حريم څه وايي ؟

حريم د ملکيت او جايداد د ګتې اخيستنې او استفادې کولو چاپير ساحې ته وايي .

لکه : د کوهي حريم ، د لارې حريم او چنې او نورو حريم .

۱- د کوهي حريم : د کوهي حريم څلورو طرفونو ته ۴۰ ګزه دی ، که هغه د العطن کوهي او يا د الناضح کوهي وي .

کوهي په دوله ډوله دي يو هغه قسم کوهي ده چې اوبه يې په لاس ايستل کيږي دې ډول کوهي ته العطن وايي او بل قسم هغه کوهي ده چې اوبه يې د حيوان او يا نورو وسائلو په ذريعه ايستل کيږي چې دې ډول کوهي ته الناضح وايي ، د ځنو فقهاؤ په نزد د الناضح کوهي حريم ۶۰ ګزه دی .

صحي قول دا دی چې د کوهي حريم د ضرورت په بنا دی: من حفر بئراً فله مما حولها اربعون ذراعاً لما شية (ابن ماجه و ترمذي ) .

د ويالي حريم : د ويالې حريم د امام ابو يوسف په نزد د ويالې د عرض د نيمې حصې برابر دواړو خواوو ته او د امام محمد په نزد د ويالې د عرض برابر دواړو خواوو ته .

د ونې حريم : د ونې حريم څلورو طرفونو ته پنځه ګزه دی په دليل د دغه حديث شريف : جعل نبی صلی الله عليه وسلم حريم الشجرة خمسة اذرع ( ابوداود ) .

د جاري چينې حريم : د جاري چينې يا کاريز حريم ۵۰۰ ګزه دی ، يعنې د ۵۰۰ ګزه څخه کمه فاصله کې څوک د بل کاريز او چنې د کندلو حق نه لري .

په دليل د دغه حديث : و حريم العين خمس مئة ذراع من کل ناحية .

د کاريز حريم : د کاريز حريم په هغه برخه کې چې تر ځمکه لاندې يې جرۍ او لشتی تير شوی وي په قدر د ضرورت حريم لري داسې چې په صحي توګه اوبه پکې تېرې شي او څنډې يې ړنګې نشي .

د کور حريم : د دفع فاضيلابو ، د واورې غورځولو ، عمومي دروازه او د تيرېدلو په اندازه چې څومره ځای ضرور وي د کور حريم بلل کيږي .

(کتاب الخراج ابو يوسف – المعاملات المالية المعاصرة ، وهبة زحيلي ص ۱۱۵ ).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً