تاسې به خبر ياست چې تيره ورځ يو ځل بيا د سکولر امريکن رژيم تر فاسدې ، لنډغرې واکمنۍ لاندې څو تنو کافرو مرتدينو د اسلام پر ستر شعار اسلامي حجاب تمسخر وکړ ، دغه لعنت کړشوي ، بې ناموسه او بې غيرته عناصرو دغه کار د کابل د دهمزنګ په څلور لارې تر سره کړ .

تر اوسه پورې مو د کفارو پر ملک کې د اسلامي شعائرو پر ضد دومره بې شرمي ، دومره سپين سترګي او دومره بې حيايي نه وه ليدلې .

اسلامي حجاب د ستر څښتن (جل جلاله ) حکم دی چې فرض دی منکر يې په اتفاق کافر او مرتد دی او ترک کوونکی يې ګناهکار دی . او همدارنګه د اسلامي شريعت په حکومونو مسخرې کوونکی په اتفاق مرتدد او د اسلام له دائرې وتلی دی .

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (الاحزاب 59 ).
ژباړه : ای پيغمبره ! ووايه ته خپلو ښځو ، لوڼو ، او د مؤمنانو ښځو ته چې خپل پړونې يا لوی څادرونه پر ځانو خواره کړي دا ډيره غوره کړنلاره ده تر څو و پيږندل شي نو نه به ربړول کيږي (د بدکاره او فاسقو خلکو له ضرر او اذلت رسولو په امن وي او الله ښه بخښونکی مهربان دی .

وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُونَ 65 لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ (۶۴-۶۵ التوبه ) .

ژباړه: او قسم دی که پوښتنه وکړی له دوی څخه چې تاسې ولې استهزا کوﺉ نو دوی به وايي چه يقيناً مونږ خو لوبې او ټوکې کولې ، ووايه (ای محمده ! دوی ته چه ) آيا پر الله او د الله په آيتونو او د الله په رسولانو باندې مو استهزا او مسخرې کولې ، عذرونه مه کوﺉ تاسې (مونږ ته په دروغو سره ) يقيناً کافران شوې يئ تاسې وروسته له ايمان راوړلو .

که دغه مرتدين دجالان او د کافرو کوڅه ډبه سپي دا ګمان کوي چې نور مونږ خپلو اهدافو ته ورسيدو چې د اسلام سره مو چې څومره کينه لرله او د کفارو سره څومره دوستي او په غلامۍ کې راستي لرو هغه موهر څه پر ډاګه کړل او په علني توګه مو تر سره کړل چې هيڅ مانع هم نشته ، نو پس مونږ خپل نهايي هدف ته ورسیدو .

داسې نه ده لکه څنګه چې دوی ګمان کړی دی .

بلکي دغه د اسلام ضد ګوستاخۍ او بې شرمه مسخري به ددغو کسانو او موجود رژيم پر ځانکندن تمام شي ، ځکه چې د ولس په زړه کې به موجوده کرکه نوره هم زياته شي ، ځنې وينده کسان به حقيقت درک کړي او دوی به پوه شي چې موجوده پروژه کوم چې د څلوارلسو لکونو راهيسې د کفارو لخوا روانه ده د اسلام پر وړاندې څومره خطرناکه ده .

د مؤمنو خويندو په زړونو کې به د ايمان ولولې نورې هم په جوش راشي او د دغو بې غيرته او بې ناموسه عناصرو څخه به يې کرکه زياته او د الله سبحانه وتعالی په مبارک حکم کې چې د ميرمن لپاره د عفت او حيا سکندري ديوال دی نوره توجه زياته شي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email