د دوو يا څو کسانو تر مينځه سبقت او مخې والي او هدف ته رسيدلو ته مسابقه وايي .

د مسابقې حکم :

مسابقه په څلور قسمه ده .

اول : په نيکو او ښو کارونو کې مسابقه کول چې نيت یې د الله تعالی رضا وي دا عالي او د لوړې درجې مسابقه ده ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : [سَابِقُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أُعِدَّتْ لِلَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ] ( الحديد ۲۱ ) .

ژباړه : د خپل رب بښنې او جنت ته يو له بله نه وړاندې شئ چې ارتوالی يې د آسمان او ځمکې د ارتوالی په اندازه دی يوازې هغو کسانو ته تيار شوی دی چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی وي ، هو : دا د الله مهرباني ده چا ته يې چې خوښه شي ورکوي يې او الله پاک د ډېرې لويې مهربانۍ څښتن دی .
دوهم : د جهادي تمريناتو مسابقه :

د جهادي تمريناتو د پاره مسابقه کول جايز دي لکه : په اوس عصر نښه ويشتل او نور او په پخوا وخت د آس ، اوښ او قچرو مسابقه کول د في سبيل الله جهاد د استعداد د لوړالي په نيت .
عَنْ أَبي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: لاَ سَبَقَ إِلاَّ فِي نَصْلٍ أَوْ خُفٍّ أَوْ حَافِرٍ( أخرجه أبو داود والترمذي) .

ژباړه : ابی هريرة رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : مسابقه کول نشته مګر په نښه ويشتلو اوښ او آس ( د جهاد دپاره ) .
وَعَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ: سَابَقَ رَسُولُ الله صلى الله عليه وسلم بَيْنَ الخَيْلِ الَّتِي قَدْ أُضْمِرَتْ، فَأَرْسَلَهَا مِنَ الحَفْيَاءِ، وَكَانَ أمَدُهَا ثَنِيَّةَ الوَدَاعِ وَسَابَقَ بَيْنَ الخَيْلِ الَّتِي لَمْ تُضَمَّرْ، فَأرْسَلَهَا مِنْ ثَنِيَّةِ الوَدَاعِ، وَكَانَ أمَدُهَا مَسْجِدَ بَنِي زُرَيْقٍ، وَكَانَ ابْنُ عُمَرَ مِمَّنْ سَابَقَ فِيهَا ( متفق عليه) .

ژباړه : او د ابن عمر رضی الله عنهما څخه روايت چې هغه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د تربيه او روزل شويو اسونو تر مينځ مسابقه په لاره واچوله چې مسافه يې د حفياء څخه تر تنية پورې وه ، او غير روزل شويو اسونو د پاره يې مسافه د تنية الوداع څخه تر مسجد بنی زريق پورې وټاکله ، ابن عمر وايي: چې زه هم د دغه مسابقې له ګډون کوونکو څخه وم .

دريم مباح مسابقه :

لکه سپورت ، لامبو وهل او نور چې نيت يې د بدن روغتيا وي په لاندې شرطونو جايز دي .

۱- بايد چې انسان له ديني واجباتو مشغول نه کړي لکه : لمونځ ، علم شرعي ، نفقه ، د والدين خدمت او نور .

۲- شرط وهل او قمار به پکې نه وي .

۳- د اسلامي شريعت مخالفت به کې نه وي لکه : بې ستري ، خصومت ، د وخت ضايع کول او نور .

څلورم قسم حرام مسابقات :

لکه ورق بازي ، شطرنج ، بزکشي ، د سپيو جنګول او نور .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email