که څوک د چا مال ته نقصان ورسوي نو هغه به د نقصان تاوان ورکوي مګر دا جايزه نه ده چې چا ته تاوان رسيدلی وي هغه بامثل تاوان ورسوي مثلاً يو کس د چا مال ، باغ ، زراعت او يا حيوان ته نقصان رسوي او بل کس پورته شي بامثل د هغه باغ ، زراعت او حيوان ته نقصان ورسوي داسې کول ظلم دی هغه ته د رسيدلي نقصان تاوان اخيستل جايز دی او بس .

د نقصان سبب جوړېدل :

د نقصان سبب جوړيدل هغه وخت مينځ ته راځي چې کله قصد موجود وي .

مثلاً چا د بل د زراعت څخه اوبه بندې کړي او هغه ته يې د اوبو ورکولو څخه منع وکړه او د هغه کس فصل وچ شو نو ددې تاوان به ورکوي ، يا کوم کس حيوان تر پړې نيولی دی او بل کس هغه ووېرولو حيوان پړی وشکولو او چيرې ولوېدو پښه يې ماته شوه ددې تاوان به ورکوي مګر که حيوان چا ونه تريولو خو هغه خپله و تريتو په چا يې تاوان نشته .

چا په عامه لار کې چاه وکيندله او د هغه سر يې پټ نه کړلو او څوک پکې ولوېدل د هغه تاوان به ورکوي .

که چا قصداً د چا فصل ته څاروي کډ کړل او فصل يې خراب کړ د هغه تاوان به ورکوي مګر که په غير قصدي توګه د چا څاروي د کوم کس فصل خراب کړي د هغه تاوان نشته .

ځکه په حديث شريف کې راغلي دي چې :العجماء جرحها جبار (الترمذي ) .

يعنې : د څارويو د نقصان تاوان نشته .

وقال النووي في شرح مسلم: أجمع العلماء على أن جناية البهائم بالنهار لا ضمان فيها إذا لم يكن معها أحد، فإن كان معها راكب أو سائق أو قائد فجمهور العلماء على ضمان ما أتلفته

يعنې : امام نووي د مسلم په شرحه کې وايي :د علماؤ په دې باندې اتفاق دی چې که د ورځې څاروی څه نقصان پيښ کړي او څوک ور سره نه وي د نقصان ضمانت او تاوان نشته مګر که سپور کس يا د څارويو ساتونکی يا شپون ورسره وي بيا د جمهورو علماؤ په نزد به د نقضان تاوان ورکوي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email