وقف

وقف په لغت کې حبس او بندلو ته وايي په شرع کې د پانګې بندول چې خپله محفوظ وي او ګټه يې عام خلکو ته د ثواب لپاره رسيږي . يا د عامو خلکو د ګټې او ښېګڼې د پاره يو شي خاص کولو ته وقف وايي .

وقف مستحب دی شرعي وقف تر صدقې کولو هم زيات اجر او ثواب لري ځکه د صدقې اجر ثابت وي مګر د وقف اجر جاري وي چې تر هر وخت پورې موجود وي تر هغه وخت پورې وقف کوونکي ته اجر رسیږي او که وقف کوونکی وفات شي د هغه د پاره صدقه جاريه ګرځي چې د مرګ وروسته به هم هغه ته ثواب رسيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ ( المسلم ۱۶۳۱ ) .

ژباړه : کله چې انسان مړ شي عمل يې قطع کيږي بغير له دريو څيزونو : جاريه صدقه ، يا داسې علم چې له هغه څخه د خير استفاده کيږي او يا صالح اولاد چه د مور او پلار د پاره دعا کوي.

د وقف د صحت شرطونه :

۱- وقف کوونکی به عاقل او بالغ او په معامله به پوه وي .

۲- وقف به داسې مال وي چې معلوم وي د استفادې کولو وړ او په هغه قبضه کول ممکن وي .

۳- وقف به د خير د پاره وي لکه : اوبه ، لاره جوړول ، جومات ، فقراء او خپلوان .

۴- وقف به د هميش لپاره وي نه مؤقت .

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً