دا چې ټول وخت صوت شيطان اورې نو د الله تعالی عبادت به کله کوې؟ حال دا چې د انسان د پيداښت هدف همدا دی ، لقوله سبحانه وتعالی : «و ما خلقت الجن والانس ﺇلاَّليعبدون»(الذاريات ۵۶).

ژباړه : پيريان او انسانان مونه دي پيدا کړي مګر د عبادت لپاره .

او رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي: «حق الله علی العباد أن يعبدوه و لا يشر کوا به شيئا» (متفق عليه).

ژباړه: د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې د هغه عبادت وکړي او له هغه سره څوک شريک نه کړي .

♣♣♣♣♣

افسوس چې نن ډير مسلمانان ټول وخت د صوت شيطان (موسيقۍ ) په اورېدو اخته دي ، په کور کې موسيقي ، په ناولی او مختلط کار ځای کې موسیقي ، په موټر کې موسيقۍ او په مديا کې موسيقي ……

ځېنې جاهلان يې د روح غذا بولي حال دا چې موسيقي شيطاني نشه ده چې زړه نشه کوي ، زړه په نفساني خواهشاتو مصرفوي او د الله تعالی له ذکر او عبادت څخه غافله کوي .

د شرابو په اضرارو هر څوک ښه پوهيږئ ، شراب عقل نشه کوي خو ګورئ ! موسيقي زړه نشه کوي ، د انسان زړه او روح په داسې فتنه اخته کوي چې بيا د خپل خالق الله پر ځای ليلا او جانان يادوي ، بيا د خپل مينه ناک او خپل څښتن سره د عشق پر ځای د جانان او ليلا په مجازې او بې ګټې عشق کې غرق وي .

او ځېنې داسې کسان هم شته چې موسيقي حلاله بولي ، دغه کسان له د مسح او خسف څخه ووېريږي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د داسې کسانو په اړه مونږ پخوا خبر راکړئ او فرمايي :

: ليكونن من أمتي أقوام يستحلون الحرو الحرير والخمر والمعازف، (البخاری 5590 )

ژباړه : يقيناً زما په امت کې به داسې کسان پيدا شي چې دوی به د زنا فاحش عمل ،ابريشم ،شراب،ساز او موسيقي حلال بولي .

موسيقي ، ساز او سرود ته په قرآنکريم کې لهو الحديث او صوت شيطان ويل شوی .

لقوله سبحانه وتعالی : «وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ» (اسراء ۶۳ ).

د موسيقۍ د حرمت او سختو خطرناکو پايلو په باره لاندې څو احاديث ذکر شوی دي :

۱-له انس بن مالک رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«صوتان ملعونان في الدنيا والآخرة، مزمار عند نعمة، ورنة عند مصيبة » (رواه براز في مسنده) .

ژباړه: په دنيا او آخرت کې دوه ملعون (واجب لعنت ) آوازونه دي ، چې : يو د سندرو او موسيقۍ آواز او بل د مصبت په وخت کې آواز دی .

لعنت ( د الله تعالی د رحمت څخه لرې والی ) د ګناه د سخت وعيد لپاره راغلی وي چې په پورته حديث شريف د دوو صوتونو (غږونو) لپاره لعنت ذکر شوی دی چې يو د سندرو او موسيقۍ اواز او بل د مصبت په وخت کې د جغو وهل دي .

۲- عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

» إني لم أنه عن البكاء .ولكني نهيت عن صوتين أحمقين فاجرين، صوت عند نعمة لهو ولعب ومزامير الشيطان، وصوت عند مصيبة لطم وجوه وشق جيوب ورنة شيطان.«(رواه حاکم ، و البيهقي و ابن ابی الدنيا في ذم الملاهي ) .

ژباړه: زه د ژړا نه وايم ( د مصيبت پر مهال عږ او چيغو پرته ژړا منع نه ده ) ، مګر ما د دوو احمقو او فاجرو آوازونو څخه منع کړې ده، د لهو لعبو او شيطاني موسيقۍ آواز او د مصبت پر مهال آواز چې خپل مخ وهي ، ګرېبان څېروي ، شيطانې آواز .

۳- له عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : إن الله حرم الخمر والميسر والكوبة وكل مسكر حرام«(رواه ابوداود في سننه ، و ابن حبان في صحيحه ، احمد في مسنده ) .

ژباړه : يقيناً الله تعالی حرام کړي دي شراب ، قمار ، طبله او هر نشه کوونکی شی .

طبله د موسيقۍ آله ده چې د مثال په توګه ذکر شوی ده د موسيقۍ نور ټول آلات په همدې حکم کې راځي .

په پورته حديث شريف کې شراب ، قمار او د موسيقۍ آلات يو ځای ذکر شول چې د ګناه په لحاظ په يو رديف کې راغلل .

۴- له عمران بن حصين رضی الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

»يكون في أمتي قذف ومسخ وخسف «، قيل يا رسول الله: ومتى ذلك؟ قال»: إذا ظهرت المعازف وكثرت القيان وشربت الخمور «( رواه الترمذي في الجامع و ابن ابی الدنيا في ذم الملاهي ) .

ژباړه: زما په امت کې به ، مسخ (شکل بدلېدل) ، خسف (په ځمکې کې غرقېدل ) را مينځته شي . چا پوښتنه وکړه يا رسول الله صلی الله عليه وسلم کله به دا را مينځته کيږي ؟ ويې فرمايل : کله چې موسيقي ظاهره او ښکاره شي ، سينګار ډير شي او شرابو څښل کيږي .

د علم حديث د علماؤ په نزد «يکون» دوې معناوې لري ، دا چې دغه ګناهونه حلال وګڼې ، او يا دا چې دغه ګناهونه داسې ښکاره او ظاهر شي چې نه څوک پرې شرميږي او نه يې څوک منع کوي .

په اوس عصر کې همداسې ده ، اللهم سلم سلم .

الاکاديمة الاسلامية المفتوحة – دوکتور رامز بن محمد  .

اي د موسيقۍ پټنګانو !

د الله او د ليلا ياد په يو زړه کې نشي جمع کيدای .

د قرآن او موسيقۍ مينه په يوه زړه کې نشي جمع کيدای.

عبادت او مجازي عشق په يو زړه کې نشي جمع کپدای.

پيدا کړي الله تعالی يو ژوندې کړي الله تعالی يو او بيرته مو ورتګ د هغه په لورې دی ، دا چې په کور کې موسيقي ، په لاره او موټر کې موسيقي ، په راديو او تلويزيون کې موسيقي او موبايل کې موسيقي وي ، او ټوله ورځ د الله پر ځای جانان او ليلا ، عشق او عشقبازي يادوئ نو آيا په آخره خاتمه کې به څه يادوئ ؟ د جانکندن پر مهال به څه يادوئ ؟

دا چې د شيطان خوندره شيطاني غزا ( موسيقي ) د روح سکون او آرام بولئ ، نو بيا ولي خپل مړي په ساز اوموسيقي نه خښوئ تر څو ستاسو روح آرام کړي او غم مو کم کړي هلته ولې په ملا او قاري پسې منډې وهي چې قرآن ولولي تر څو روح مو آرام شي ؟

مه کوئ د دنيا محدود ژوند په لهو لعبو مه تيروئ .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email