د ښځې د احکامو په باره کې (40) احاديث (لومړی برخه )

تأليف:
محمد بن شاكر الشريف
ترجمه پښتو
حمدالله شاکري
1424/1382هـ.

 بسم الله الرحمن الرحيم

(۱ باب ) دښځې د پاره پخپل کور کې پاتې کيدل غوره دي تر بيرون وتلو څخه حتې که جومات ته هم وي .
1 ـ عبدالله بن عمر –رضي الله عنهما- له رسول الله صلى الله عليه وسلمڅخه روايت کوي  چه  فرمايي: «لا تمنعوا نساءكم المساجد، وبيوتهن خير لهن» (أبو داود وابن خزيمة).
تاسې خپلې ښځې له جومات څخه مه منع کوﺉ ، مګر د دوی کورونه (د لمانځه د ادا کولو د پاره ) غوره دي (زيات ثواب لري نست جومات ته ) .
تشريح : په دور نبوت کې ښځې جومات ته تللی وروسته د خلفاء راشدينو په دور کې د فتنې له وجي منع شوي (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۱۶۸ ) .
(۲ باب ) ښځې ته د ضرورت په وخت کې بيرون ته وتل جايز دي .
2 ـ عائشه –رضي الله عنها- له رسول الله صلى الله عليه وسلم- څخه روايت کوي  چه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «قد أُذن أن تخرجن في حاجتكن» (متفق عليه).
د ضرورت د پاره تاسې ته د کور نه د باندې وتلو اجازت شته .
(۳ باب ) د ښځې وتل د کور نه د باندې د فتنې سبب ګرځي .
3 ـ عبدالله بن مسعود رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه و سلم نه روايت کوي چه فرمايي: «إنَّ المرأة عورة فإذا خرجت استشرفها الشيطان، وأقرب ما تكون من وجه ربها وهي في مقر بيتها» (صحيح. الترمذي وابن خزيمة، وابن حبان).
ښځه عورت ده ، او کله چې د کور څخه بيرون وځي شيطان هغې ته زينت او ښايست ورکوي ، او الله تعالی ته د نږدي کيدو تر ټولو غوره ځای کور کې پاتې کيدل دي .
استشرفها الشيطان: هغه د خلکو په نظر کې ښايسته ور ولي تر څو هغې ته نظر وکړي تر څو هغوی فاسد کړي .
 (۴ باب ) ښځه به د خاوند د اجازې نه بغير له کور څخه بيرون نه وځي که اجازه ورنه کړي نو هغې ته وتل صحي نه دي .
4 ـ عبدالله بن عمر رضي الله عنهما کوي چه: «كانت امرأة لعمر تشهد صلاة الصبح والعشاء في الجماعة في المسجد، فقيل لها: لِمَ تخرجين وقد تعلمين أنَّ عمر يكره ذلك ويغار؟ قالت: وما يمنعه أن ينهاني؟ قال: يمنعه قول رسول الله ص: لا تمنعوا إماء الله مساجد الله» (البخاري).
د حضرت عمر رضی الله عنه يوې بی بی د سهار او ماسختن لمونځ په جومات کې په جماعت سره ادا کولو ، چا هغې ته وويل : ولی له کور څخه د باندې وځي (او لمونځ په جماعت ادا کوې ) ، حال چې ته پوهيږي چې دا کار د حضرت عمر رضی الله عنه خوښ نه وو ! په ځواب کې هغه وويل :څه شی ددې سبب دی چې ما له دې کار څخه منع کوي ؟ په ځواب کې هغې ته وويل شول : د رسول الله صلی الله عليه وسلم قول چه فرمايي :لا تمنعوا إماء الله مساجد الله .
 (۵ باب ) د بيرون وتلو په وخت دښځې د پاره د خوشبويې استعمال منع دی
5 ـ أبو موسى أشعري رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي : «إذا استعطرت المرأة فمرت على القوم ليجدوا ريحها فهي كذا وكذا، قال قولاً شديداً، وفي لفظ: فهي زانية» (حسن صحيح أخرجه أبو داود والترمذي والنسائي ).
کله چه ښځه خوشبويي ووهي او د سړيو له ډلې تيريږي تر څو هغې دغه ښه بوی خلک حس کړي، پس هغه داسې او هغسی ده ، ډيره سخته او شديده وينا او په بل لفظ پس هغه زناکاره ده .
 (۶ باب ) بيګانه خلکو ته د سينګار او ښايست ښکاره کول حرام دي
6 ـ فضاله بن عبيد رضي الله عنه څخه روايت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «ثلاثة لا تسأل عنهم: رجل فارق الجماعة وعصى إمامه فمات عاصياً، وأمة أو عبد أبق من سيده فمات، وامرأة غاب عنها زوجها وقد كفاها مؤونة الدنيا فتبرجت بعده، فلا تسأل عنهم» (صحيح، أخرجه أحمد والبخاري في الأدب المفرد والحاكم).
د دریو تنو په باب پوښتنه مه کوه (چه غداب يې ډير سخت او دردونکی دی ) يو هغه سړی چې د مسلمانانو اجتماع او ټولنه ترک کړي او دخپل امام او سرپرست څخه نا فرماني وکړي او په همدې حالت کې مړ شي ، او هغه ميځه او غلام چې د خپل بادار نه تښتيدلی وي او په همدې حالت کې مړه شي ، او هغه ښځه چې خاوند يې غايب وي (چيرې په سفر تللی وي ) خو دې ته يې د ژوند ټول سهولتونه برابر کړي وي خو هغه په دې حالت کې تبرج کوي پس په دې باره کې سوال مه کوه چې ددی کسان عذاب درناک او سخت دی .
تبرج : بيګانه خلکو ته د سيګار ښکارول .
(۷ باب ) د نامحرم سره د ښځې سفر حرام دی .
7 ـ عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي : «لا تسافر المرأة إلاَّ مع ذي محرم، ولا يدخل عليها رجل إلاَّ ومعها محرم، فقال رجل: يا رسول الله إنّي أريد أن أخرج في جيش كذا وكذا، وامرأتي تريد الحج، فقال: اخرج معها». [متفق عليه].
هيڅ ښځه دې بدون له محرم څخه سفر نه کوي  او هيڅ بيګانه سړی به د بيګانه ښځې سره خلوت نه کوي ، مګر چې له هغې سره محرم وي ، يو صحابي رضی الله عنه وويل : ای رسول الله صلی الله عليه وسلم ! زه غواړم د فلانې د فوځ سره جنګ ته لاړ شم ، او ښځه مې غواړي حج ته لاړه شي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : له خپلې ښځې سره دې حج ته لاړ شه .
(۸ باب ) په جومات کې بايد د ښځو د پاره جلا دروازه وي .
8 ـ نافع له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چه فرمايي: «لو تركنا هذا الباب للنساء، قال نافع: فلم يدخل منه ابن عمر حتى مات» (حسن أخرجه أبو داود ).
که مو دغه دروازه يوازې د ښځو د پاره پريښی وای ، نافع وايي : ابن عمر وروسته له دې خبرې تر مرګه له هغه دروازې داخل نه شو .
 (۹ باب ) دښځو د پاره د لارې په وسط کې تلل جايز نه دي
9 – جناب  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «استأخرن فإنَّه ليس لكن أن تحققن الطريق، عليكم بحافات الطريق، ……………….» (حسن أخرجه أبو داود).
ای ښځو ! د لارې يو څنګ ته ځئ ، تاسې د پاره د لارې په وسط کې تلل جايز نه دي ، تاسې بايد د لارې او سرک په غاړه لاړې شئ .
(۱۰ باب ) ښځې به د نارينه د اختلاط نه بغير طواف کوي
10 ـ عن ابن جريج قال أخبرني عطاء ـ إذ منع ابن هشام النساء الطواف مع الرجال ـ قال: كيف يمنعهن وقد طاف نساء النبي –صلى الله عليه وسلم- مع الرجال؟ قلت: أبعد الحجاب أو قبل؟ قال: أي لعمري لقد أدركته بعد الحجاب، قلت: كيف يخالطن الرجال؟ قال: لم يكن يخالطن، كانت عائشة –رضي الله عنها- تطوف حجرة من الرجال لا تخالطهم (البخاري) .
 (عبدالملک ) ابن هشام دخپلې مشرۍ په دور کی ښځې د سړيو سره د يو ځای طواف کولو څخه منع کړې ،چا وويل :څنګه هغوی منع کوې حال داچې د رسول الله صلی الله عليه وسلم بيبيانو به د نارينوو سره يو ځای طواف کولو ؟ ومې ويل : دا واقعه د حجاب د فرض کيدو وروسته وه يا مخکې ؟ ويې ويل : ای والله ما دا د حجاب له فرض کيدو وروسته وليده ،ومې ويل : څنګه له نارينوو سره يې اختلاط کولو ؟ ويی ويل : نه له نارينوو سره يې اختلاط نه کولو عايشه رضی الله عنها د سړيو له يو طرف نه طواف کولو او له هغوی (نارينه ) سره يې اختلاط نه کولو .
 آن لاين اسلامې لارښود
Print Friendly, PDF & Email