مسئله : خرڅول او اخستل د لندې رشقې يا شفتلې لكه څرنګه چه اوس مروجه ده په قياس كي نه ده صحي ځكه دا بيع د معدوم ده او بيع د معدوم جواز نه لري خو دا بيع استحسانا صحي ده له جهته د تعامل د خلكو لكن د اصلاح طريقه ئي دا ده :

 چه د رشقي  اصول (خرټي) هم ورسره واخلي يعني بيخونه ئي واخلي تر څو نور لوونه هم د مشتري په ملك كي پيدا شي او يا دې په بعضو روپو موجوده رشقه واخلي او په باقي مانده روپو تر معلومه وخت چه د رشقي لوونه راځي او څه وخت ختميږي د دغي پټي ځمكه ور سره په اجاره ونيسي تر څو عقد صحي شي .

ما تتلا حق افراده يعني ان مالايبرزدفعة واحدة بل شيئا بعد شي كاالفواكه والازهار والورق والبقول اذاكان برزبعضا يصح بيع ماسيبرزمع مابرزتبعا له بصفقة واحدة سواء كان البارز اقل اواكثر كمايدل عليه اطلاق المتن وقدجوز هذالبيع استحسانا على خلاف القياس لتعامل الناس فيه (مجلة الاحكام ماده ۲۰۷)

(ان يشتري اصول الباذنجان والبطيخ والرطبة ليكون مايحدث على ملكه وفي الزرع والحشيش يشتري الموجود ببعض الثمن ويستاجر الارض مدة معلومة يعلم  غاية الادراك وانقضاء الغرض فيها بباقي الثمن وفي ثمارالاشجار يشتري الموجود ويحل له البائع مايوجد (درالمختار ۷ج۹۰ص)

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email