوونکی توبه قبلوي (روایت احمد (۵/۲۱۹)، صحیح الجامع (۱۷۸۱)

۶- د مال ، ښځو او اولادونو په محبت کې مشغولتيا :

د مال ، ښځو او اولادنو سره تر داسې حده محبت او مشغولتيا چې د الله جل جلا له څخه د غفلت سبب جوړ شي او د ديني امورو او احکامو د نيمګړتيا سبب شي دا عامل هم د ايمان د کمزوری سبب ګرځي .

لقوله سبحانه وتعالی :

[وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا أَمْوَالُکُمْ وَأَوْلاَدُکُمْ فِتْنَةٌ ] (انفال: ۲۸)

يعنې : او پوه شئ چې مالونه او اولادونه مو آزمښت دی ( د تاسې د هلاکت سبب ګرځي کچېرې د هغه محبت ته د الله او د هغه د رسول پر محبت باندې ترجيح ورکړئ ) .

همدارنګه الله جل جلا له فرمايي :

[زُیِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاء وَالْبَنِینَ وَالْقَنَاطِیرِ الْمُقَنطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَیْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ذَلِکَ مَتَاعُ الْحَیَاةِ الدُّنْیَا وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الْمَآبِ ] (آل عمران: ۱۴)

ژباړه : خلکو ته د شهوتونو مينه ښايسته شوی ده چې له ښځو ، ځامنو ، د سرو او سپينو زرو له ټولولو شوو خزانو ، په نښه کړ شويو آسونو ، څارويو او کښتونو څخه عبارت دي ، دا څيزونه د دنيوي ژوند ګټه ده او د ورتګ ښه ځای د الله تعالی سره شته .

ددې آيت شريف مفهوم دا دی چې که انسان د الله د محبت پر ځای د ښځو ، اولاد ، مالونو او کښتونو محبت ته ترجيح ورکړي او په هغه کې داسې مشغول شي چې د الله جل جلا له څخه د غفلت سبب شي نو دا محبت او مشغولتيا د بنده د هلاکت سبب جوړيږي .

او که د ښځو او اولاد سره محبت د شريعت په اساس وي چې د الله جل جلا له د اطاعت څخه سړی غافل نه کړي ښه او غوره کار دی .

ډير خلک د ښځو او اولاد سره د زيات محبت په وجه د الله تعالی په اطاعت کې پاتې راغلی او په ګناه کې اخته شوي دي

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : اولاد د غم ، وېرې ، جهل او بخل سبب دی (طبرانی (۲۴/۲۴۱)،صحیح الجامع (۱۹۹۰) .

د حديث تشريح : دا چې اولاد د بخل سبب کيږي دا دی چې هر کله انسان د الله تعالی په لار کې د انفاق او صدقې قصد وکړي نو دغه وخت شيطان انسان ته خپل اولاد ور يادوي نو انسان له ځانه سره وايي له دې څخه مې خپل اولاد ښه حق دار دی چې بايد هغوی ته مال او دارايي پرېږدم نو انسان ددې ډول وسوسې څخه د الله تعالی په لار کې د انفاق څخه مخ اړوي بخل اختياروي .

او همدارنګه اولاد د ويرې سبب دی ، کله چې انسان د انفاق فی سبيل الله قصد وکړي نو خپل اولاد يې ور په ياد شي چې هغوی مال او ثروت ته ضرورت لري داسې نه چې د لوږې سره مخ شي ، يا که د جهاد قصد وکړي شيطان هغه ته وسوسې ور اچوي چې ته به ممکن په جهاد کې شهيد شي او ستا اولادونه به يتيمان او بې سرپرسته پاتې شي نو دا هغه څه دي چې انسان د هغه په وجه د زکات ، صدقې او جهاد څخه مخ اړوي .

اولاد د جهل او ناپوهۍ سبب دی ، پلار د خپل اهل عيال د ژوند د ضرورياتو په کوښښ کولو کې د علم د زده کړې ، مطالعې او دينې مجلس څخه پاتې کيږي .

اولاد د غم او پريشانۍ سبب دی ، کله چې اولادونه مريضان شي مور او پلار په غم اخته کوي يا داسې څه غواړي چې د مور او پلار په وس پوره نه وي مور او پلار په غم اخته کوي يا کله چې لوی شي او بيا د مور او پلار نا فرماني وکړي مور او پلار په غم اخته کوي .

دې خبرې ته مو پام وي چې د خپل اهل عيال نفقه او تربيه يو ستر مسئوليت دی خو بايد د اولاد پالنه او تربيت سړی دومره مشغول نه کړي چې د ګناه سبب شي او د انسان بايد دې ته پام وي چې دا هر څه د الله تعالی د جانبه آزمښت دی ، او انسان به هميشه کوښښ کوي چې د اهل عيال د ژوند او ضرورياتو پوره کولو په لار کې د اطاعت د ترک او ګناه سبب نه شي .

او بل د مال فتنه ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه داسې فرمايلي دي : د هر امت د پاره فتنه وه (د آزمښت اسباب وو ) او زما د امت د پاره فتنه (د آزمايښت اسباب ) مال دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : که دوه وږې ليوان پر رمه کډ شي دومره زيان او خرابي نه لري لکه پر مال باندې حرص کول چې د دين د پاره زيان لري . (ترمذی (۲۳۷۶)، صحیح الجامع (۵۶۲۰)

۷– اوږدې هيلې او اميدونه :

اوږدې هيلې او اميدونه چې زه به په دنيا کې ډير وخت ژوندی وم او د مرګ څخه غفلت کول هم د ايمان د کمزوری سبب دی ، الله جل جلا له فرمايي : ذَرْهُمْ یَأْکُلُواْ وَیَتَمَتَّعُواْ وَیُلْهِهِمُ الأَمَلُ فَسَوْفَ یَعْلَمُونَ } (حجر: ۳)

ژباړه : پرېږده هغوی چې خوراک وکړي ګټې تر لاسه او اوږدې هيلې يې ښه مصروف و ساتي ډير ژر به پوه شي .

حضرت علی رضی الله عنه وايي : هغه شی چې زه ستاسو په باره کې ور څخه وېره لرم د هوا او هوس پيروي او اوږدې هيلې او آرزوګانې دي چې انسان له حق څخه غافله او آخرت يې له ياد څخه وځي- فتح الباری (۱۱/۲۳۶)

په يوه روايت کې راځي : څلور شيان د انسان د بدبختی علائم دي : د سترګو وچوالی ( هغه سترګې چې د الله د ويرې او د آخرت په ياد کې هيڅ اوښکې نه تويوي ) ، د زړه سختوالی ، اوږدې هيلې او آرزوګانې ، د مال دولت حرص .

همدارنګه اوږدې هيلې آرزوګانې د ښو کارونو د تر سره کولو د ځنډ سبب کيږي او انسان د توبې په ايستلو کې غافله کوي د مرګ او آخرت څخه يې غافله کوي .

۸- زيات خوب ، زيات خوراک او څښاک ، زياته جماع او زياتې خبرې ، د زړه د سختوالی او د ايمان د کمزورۍ سبب کيږي ، ډير خوراک انسان درنوي د انسان د بدن د سستی سبب کيږي چې بيا عبادت ورته سخت او ګران تماميږي ، په دې اړه علماء وايي : څوک چې زيات خوراک کوي نو زيات څښاک هم کوي د زيات خوراک او څښاک نتجه زيات خوب کول دي چې بلاخره د عبادت څخه محروم ګرځي .

زياتې خبرې زړه کلکوي او زړه وژني ، زيات مجلسونه سړی د خپل ځان د فکر او محاسبې څخه غافله کوي ، زيات خندل په زړه کې د ايمان روښنايي کمزورې کوي او زړه وژني . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ډير مه خاندئ چې ډير خندل زړه وژني ابن ماجه (۴۱۹۳)، صحیح الجامع (۷۴۳۵) .

۹- په عباداتو کې سستي کول د ايمان د کمزورۍ سبب ګرځي .

په عباداتو کې سستي کول د انسان د هلاکت سبب ګرځې لکه جومات نه تلل په کور کې لمونځ کول ، لمونځ په خپل وخت نه ادا کول بلکي د هغه ځنډول ، په تيزی سره لمونځ کول ، د قرآنکريم د تلاوت او ذکر ترک کوول او نور ….

د موضوع پای بافضل الله سبحانه وتعالی

آن لاين اسلامي لارښود حفظه الله (www.dawat610.com)

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً