الإتلاف (بل ته نقصان رسول)

لکه څنګه چې په اسلامي شريعت کې د چا مال په زور ، ناحقه او بې اجازې اخيستل حرام دي همداسې د چا مال ته نقصان او ضرر رسول هم حرام دي .

اتلاف په لغت کې تلف ، نقصان او ضايع کيدو ته وايي او په شريعت کې د چا مال ته نقصان رسول چې هغه له استفادې او کار اخيستلو ولويږي اتلاف وايي .

په ايلاف کې قصداً او بې قصده ، ليونتوب او ماشومتوب شرط نه دی بلکي په هره طريقه چې د چا مال ته نقصان ورسيږي د هغه تاوان ورباندې واجب دی .

په قصدي توګه د چا مال ته نقصان رسولو کې دا خبره ده چې هغه په دې عمل سره ګناه کار شو د مال تاوان به ورکوي او توبه به باسې مګر په غلطی سره د چا مال ته تاوان رسولو سره ګناه نشته لکن د هغه تاوان به ادا کوي .

د ضرر او نقصان په مقابل کې د توانان اخيستل جايز دي مګر بخشش غوره دی :

[فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ] (البقرة:۱۹۴).

ژباړه :نو که چا پر تاسئ تيری کړی وي تاسې پرې هم په همغه شان تيری وکړئ .
او فرمايي : [وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ وَلَئِنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِلصَّابِرِينَ] (النحل:۱۲۶).

ژباړه : نو که تاسې غچ اخيستلو نو همغومره يې واخلئ چې څومره پر تاسې تيری شوی ؤ او که صبر مو وکړ نو پوه شئ چې دا کار د صبر کوونکو لپاره ډير غوره دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي