د جهاد حکمت څه دی ؟

په اسلام کې د جهاد فلسفه ، حکمت او هدف څه دی ؟ که ځواب راکړئ خوشحاله به شم .

محمد داود

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

 الله جل جلا له  جهاد پر مسلمانانو باندې د لاندې حکمونو او مصالحو د پاره فرض کړی دی .

1- د يو الله جل جلا له  عبادت ته بلنه او د غيرالله د عبادت نه د خلکو منع کول :

قال الله تعالى : (وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ فَإِنْ انتَهَوْا فَلا عُدْوَانَ إِلا عَلَى الظَّالِمِينَ) البقرة /193 .

او له دوی سره تر هغې جګړه وکړئ چې فتنه (شرک ، کفر او فساد) پاتې نه شي او د الله د دين (حکم ) يوازې د الله شي ، خو که دوی (له تېري ) لاس په سر شي نو تېری له تېري کوونکو پرته پر بل چا نه دی روا .

وقال : ( وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ فَإِنْ انتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ) الأنفال /39 .

او د دوی سره تر هغې وجنګيږئ تر څو فتنه پاتې نه شي او دين ټول يوازې د الله جل جلا له  شي . که دوی (دخپلو بدو کارونو څخه ) ډډه وکړي ، نو دوی چې څه کوي الله يې ليدونکی دی .

وقال رسول صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ ، وَيُقِيمُوا الصَّلاةَ ، وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ ، فَإِذَا فَعَلُوا ذَلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ إِلا بِحَقِّ الإِسْلامِ ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللَّهِ ) رواه البخاري (24) ومسلم (33) .

د الله جل جلا له د طرف نه ما ته امر شوی دی چې تر هغه پورې د خلکو سره جهاد وکړم څو خلک د الله جل جلا له  په وحدانيت او د محمد صلی الله عليه وسلم په رسالت شاهدې ور نه کړي ، او لمونځ ادا نه کړي ، زکات ور نه کړي ، مګر کله چې هغوی دا کارونه وکړل ، د دوی سر او مال به محفوظ وي مګر په حق (هغه څه کې چې اسلام تعين کړي دي ) ، او حساب د دوی (په آخرت ) کې د الله جل جلا له  سره دی .

وقال صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( بُعِثْتُ بَيْنَ يَدَيْ السَّاعَةِ بِالسَّيْفِ حَتَّى يُعْبَدَ اللَّهُ وَحْدَهُ ، لا شَرِيكَ لَهُ ) . رواه أحمد (4869) او “صحيح الجامع” (2831) .

او د صحابه کرامو او د هغوی وروسته د اهل ايمان د جهاد او فتوحاتو هدف همدا ؤ لکه څنګه چې بخاري شريف له جبير بن حيه نه داسې روايت نقل کړی دی :

وعن عمر رضی الله عنه  أَنَّهُ بَعَثَ النَّاسَ فِي أَفْنَاءِ الأَمْصَارِ يُقَاتِلُونَ الْمُشْرِكِينَ (البخاري ۲۹۲۵ ) .

له عمر رضی الله عنه  نه روايت دی چې هغه خلک د مشرکينو سره د جهاد د پاره لويو ښارونو ته وليږل .

قال ابن جرير رحمه الله  :

“فقاتلوهم حتى لا يكون شرك ، ولا يعبد إلا الله وحده لا شريك له ، فيرتفع البلاء عن عباد الله من الأرض، وهو الفتنة ويكون الدين كله لله ، وحتى تكون الطاعة والعبادة كلها خالصة دون غيره ” .

( پس د هغوی پر وړاندې تر هغه پورې و جنګيږي تر څو شرک له مينځه لاړ شي ، او د بل چا بنده ګي نه وي مګر يوازې د يو الله جل جلا له  چې هيڅ شريک نه لري ، بيا به ددې په وجه له بنده ګانو څخه د ځمکې بلاوې پورته شي کوم چې فتنې دي او بيا دين ټول الله جل جلا له  لره شي ، او تر هغه څو د بل چا اطاعت نه وي بلکي عبادت خالص شي بغير له بل شی څخه ).

وقال ابن كثير رحمه الله :

“أمر تعالى بقتال الكفار حتى لا تكون فتنة أي شرك ويكون الدين لله أي يكون دين الله هو الظاهر على سائر الأديان” .

( الله جل جلا له  امر کړی د کفارو سره په جهاد تر هغه پورې څو فتنه او شرک ورک شي او دين ټول الله جل جلا له  لره شي د الله جل جلا له  دين پر ټولو نورو اديانو ظاهر او ښکاره شي)

ربعي بن عامر وايي د فارس د لښکرو مشر رستم له مونږ څخه و پوښتل د څه دې پاره راغلی ياست ؟ و مو ويل : مونږ الله جل جلا له  ددې د پاره مبعوث کړی يو تر څو خلک د بنده له بنده ګې نه د الله جل جلا له  په بنده ګی داخل کړو .

2- د کفارو د تجاور او يرغل دفع کول :

په دې باندې د امت اتفاق دی چې که کافرانو پر مسلمانانو تېری وکړ پر مسلمانانو باندې جهاد فرض عين دی :

قال الله تعالى : (وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ) البقرة /190 .

او د الله جل جلا له  په لار کې د هغو کسانو سره جګړه وکړئ چې له تاسې سره جګړه کوي خو له حد څخه مه تېرېږئ ، بې شکه چې الله جل جلا له  هغه کسان نه خوښوي چې له حده اوړي .

وقال الله تعالى : ( أَلا تُقَاتِلُونَ قَوْمًا نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ وَهَمُّوا بِإِخْرَاجِ الرَّسُولِ وَهُمْ بَدَءُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ أَتَخْشَوْنَهُمْ فَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَوْهُ إِنْ كُنتُمْ مُؤْمِنِينَ) التوبة/13 .

آيا جګړه نه کوئ ؟ د هغو خلکو سره چې خپل قسمونه يې مات کړل او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ايستلو يې پرېکړه وکړه ، او دوی وو چې لومړی ځل يې ستاسې سره (په جګړه ) لاس پورې کړ. آيا تاسې له دوی څخه وېرېږئ ؟ که مؤمنان ياست نو الله ددې ښه وړ دی چې ترې ووېرېږئ .

3- د خلکو څخه د فتنې او فساد لرې کول :

او فتنې په څو قسمه دي :

اول : د کفر فتنه ده داسې چې کفار مسلمانانو د فشار او بندې کولو ، يا نورو شيطاني لارو په وسيله له دين څخه اړوي . نو الله جل جلا له پر مؤمنانو باندې جهاد فرض کړی لپاره د نجات د ضعيفانو .

 قال الله تعالى : ( وَمَا لَكُمْ لا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنْ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا ) النساء /75 .

او ولی تاسې د الله جل جلا له په لاره کې جګړه ونه کړئ او د هغو کمزورو نارينه وو ، ښځينه وو او ماشومانو د (خلاصون په اړه ) چې وايي : ای زمونږ ربه ! مونږ له دغه ځای څخه چې خلک يې ظالمان دي وباسه او زمونږ لپاره له خپل دربار څخه کوم ساتندوی او مرستندوی و ټاکه .

دوهم : د کفر موجوديت :

قال الله تعالى : ( وَلَوْلا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ ) الحج/40 .

که الله جل جلا له  خلک يو د بل په وسيله دفع نه کړي نو ټول هغه ځايونه به ونړېږي چې د الله جل جلا له نوم پکې ډير ياديږي الله به هرومرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې ( د الله د دين ) مرسته کوي ، الله ډير ځواکمن او برلاسی دی .

کفر سراسر فسق او فجور خپروي نو د دوی موجوديت د خلکو د فساد سبب ګرځي ځکه دوی د اسلامې شريعت خلاف اعمال تر سره کوي ، سود ، زنا ، شراب ، فاحش او فاضله اخلاق رواجوي او منکراتو ته وده او پراختيا ورکوي ، نو د جهاد مشروعيت ددې لپاره دی چې د ځمکې له مخ څخه فساد او منکرات ورک او خلک د الله جل جلا له  دين ته تسليم شي .

4- د کفارو له شر څخه د اسلامې دولت ساتل :

لکه څنګه چې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د کفار د مشرانو هر يو كعب بن الأشرف او ابن أبي الحقيق یهوديانو د قتل حکم وکړ ځکه چې دوی د مسلمانانو سخت دوښمنان ؤ .

او همدانګه د کفر له شر څخه د اسلامې مناطقو د سرحداتو ساتنه چې په ترغيب کې يې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي

فقال : ( رِبَاطُ يَوْمٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ خَيْرٌ مِنْ الدُّنْيَا وَمَا عَلَيْهَا ) البخاري (2678) . د الله جل جلا له  په لاره يو ورځ بيره کول له دنيا او هغه څه چې په دنيا کې دي غوره ده .

5- د کفارو ويرول تر څو دوی د اسلام پر وړاندې ذليل شي د کفر څخه لاس واخلي او حق ته تسليم شي

قال تعالى : ( قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمْ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ (14) وَيُذْهِبْ غَيْظَ قُلُوبِهِمْ وَيَتُوبُ اللَّهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ) التوبة /14-15 .

تاسې له هغوی سره جګړه وکړئ الله به هغوی ستاسې په لاسونو و ځوروي او دوی به رسوا کړي او تاسې به پر دوی بريالي کړي او د مؤمنانو ټټر به پرې يخ کړي ، او د دوی د زړونو غوسه به ليری کړي او الله جل جلا له  د هر هغه چا توبه چې وغواړي منې يې او الله جل جلا له پوهيدونکی ، د حکمت لرونکی دی .

 وقال : ( وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ ) الأنفال /60 .

او د دوښمنانو په مقابل کې چې څه مو وس کيږي ، له قوت او روزل شويو آسونو څخه چمتو کړئ څو په دغه (ځواک او چمتو والی ) د الله جل جلا له دښمنان او خپل دوښمنان ووېروئ .

6- د منافقانو کشف :

قال الله تعالى : ( فَإِذَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ مُحْكَمَةٌ وَذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ رَأَيْتَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ مِنْ الْمَوْتِ ) محمد/20 .

کله چې يو محکم سورت نازل شي او پکې د جګړې يادونه وشي ، هغه کسان به ووينې چې د دوی په زړونو کې د نفاق رنځ دی چې تاته د هغو کسانو په څير ګوري چې د مرګ څپې پرې خورې شوی وي .

په عادي حالاتو منافقان د مسلمانانو سره کډ وي او دوی د خپلو مادي ګټو له مخې خپل کفر نه ښکاره کوي نو کله چې د جهاد موقع راشي دوی په هغه کې برخه نه اخلي ځکه چې جهاد د سر او مال قرباني غواړي او هغوی هيڅکله هم داسې قربانۍ ته چمتو نه وي .

لکه چې الله جل جلا له  د احد په غزا کې مسلمانانو ته منافقين ښکاره کړل .

قال الله تعالى : ( مَا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ حَتَّى يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنْ الطَّيِّبِ ) آل عمران/179 .

الله مؤمنان په هغه حال کې چې اوس تاسې پکې ياست نه پرېږدي تر څو چې پاک له نا پاک څخه جلا کړي .

يعنې تر څو مسلمانان له منافقانو څخه جلا کړي ، اهل ايمان له اهل نفاق څخه جلا کړي لکه په احد کې چې الله منافقانو له مسلمانانو جلا کړل او مسلمانانو ته يې منافقان ښکاره کړل .

۷- په ځمکه کې د عدل قيام او د ظلم له مينځه وړل :

په هر عصر او زمانه کې د ظلم او فساد ټغر د جهاد په وسيله ټول شوی دی ، مثلاً د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بعثت په زمانه کې شرک او بت پرستي چې الله تعالی په حق کې ستر ظلم دی ، د نجونو ژوندې خښول چې د مخلوق په حق کې ستر ظلم دی د عملي جهاد او اسلامي نظام قايمولو په وسيله له مينځه ولاړل ، په نړۍ چې هر وخت او هر ځای کې طاغوتيان پيدا شوي او عملاً د اسلام نابودۍ او عالم فساد ته لاس اچولی دی د جهاد په وسيله نسکور شوي دي .

ځکه په هيڅ عصر او زمان کې د کفر او طاغوت نظام چا په زاريو او نرمه نه دی نسکور کړی بلکي د جهاد په وسيله نسکور شوی دی ، نو د عدل قيام د اسلامي نظام قيام دی او د طاغوت او فساد پر وړاندې د اسلامي نظام قيام د جهاد په وسيله مينځته راتلای شي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : : لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ( الحديد ۲۵)

ژباړه : يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو سره وليږل او له هغوی سره مو کتاب او تله نارل کړی ؤ تر څو پرخلکو کې عدل قايم شي .

 وصلى الله وسلم على نبينا محمد .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً