د مذاهبو په اتفاق د چرسو بيع ، تجارت او د هغه هر ډول معاملات او همدارنګه د هغه کرل او زراعت حرام دی ، د تحريم په اړه يې زيات دلائل ذکر شوی دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : (إن اللَّه حرم بيع الخمر، والميتة، والخنزير، والأصنام ) ، يعنې : الله جل جلا له  حرام کړي ده بيع د شرابو ، مردارې ، خنزير او بتانو ) . حشيش يا چرس نشه کوونکې ماده حکم يې د شرابو دی .

د چرسو حرمت پورته ذکر شو چې د انسان د جسم د پاره مضر او ټولنه کې د فسق او فجورو د خپراوې سبب ګرځي نو په دې بنا د اسلامې شريعت حکم دی چې د ګناه په کار کې به يو له بله مرسته او مدد نه کوئ {وتعاونوا على البر والتقوى، ولا تعاونوا على الإثم والعدوان} .

 او بل دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :: ( إن الله إذا حرم شيئا حرم ثمنه )

يقيناً الله جل جلا له  چې د کوم شی د حرمت حکم کړی وي د هغې بيع او تجارت هم حرام دي .

فقه علی المذاهب الاربعه ليکي :

حكم الاتجار بالمخدرات

لقد اشتغل بعض المسلمين بتجارة المخدرات من الخمور، والحشيش والأفيون، والكوكايين، لما تدر عليهم تجارة هذه الأشياء من الربح الطائل، من أسهل الطرق ويصلون إلى الغنى الفاحش في أقرب وقت. مع أن الشريعة الإسلامية تحرم هذه الأرباح، وتعتبر أن عيشة أصحابها من الحرام.

حرمة زراعة الحشيش

اتفق الأئمة على تحريم زراعة الحشيش، والخشخاش، لإستخراج المادة المخدرة منها لتعاطيها أو الإتجار فيها، وحرمة زراعتهما من وجوه (فقه علی المذاهب الاربعة ).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email