چرس څکول د مذاهبو په اتفاق حرام دي ، د حرمت وجې او دلائل په لاندې ډول دي :

اول  د عقل زوال او نشه : د اسلامې شريعت عمومي قاعده ده چې هر شی نشه ولري حرام په حکم د شرابو او خمرو کې شامل بلل کيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ( كل مسكر خمر ، وكل مسكر حرام …. رواه مسلم (2003) .

ټول نشه کوونکي شراب دي ، او ټول نشه کوونکي حرام دي ،

عَنْ أَبِي مُوسَى الأشْعَرِيِّ رضی الله عنه : أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم  بَعَثَهُ إِلَى الْيَمَنِ، فَسَأَلَهُ عَنْ أَشْرِبَةٍ تُصْنَعُ بِهَا، فَقَالَ: «وَمَا هِيَ»؟ قَالَ: الْبِتْعُ وَالْمِزْرُ، فَقَالَ: «كُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ». (بخارى:4343)

ژباړه:له ابی موسی الأشعري رضی الله عنه نه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه يمن ته وليږلو ،هغه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  د شرابو په باره کې چې هلته جوړيدل پوښتنه وکړه ، رسول الله پوښتنه وکړه : هغه له څه شي څخه جوړيږي ؟ ويې ويل : له وربشو او عسل . رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : هر نشه کوونکی شی حرام دی .

مطلب دا چې هر ډول مشروبات وي چې نشه ولري هغه که د هر ډول ماده او يا هر ډول کمياوي تعامل ولري حرام دي .

حافظ ابن حجر رحمه الله وايي : په استدلال د دغه حديث (كل مسكر حرام) هر شی چې نشه ولري ولو که شراب نه وي حرام دي او په دغه حرمت کې چرس او نور شامل دي .

قال الحافظ ابن حجر : ” واستُدل بمطلق قوله : (كل مسكر حرام) على تحريم ما يسكر ولو لم يكن شرابا ، فيدخل في ذلك الحشيشة وغيرها . “فتح الباري” (10/45) .

السياسة الشرعية ليکلي : همدارنګه چرس چې د بنګو يا چرسو له بوټې جوړيږي حرام دي ، او دا تر شرابو بد دي له جهته ددې چې د عقل او فکر خرابونکي دی ، خمر او شراب له دې جهته خبيث او بد دي چې دوښمنۍ او جګړې ته تحريک کونکی دي او دا ټول د الله جل جلا له  د ذکر او لمونځ څخه لرې کوونکي دي .

وقال في “السياسة الشرعية” (ص92) : ” والحشيشة المصنوعة من ورق القِنَّب حرام أيضا ، وهي أخبث من الخمر من جهة أنها تفسد العقل والمزاج ، والخمر أخبث من جهة أنها تفضي إلى المخاصمة والمقاتلة ، وكلاهما يصد عن ذكر الله تعالى وعن الصلاة .

دوهم  جسمي او مالي ضرر : په چرسو کې عظيم اضرار موجود دي او ضرر رسول ځان او بل ته حرام دی:

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ( لا ضرر ولا ضرار ) رواه أحمد وابن ماجه (۲۳۴۱)

چرس څکول روغتيا ته زيات زيان اړوي ، عقل او فکر خرابوي ، د هاضمي جهاز کډوډوي او نور د داسې امراضو سبب ګرځي چې د انسان عزت او کرامت ته زيان رسوي او همدارنګه د مالي زيان سبب ګرځي ( د چرسو د زيان په اړه دوکتور وهبة الزحيلی مکمله موضح ليکلی ده د نور تفصيل د پاره “الفقه الإسلامي وأدلته” للدكتور وهبة الزحيلي (۷/۵۵۱۱) وګورئ .

آن لاين اسلامي لارښود (www.dawat610.com)

Print Friendly, PDF & Email