د اباما نيا له خپل لمسي څخه وغوستل چې اسلام قبول کړي

د امريکا د رئيس جمهور نيا چې څو ورځې مخکې د حج او عمرې ادا کولو لپاره مکې مکرمې ته تللې وه له خپل لمسي وغوښتل چې اسلام قبول کړي .

ساره عمر چې ۸۸ کلونو عمر لري د اباما د امريکايي نيکه دريمه کينايي ښځه ده چې په مکه مکرمه کې يې د عمرې مناسک تر سره کړل .

سارې عمر د سعودي د الوطن ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل : چې د خپل لمسي اباما لپاره مې دعا وکړه تر څو اسلام راوړي .

ساره عمر د امريکا د جمهور رئيس اباما د تره سعيد حسين اباما او خپلو لمسيانو سره د سعودي د پاچا په غوښتنه مکې مکرمې ته تللې وه او هلته يې د عمرې او کوچنې حج مناسک تر سره کړل .

که څه هم هغې هيله وکړه چې اباما دې مسيحيت پرېږدي او اسلام دې قبول کړي خو د اباما د سياست او کردار څخه يې د څه ويلو نه انکار وکړ .

مبنع : مفکرة الاسلام

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً