اسلامي بانکداري

د اسلامی بانکداری تعريف:

اسلامي بانک عبارت له هغه ادارې او مؤسسې څخه ده چه په پيسو باندې داسلامي شريعت داحکامو او بنسټېزو اصولو دالتزام په اساس عمل کوي او په مالونو باندې د اسلامي شريعت مطابق استثمار او تجارت کوي او موخه يې د اقتصاد وده او دسود ( ربا ) د سترې ګناه څخه د پاکې يوی سالمې ټولنې جوړيدل وي (المعاملات المالية المعاصرة  وهبة زحيلی ص ۵۱۶) .

د اسلامی بانکدارۍ تاريخ :

اسلامي بانکداري په نږدې وخت کې ظهورکړي دی مګر ډير زيات پرمختګ يې کړی دی چې نړيوال يې په تعجب کې اچولي دي .

د اسلامي بانکداری جوړولو د پاره لومړی ګام په کال د ۱۹۶۳ په مصر کې پورته شو .

وروسته په کال د۱۹۷۳ د اسلامي هيوادونو د کډ کنفرانس لخوا د عربستان په جده کې د اسلامي پراختيايي بانک (IDB) په نوم بانک جوړ او په کال د۱۹۷۵ رسماً په کار پيل وکړ ، همدارنګه د ۱۹۷۵ عيسوي کال دمارچ دمياشتې په دولسمه نيټه د ۵۰ ميليونه درهمو په سرمايه د الحاج محمد سعيد لوتاه.او دهغه دشريکانو په واسطه په دبی کې تاسيس شو او وروسته ۱۹۷۷ د فيصل په نوم بانک په سوډان کې جوړ شو او همدانګه په دې کال کې په همدې نامه بانک په مصر کې جوړ شو او په۱۹۷۹ کال کې د بحرين اسلامي بانک جوړ شو او وروسته نور اسلامي بانکونه جوړ شول چې اوس مهال د نړۍ تر پنځسو زياتو هيوادونو کې فعاليت کوي دغو اسلامي بانکونو په خپل کار او عمل کې دپام وړ پرمختګ وکړ او د اسلامي شريعت داحکامو مطابق يې زيات ګټه لرونکي مفيد اودپام وړ خدمتونه تقديم کړل .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً