د صلح د صحت شرطونه

صلح څنګه کول پکار دي :

صلح کونکی بايد د حق طرفداري وکړي ، د خپلوۍ ، تربګينت ، سمت پرستۍ پر بنا د ظالم طرف طرفداري ونه کړي ، صلح کونکی بايد د مظلوم او په حق طرف ونيسي او مقابل لوری په اخلاق او نصيحت د حق لورې ته دعوت کړي .

الله جل جلا له  فرمايي : وَلاَ تَلْبِسُواْ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُواْ الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ  (البقره ۴۲).

او حق له باطل سره مه ګډوئ سره له دې چې تاسې ښه پوهيږئ نو حق مه پټوئ .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من مشی ظالم ليقويه و هو يعلم انه ظالم فقد خرخ من الاسلام ( مشکوة المصابيح) .

يعنې :څوک چې د ظالم سره ددې د پاره تګ وکړئ چې هغه تقويه کړي ، په داسې حال کې چې دی د هغه په ظلم خبر وي نو يقيناً چې دغه کس له اسلام څخه ووت .

او بل دا چې صلح په دې شرط جايز ده چې حلال حرام او حرام حلال نه کړي

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ( الصلح جائز بين المسلمين ، إلا صلحاً حرّم حلالاً أو أحل حراماً ) يعنې : صلح کول په دې شرط جايز دي چې حرام حلال او حلال حرام نه کړ شي .

مګر زمونږ په ټولنه کې چې اکثراً کومې صلح او فيصلې کيږي د کتاب الله او سنتو خلاف وي جرم يو کس کړي او په بدو کې ښځي ورکوي دا طاغوتي صلحې او فيصلي دي چې شرعاً مردودې دي (ستر ظلم او قبيح عمل دی ).

د صلح د صحت شرطونه :

۱- د دعوی دواړه طرفونه به عاقل ، بالغ او آزاد وي .

۲- صلح به داسې وي چې حلال حرام او حرام حلال نه کړي .

۳- صلح کوونکی به متقي ، عالم او په مسائلو پوه کس وي هدف يې به یې عدل وي ، داسې کس چې هدف يې عدل نه بلکي خپلوي ، طرف او بل هدف پالل وي يا د مسائلو نه باخبره نه وي په هغه باندې صلح کول جايز نه دي ځکه هغه د شخړې د حل پر ځای شخړي ته پراختيا ورکوي .

۴- صلح که په مال کې وي نو هغه مال مباح او داسې مال وي چې قبضه کول يې ممکن وي .

۵- صلح به په حقوق عباد کې وي نه په حقوق الله کې .

(موسوعة الفقة الاسلامي – باب الصلح ) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً