سلامونه او احترامات می و منی، زما پوشتنه داده چی قدر او احترام په خاطر د مور قدمونه خکلولي شي او یا يي خپو ته تيتيدي شي او که نه، مننه کوم

محمد عالم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحیم

عموماً ښکلول لاندې صورتونه لری :

۱– د شفقت ښکلول : د شفقت په سبب  ښکلول لکه مور او پلار چې د شفقت د پاره خپل اولاد ښکلوي دا ډول ښکلول جايز دي له سنتو نه ثابت دي . لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې حضرت حسن رضی الله عنه ښکل کړی دی او حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د خپلې لور بی بی عايشه رضی الله عنه مخ مبارک ښکل کړی دی او رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت فاطمه رضی الله عنها ښکل کړي ده همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت جعفر بن ابې طالب په تندي باندې ښکل کړی دی .

۲– د احترام ښکلول : لکه د مور او پلار ،صالح عالم يا عادل پادشاه د لاسونو ښکلول جایز دي ددې نه بغير د عامو خلکو ښکلول جایز نه دي . خو که دغه ښکلول د هغوی د کبر او غرر سبب ګرځی نو بيا داسې کول مکروه دي هغه که هر څوک وي (شرح البخاري ۹/۴۶ ) .

په دې باره کې څه ډير احاديث روايت شوی دلته په مختصر ډول څو احاديث را نقلوو .

امام بخاری د حضرت ذابح نه روایت کوي چې کله مونږ مدينه طيبې ته ورسيدو نو مونږ ژر ژر له خپلو سورليو څخه کوز شوو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک لاسونه مو ښکل کړل .

ابوداود د حضرت عايشې رضی الله عنها نه روایت کوي چې کله به رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې کور ته داخليدو نو هغه به د استقبال د پاره ودريده او د هغوی لاس مبارک به يې ښکلولو .

حاکم په مستدرک کې د حضرت بريده نه روايت کوي او هغه یې صحیح الاسناد ګرځولی دی چه يو کس د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خدمت کې حاضر شو هغه د ده سر او پښې مبارکې ښکل کړي .

ترمذي او ابن ماجه د حضرت صفوان نه روایت کوي چه د یهودو يوې ډلې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پښې مبارکې شکل کړې (امام ترمذي دا حديث حسن اسناد بولی ) .

د پورته احاديثو څخه د صالح عالم ، عادل پاچاه د لاسونو حتی پښو ښکلولو جواز ثابت شو ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د دريو واړو صفتونو جامع ؤ چه په عالم کې يې هيڅ نظير نشته .

ددې په مقابل کې د حضرت انس په روايت کې د ښکلو ممانعت ثابتيږي چې هغه د عامو خلکو د پاره دی چې پورته ذکر شوی اوصاف ونه لري .

ترمذي په حسن سند سره د حضرت انس ابن مالک نه روايت کوي چې يو کس د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وکړه چه : چې په مونږ کې چې کله يو کس د خپل ورور يا ملګري سره ملاقات کوي نو آيا د هغه د احترام د پاره ټيټيدلی شو هغوی وفرمايل : نه بيا هغه پوښتنه وکړه آيا معانقه يا ور تر غاړه کيدل او ښکلول وکړي دوی وفرمايل : نه بيا يې وويل آيا مصافحه دې وکړي ؟  رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل هو .

د مطلب خلاصه :

۱- ښکلول او ور تر غاړه کيدل که په شهوت سره وي هغه په اتفاق د امت د خپلې ښځې نه بغير له هيچا سره جايز نه دي .

۲- د شفت او احترام د وجې کوم چې پورته ذکر شول په اتفاق جايز دي او له سنتو نه ثابت دي په شرط ددې چې نور منکراتو ورسره نه وي (جواهر الفقه ج ۱ ص ۱۳۶- ۱۵۲ صفحه ) .

کفايت المفتي ليکي :د بزرګانو د پښو ښکلول په حد ذاته جایز دي لکن ددې نه د عوامو منع کول پکار دي ځکه چې دوی به د خپلې ناپوهۍ له وجې دا عمل د سجدې تر حده ورسوي او خپل اصلی مقصد به ټيټيدل وګڼي نو د هغوی منع کول اولی دي (کفايت المفتي ج ۹ ص ۳۳ ) .

فتاوي دارالعلوم ديوبند د نن عصر د روانو منکراتو ،بدعاتو ته په کتو سره ليکي : غوره او راجحه د پښو نه ښکلول دي په ځنو صورتونو کې د سجدی سره مشابه کيږي او د ځمکې ښکلول دعلماوو او مشائخو په مخکې ګناه کبيره ده بلکه بعضي فقهاؤ پدې حکم د کفر کړي دی په هغه صورت کې چې د تعظيم لپاره وي ځکه دا عمل د بتانو د عبادت سره مشابهت لري .

قال فی الدرالمختار : وکذا ما يفعلونه من تقبيل الارض بين يدی علماء والعظماء فحرام والفاعل والراضی به آثمان لانه يشبه عبادة الوثن وهل يکفران علی وجه العبادة والتعظيم – کفر وان علی وجه التحية لا وصار آثماً مرتکبا للکبيرة .

ژباړه : او کوم چې دوی يې کوي دځمکې ښکلول د علماوو او بزرګانو په مخکې دا حرام دي او ددې فعل کونکی اوڅوک چې دا خوښوي او پرې رضا وي دواړه ګنهګار دي ځکه چې دا فعل مشابه دی د بت پرستی سره نو که چیرې په وجه د عبادت او تعظيم هغوی ځمکه ښکلوي علماوو او بزرګانو ته سر ښکته کوي او ځمکه ښکلوي نو کافر کيږي او که په طريقه د سلام او تحيه وي نو کافر کيږي نه ولی مرتکب د ګناه کبيره ګرځي والله تعالی اعلم .

فتاوی دارالعلوم ديوبند (۳۶ صفحه دوهم جلد) .

علامه صالح الفوزان وايي :

الانحناء هذا لا يجوز إلا لله سبحانه وتعالى،ولكن تقبيل يد الأم -اليد لا الرِّجل- يقبل يد والدته أو يد والده،أو يد العالم ،أو يد ولي الأمر،هذا لا بأس به،لكن من غير انحناء،فإذا انخفض يسيرا لأجل التقبيل فلا بأس بذلك،وأما أنه ينحني وينزل وهو واقف ليقبل رجل الأم فهذا لا ينبغي،وهذا فيه تكلف أيضا،نعم إذا كان لا يحتاج إلى انخفاض،وإنما هو جالس عند قدها ،وقبله من باب الإكرام لها فغلا بأس بذلك))اهـ.

ژباړه: انحناء او ټيټېدل د الله تعالی پرته بل چاته حرام دي ، د مور او پلار ، عالم او ولی أمر د لاسونو ښکلول د انحناء پرته جايز دي ، که د ښکلولو لپاره لږ انحناء وي باک نلري ، مګر دا چې د مور د پښو مچې کولو لپاره ټيټيږي داسې کول جايز نه دي ، مګر که په ناستي سره د انحناء پرته د مور پښې د اکرام او عزت په وجه ښکل شي باک نلري .

والله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email