کله چې موږ بحث د تقلید او د مذاهبو د پيروي کوو، بیا دلته ځینې خلک وایي چې تقلید کول جایز ندي  او هغوی دا هم وایي چې د څلور مذاهبو ذکر نه په قرآن کې شته او نه په احادیثو کې. اصلاً دا ځواب یا نیوکه کوم علمي بڼه نلري، ځکه: که څوک داسې خبرې وکړي چې په هرڅه داسې دلیل غواړي کوم چې نه د خیرالقرون په خلکو کې رایج وو او نه چا هغسې دلیل غوښتی لکه د اوس وخت غیرمقلدین یې چې غوښتنه کوي. که څوک داسې سوالونه مطرح کړي بیا نو په مقابل کې که له دوی څخه وپوښتل شي چې دا صحاح سته چا ویلي چې ویې منئ!!! چا دا احادیث سره ویشلي او طبقات د محدثینو او کتابونه یې معلوم کړي چې دا کتاب جامع دی دا سنن دی دا مسند دی او دا په اوله دا په دوهمه دریمه څلورمه او پنځمه طبقه کې راځي. لکه څنګه چې په قرآن او حدیث کې د صحاح سته ذکر نشته خو علماوو بیان کړي او ټول امت ورسره منلې، دارنګه په حدیث کې دا شی نشته چې دا حدیث متواتر دی دا حسن دی دا ضعیف دی او داهم موضوعي، دا ټول اصطلاحات محدثینو د او د علم حدیث پوهانو جوړ کړي او امت یې مني، خو بلخوا فقهاوو او د طریقت والاوو هم یو څه اصول جوړ کړي. درنو فقهاوو د فقهې علمي بابونه جوړ کړي او په ټوله کې قرآن او احادیث  یې موږ ته په ډیره ښه توګه تشریح کړي او را رسولي. د فقه مقام په قرآن او حدیث باندې ثابت دی او بل دا چې فقه د شرعي علومو دریم رکن هم دی لکه علم القرآن، علم الحدیث، علم الفقه او علم التوحید.

دا ټکي مو ځکه ولیکل چې کله  قرآن آیت او نبوي احادیث شتون ولري او د یوې مسئلې ذکر پکې راغلی وی نو بیا د قرآن آیتونه او نبوي احادیثو منل په ټولو لازمي او حتمي ګرځي. د مثال په توګه په قرآن او احادیثو کې د اجماع امت خواته اشاره شوې او داسې ډیر احادیث شتون لري چې پر اجماع د امت ټینګار شوی. که تیرو دولس سوه کالو ته ځیر شو او اجماع  مطالعه کړو، نو دا یوه خبره په نظر راځي چې اسلامي امت پر همدغو څلورو مذاهبو اجماع کړې او د نړۍ د هر ګوټ خلکو له دغو څلور مذاهبو څخه یو نه یو غوره کړی. مذاهب په پيل کې له څلورو ډیر ول خو ډیرۍ مذاهب یا مشهور نشول او یا هم د وخت په تیریدو سره لمنځه ولاړل، لکه: شاه ولی الله محدث دهلوي په عقد الجید کې ورته اشاره کړې او دا بحث یې ښه بیان کړی، زما مطلب دادی چې له هغو وروسته ټول اسلامي امت په دغو څلورو مذاهبو اجماع کړې او څومره اسلامي خلافتونه چې تیر شوي د هغوی لپاره دا څلور مذاهب د منلو وړ وو، د مثال په توګه خلافت عثماني او خلافت مغولیه او داسې نور اسلامي نظامونه.

اوس که څوک ووایي چې له دغو آیتونو او د نبوي احادیثو څخه دا مذاهب مراد ندي، نو آیا داسې کومه ډله شته چې هغوی سواد اعظم وي او د امت پرې اجماع شوې وي؟ محدثین خو ټول مقلدین ول او ډیر کم محدثین مجتهدین یا د اجتهاد درجې ته رسیدلي ول او هغوی یو هم له تقلید او د مذاهبو له منلو انکار ندی کړی، ښه اوس چې څوک د مذاهبو له منلو انکار کوي آیا دا خلک د درنو محدثینو او درنو فقهاوو، مستنبطینو، او د امت د خیر القرون د مشرانو او علماوو مخالفت نکوي؟ آیا دا اختلاف اسلامي ټولنه سره نه ویشي؟ زما له ټولو غیرمقلدینو څخه دا غوښتنه ده چې پر ځای ددې چې څوک پنځم شپږم یا بله ډله جوړه کړي له هغو څخه ښه داده چې په دغو څلورو مذاهبو کې یو را ونیسي او د امت د یوالي او خیر غوښتنې لپاره کار وکړي.  کله چې په ۱۸۸۸ عیسوي کال کې د غیرمقلدینو ډله جوړه شوه او مولانا نذیر حسین بټالوي یې مشر وو بیا تر نن وخت پورې دوی په هند اوسني پاکستان او بنګلدیش کې شتون لري، زموږ هیواد ته دا ډله د تیر جهاد پر وخت راغله او هغه هم په پاکستان کې زموږ ځینې افغانان د عربانو او نورو خلکو لخوا غیرمقلدین کړای شول خو په ټوله کې ډیر لږ خلک له دغې فرقې سره تړاو لري، په اوس وخت کې د دغې ډلې پرمختګ نږدې په ټپه دریدلی او ډیرۍ خلک له دوی سره یو ځای کیدل نه غواړي په ورته وخت کې موږ داسې ډیر خلک هم پیژنو چې له غیرمقلدیت څخه یې توبه ایستلې او بیرته د اهلسنت والجماعت  (حنفي) مسلک یې غوره کړی.

لاندې یو څو احادیثو او د قرآن کریم آیتونو ته مو پام را اړوم تر څو زموږ په مقصد ښه پوه شئ.

قال رسول الله صلی الله علیه وسلم اتبعوا السواد الاعظم ولما اندرست المذاهب الحقة الا هذه الاربعة  کان اتباعها اتباعاً للسواد الاعظم. د مذاهبو د اتباع دویم دلیل دا ده چې حضور علیه السلام فرمایلي، چې تاسو باید سواد اعظم چې د امت ډېر خلک پکې  راټول شوي او اوس وخت کې امت په همدې څلورو مذاهبو کې راغونډ شوی نو د همدوی اتباع لازمه ده  (عقد الجید مع سلک مروارید ص ۳۳).

د حضور علیه السلام فرمان ده چې؛  قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: « (اتَّبِعُوا السَّوَادَ الْأَعْظَمَ، فَإِنَّهُ مَنْ شَذَّ شَذَّ فِي النَّارِ» ) رَوَاهُ ابْنُ مَاجَهْ مِنْ حَدِيثِ أَنَسٍ.   مشكاة المصابيح ص ۳۰ باب الاعتصام با الکتاب والسنة) باب مجمع بهار الانوار ص ۱۴۳ ج ۳).

بل حدیث کې حضور علیه السلام فرمایي: علیکم با الجماعة فرمایي: چې تاسو باندې لازمي ده چې د مسلمانانو له ستر جماعت سره واوسئ.  مشکوة شریف ص ۳۱.

بل ځای کې حضور علیه السلام فرمایي: ان الله لا یجمع امتی علی الضلالة  فرمایي چې زما د امت (علماء او صالحین) به هېڅکله په بېلارو باندې راغونډ یا متفق نشي.

بل ځای کې حضور علیه السلام فرمایي::  ید الله علی الجماعة ومن شذ شذ فی النار  فرمایي چې (کومې مسئلې باندې زما د امت اختلاف راشي نو تاسو باید هغې خواته ودریږئ کومه خوا کې چې علماء او صلحاء په اکثریت کې وي)  په ډلې یا جماعت د الله تعالی لاس یا د هغه مرسته ور سره وي او څوک چې له هغوی بېل یا جلا شو (خپل ځان ته یې بل مسجد جوړ کړ) هغه به جهنم ته یوازې اچول کیږي  (مشکوة شریف ص ۳۰ ایضا).

حضور علیه السلام فرمایي: من فارق الحماعة شبراً فقد خلع ربقة الاسلام عن عنقه.  چا چې یوه لوېشت د مسلمانانو له جماعت څخه لرېوالی غوره کړ (یعنې څو مسایلو کې د لږ  وخت لپاره هم لرېوالی غوره کړ) نو بېشکه دغه کس له خپلې غاړې د اسلام پړۍ یا رسۍ لرې کړه. (مشکواة شریف ص ۱۳۱ ایضا) .

فضاله بن عبيد رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «ثلاثة لا تسأل عنهم: رجل فارق الجماعة وعصى إمامه فمات عاصياً، وأمة أو عبد أبق من سيده فمات، وامرأة غاب عنها زوجها وقد كفاها مؤونة الدنيا فتبرجت بعده، فلا تسأل عنهم» (صحيح، أخرجه أحمد والبخاري في الأدب المفرد والحاكم) .

د دریو تنو په باب پوښتنه مه کوه (چې غداب يې ډېر سخت او دردونکی دی) يو هغه سړی چې د مسلمانانو اجتماع او ټولنه ترک کړي او د خپل امام او سرپرست څخه نا فرماني وکړي او په همدې حالت کې مړ شي، او هغه مينځه او غلام چې د خپل بادار نه تښتېدلې وي او په همدې حالت کې مړه شي، او هغه ښځه چې خاوند يې غايب وي (چيرې په سفر تللی وي) خو دېته يې د ژوند ټول سهولتونه  برابر کړي وي خو هغه پدې حالت کې تبرج کوي پس پدې باره کې سوال مه کوه چې ددې کسانو عذاب دردناک او سخت دی.

حضور علیه السلام فرمایي: اثنان خیر من واحد وثلاثة خیر من اثنین واربعة خیر من ثلاثة فعلیکم بالجماعة  یعنې دوه له یوه، درې له دوه او څلور له دریو ښه دي (کله چې دا فضیلت وي) نو تاسو جماعت سره ضرور پاتې شئ (یعنې جماعت سره ووسئ) ددې لپاره الله تعالی زما امت په هدایت باندې متفق یا متحد کوي. (موائد العوائد ص ص ۱۲۲).

حضور علیه السلام  فرمایي: من خرج من الطاعة وفارق الجماعة مات میتةَ جاهلیة  (نسائي حدیث له ابوهریرة روایت ده).

الله تعالی فرمایي: يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا أَطيعُوا اللَّهَ وَ أَطيعُوا الرَّسُولَ وَ أُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ دلته و اولی الامر منکم څخه ټول کبار مفسرین پدې آند دي چې ددې آیت مصداق مجتهدین کرام دي.

حضرت عبد الله ابن عباس اوجابر بن عبد الله رضی الله عنهما فرمایي، چې د اولوالامر نه مراد فقهاءکرام دي (تفسیر ابن جریر ج  ۵  ص ۸۸)  اوامام ابوبکر جصاص فرمایي امامان او حاکمان دواړه ترې مراد دي په دیني معاملوکې به د علماؤ او فقهاؤاطاعت کوئ او په سیاسي معاملاتو کې به دشرعي حاکم اطاعت کوي . علامه ابن قیم رحمه الله فرمایي دحاکمانو اطاعت هم بالاخره د علماؤ اطاعت دی ځکه هغوی به هم په شرعي مسایلو کې د علماؤ اطاعت کوي.

په بل ځاى کې الله جل جلاله فرمايي : (وَإِذَا جَاءهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُواْ بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ . سورة نساء الاية ٨٣) دغه آيت هم پر تقليد باندې څرګند دليل دی.

ژباړه : اوکله چې دې عوامو ته دامن یاخوف خبره ورسیږي خپروي یې او که دوی ور رسولی وای داخبر رسول الله  ته او اولوالامر ته، نو په دوی کې چې څوک زیات د استنباط اهل دي ددې حقیقت به یې ښه معلوم کړی وو.  پورته آیت کریمه که څه هم د یوې خاصې موقع سره تړاو لري لیکن څنګه چې د اصول تفسیر او اصول فقهې مشهوره قاعده ده چې د احکامو استنباط لپاره د آیت شان نزول د خاص حالاتو پر ځای د آیت عمومي الفاظو ته اعتبار ده.  درې اول چې  کتاب الله اوسنة الرسول او قیاس دی ددې نص د قرآن نه ثابت دی.

(وَمَن يُشَاقِقِ الرَّ‌سُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَىٰ وَيَتَّبِعْ غَيْرَ‌ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّىٰ وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ ۖ وَسَاءَتْ مَصِيرً‌ا ﴿١١٥﴾

ددی آیت په شرح کې تفسیر کبیر او تفسیر قرطبي او تفسیر  روح المعاني وغیره متعدد تفاسیر لیکي: چې دا آیت کریمه صریح دی پدې کې چې اجماع دلیل شرعي دی او تفسیر نسفي المسمَّی مدارک التمزیل وحقایق التأویل ۱ج  ص۲۸۲ کې ددې آیت په شرح کې ذکر کوي: (وَهُوَ دلیل علی انَّ الاجماع  حجَّةٌ لا تجوز مخا لفتها کمالاتجوز مخا لفة الکتاب والسنة) یعنې مذکور آیت دلیل دی پدې خبره چې اجماع په دین کې حجة او دلیل دی مخالفت یې جائز ندی لکه څرنګه چې د کتاب الله اوسنة الرسول ـ مخالفت جائز ندی. د اولی الامر تفسیر حضرت جابر بن عبد الله او حضرت این عباس، عطا، مجاهد، ضحاک، ابوالعالیه، حسن بصری او نورو اصحابو، تابعینو، تبع تابعینو رح په خلفاو او فقهاو سره کړیده.

د غیرمقلدینو دا اصل چې:  د اهل حدیثو دوه  اصول کتاب الله او سنَّة الرَّسول  ونړېده اوختم  شو. قرآن په غیر مقلدینو باندې رد کوي چې دریم اصل هم شته چې هغه اولی الامرمنکم دی یعنې د فقهاء الامة  د مجتهدینو متابعت هم کوئ. غیرمقلیدین  دا دریم  اصل نه مني نو د اهل حدیثو دا قول چې د اهل حدیثو دوه اصول  د نص قرآني خلاف دي  د ذکر شوي آیة کریمه په تفسیر کې حضرت عبدالله بن عباس ﷻ فرمایي: اُولِی الاَمْرِ مِنْکُم ای اهل الفقه  والَّدین (داولی الامر نه مراد فقهاء او مجتهدین دي ).

حضرت جابر بن عبدالله (رض) فرمایي : اُولِی الاَمْرِ مِنْکُم ْ( اهل الفقه والخیر).

حضرت عطاء بن ابی  رباح (رح) فرمایي اُولِی الاَمْرِ مِنْکُم (قال اولوالعلم  والفقه)

حضرت عطاء بن سائب (رح)فرمایي : اُولِی الاَمْرِ مِنْکُم (قال اولوالعلم  والفقه)

حضرت امام مجاهد(رح) فرمایي : اُولِی الاَمْرِ مِنْکُم (قال هم اهل الفقه والعلم)

حضرت حسن بصری (رح)فرمایي : اُولِی الاَمْرِ مِنْکُم (قال هم العلماء )

حضرت ابو العالیه (رح) فرمایي : اُولِی الاَمْرِ مِنْکُم (قال هم اهل العلم)

مذکور اقوال  د صحابه کرامو او تابعینو په تفسیر اُولِی الاَمْرِ مِنْکُم کې چې مراد ددې څخه فقهاء الامة او مجتهدین دي : تفسیر ابن جریر طبری (جــ ۸ صــ ۴۹۹ ) یا (جـــ ۴ صــ ۱۴۹)  کې او یا خطیب البغدادي په الفقه والمتفقه  (جــ  ۱  صــ ۱۲۶)  کې او مستدرک للحاکم په  (جــ ۱  صــ ۱۳۳ او دارمي    (ج ــ ۱  ص ــ ۴۰)  او  تفسیر روح المعاني په  (جــ  ۴   صــ ۹۷) کې او تفسیر کبیر په (جــ  ۱۰  صــ ۱۴۹) کې په مستندو روایاتو سره ذکر کړي دي.

او زموږ  داخبره چې تقلید دائمه مجتهدینو  واجب  دی  دا فتوا  دعبدالله بن عباس (رض) ده:

امام  حاکم په مستدرک ( جــ  ۱  صــ ۱۲۳) کې  روایت   ذکر کوي . په آخر کې عبدالله بن عباس (رض) فرمایي: وَقَدْ اَوْجَبَ اللهُ طَا عتهم  ( د فقهاو اتباع او تقلید الله   واجب کړی دی).

بل ځاى کې الله جل جلاله فرمايي: (وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ .سورة توبة الاية ١٢٢) په دغه آيت کې الله جل جلاله په څرګند ډول فرمايي چې په تاسو کې دې يوه ډله لاړه شي علم دې زده کړي تاسو نور يې تقليد وکړئ.

الله (ج) په آیة کریمه کې  صحابه کرامو رضی الله عنهم او عامو مسلمانانو ته  امر کړی دی چې مسلمانان دې ټول په ټوله په یو کار کې نه مشغولیږي  بلکه  دوه جماعته یا ډلې یو جماعت دې تفقه فی الدین په دین کې پوهه حاصله کړي او کومو خلکو چې په دین کې پوهه نده حاصله کړې هغه دې پوه کړي  او په دوهم جماعت باندې  د اول جماعت قول منل واجب دي او همدا پخپل ذات  تقلید دی . تفسیرالجصاص –  په (جـــ ۲  صــ ۳۰۴) کې  ددې آیة په شرح کې وایي : فَاَوْجَبَ الْحَذر بِانذارهم والزم المنذرین قبول قولهم. ددې آیة کریمه نه داخبره ثابته شوه چې علما‌‌ؤ باندې واجب دي چې دوی به ترهیب ورکوي او په قوم باندې واجب دي چې د علماؤ قول به مني.

او همدارنګه تشریح  تفسیرالکبیر هم په  ( جـ ــ   ۱۰    ص ــ ۱۹۹) کې کړېده –  په کتب الاحادیث کې لکه مصنف عبدالرازق، مصنف ابن الی شیبه، تهذیب الاثار، معانی الاثار  وغیره … کې د فقهاؤ مجتهدینو صحابه کرامو په زرګونو فتوی ذکر دي یوازې په مصنف عبدالرازق کې ۷۰۰۰۰ (اویا زره) فتوی ذکر دي غیر مجتهدینو(مقلدینو) صحابه کرامو به پوښتنه کوله او مجتهدینو صحابه کرامو به ځواب ورکولو نه به مستفتی مطالبه د دلیل کوله او نه به مفتي د مسئلې سره په ځواب کې دلیل ذکر کولو یوازې پدې اعتماد او حسن ظن به د مجتهد او مفتي قول منل کېده چې د مفتي (صحابي مبارک) سره په  دې مسئله دلیل شته چې همدغه ته تقلید وایي.

 ليکنه : استاد انجینر نورالله خان احمدزی

Print Friendly, PDF & Email