اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترمو
ډیر وبخښی چه ستاسو قیمتی وخت نیسمه خو دموضوع دښه روښانتیا او ددو کورنیو د بدی د رفعه کولو په خاطر دا بحث تفصلی لیکمه هیله ده چه جواب یی هم تفصلی راته راکړی زما دورور او یوبل کس تر مینځ داوبو دلشتی پر سر جنجال پیښ دی هغه داسی چه زموږ مځکه پدری مځکه ده او هغه بل کس مځکه رانیولی ده زما ورور ورته وایی چه ته ددغه لښتی څخه لار نه لری او ستا تګ اوراتګ پر دغه لښتی او اوبه  لګول ددغه لښتی څخه وماته تاوان رسوی ته داوبو لګولو دپاره دوه لښتیان نورلری چه خپلی مځکی ته اوبه ورکړی داجنجال ډیرسو تر سپینږیرواو اوبمالانو پوری ورسید ملاصاحب داوبملانو څخه وپوښتل چه تاسو په دغÙ
لښتی باندی دواراوبه دغی مځکی ته ورکړی اوبملانو ورته وویل چه دغه مځکه چه دوی خرید کړی دی اوبه نلری او موږ هیڅ وخت ودغه مځکی ته یا نورو مځکی چه ددوی دمځکی (زموږ دپدری مځکی ) ورسته چه هرڅه مځکی دی دوار اوبه موږ په دغه لښتی نه دی ورکړی نوملاصاحب دسپینږیرواو اوبملانو څخه وپوښتل چه دغه کس ددوی (زموږ دپدری مځکی) په لښتی کی حق نلری هغوی ټولو وویل چه داشاهیدی موږ نسو درکولای چه حق لری که یی نه لری خو دومره وایو چه دوار اوبه یی په دغه لښتی کښی نه دی بیولی ورسته ملاصاحب دهغه کس څخه پوښتنه وکړه چه ته ددغی مځکی دحدود او اوبودرانیولوخط لری  هغه وویل چه خط نلرم نوملا
احب زما وورورته وویل چه ته منع کونکی یی ته یی په کوم دلیل داصابته وی چه دوی په دغه لښتی کښی حق نلری زماورور ملاصاحب ته وویل چه زما پلار دوی منع کړیدی چه تاسو پر دغه لښتی داوبو بیولو حق نلری نوملاصاحب زما ورورته وویل چه سپینږیری داشاهدی نه ورکوی چه حق لری که یی نه لری دغه کس یی هم نه سی صابته ولای چه حق یی دی نوو تاته قسم ایښودل کیږی چه ته به قسم اخلی او وایی به چی دی دلته حق داوبو بیولو په دغه لښتی کی نلری زما ورور وته وویل چه زه دپلار دقوله داقسم اخلم چه زماپلار دوی پردغه لښتی منع کړی دی ملاصاحب ورته وویل چه دپلار دقوله نه صحیح کیږی زما ورور ملاصاحب ته و
ویل چه زه ټول فامیل وکیل ټاکلی یم او دامی وکالت خط دی خوملاصاحب وویل قسم ستاسو ټول فامیل ته ایښودل کیږی هرڅوک چه په دغه مځکی کښی شریکان وی یاحق لری یعنی نر اوښځی ټول باید قسم واخلی نوبیل اخیره ما می ورورته وویل چه قسم پر داسی نامعلومه شی اخیستل صحیح نه دی زما ورور راته وایی چه نور زه یی په دغه لښتی کښی لار نه ورکوم ملاصاحب یوازی دوی په دی پریښوده چه خط ورک دی نه یی دقسم ورته وویل او نه یی دشاهیدخومانه په قسم پریږدی او نه می خپل حق راته صابته وی نواوس زه دپاڼ او پړانګ تر مینځ یم ډیر وبخښی چه دومره اوږد مضمون می درته ولیکی هیله ده چه جواب یی ښه په تفصل سره . راکړی ډیره مهربانی په مو وی.


ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
ددې مسئلې عملي حل او څېړنه په اسلامي محکمې پورې اړه لري ، خو ددې مسئلې په اړه چې څه شرعي احکام هغه په لاندې ډول بيانيږي ، کيدای شي خپله قضاوت وکړی او د حل شرعي لاره ومومئ .
اول :
د ابو ملکيت چا لره دی ؟
د اوبو مليکت څلور صورتونه لري :
۱- لوی سمندرونه چې د هيچا ملکيت نه دی .
۲- لوی سيندونه ددې حکم هم د سمندرونو دی .
۳- هغه ويالې ، حوض او نهرونه چې خلکو يا حکومت پخپل محنت يا پانګه لګولو سره جوړ کړی وي ددې اوبو مليکت د پانګې لګولو واله دی .
په دليل د دغه حديث شريف : المسلمون شرکاء في ثلاث : في الماء و الکلأ و النار (رواه أبوداود او احمد ) .
لکن هغوی ته دا حق نشته چې خلک يا حيوانات د اوبو څښلو څخه منع کړي يا د اوبو ورکولو څه کرايه واخلي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم د دينه منعه فرمايلې ده او حضرت عمرفاروق رضی الله عنه د داسې خلکو سره د جنګ اجازت ورکړی دی (بدائع الصنائع ج ۶ ص ۱۸۹ ) .
که د ډيرو حيواناتو د راتلو په وجه د حوض د غاړو د ماتېدو يا خرابيدو ويره وي نو هغه ورباندې پابندي لګولای شي او د خلاف ورزی يا فصل ته د نقصان رسولو په صورت کې هغه ته د منع کولو حق هم شته .
۴- هغه اوبه چې کوم چا پخپل لوښي کې ذخيره کړی وي ، هغه د ده حق دی او هغه خرچولای هم شي او څوک ور څخه منع کولای هم شي .
نتيجه : د سيند او ويالي اوبه د هيچا شخصي ملکيت نشي کيدای او نه څوک ورڅخه منع کولای شي ، کچېرې په نوبت وي نو نوبت به د ځمکې په تناسب وي چې هيڅوک نشي ورڅخه محروم کيدای .
دوهم :
د اوبو مجرا يا د اوبو تيرولو لاره يا لښتی :
د بل په ځمکه د اوبو تيرولو حق ته په اسلامي شريعت کې د ارتفاق حق وايي .
يعنې د چا په ځمکه کې لښتی تير وي د لښتي ملکيت د ځمکې د خاوند دی مګر د لښتي په ارتفاقي حق کې د هغه ګاوندی شريک دی د ځمکې مالک يې د اوبو تيرولو څخه نشي منع کولای مګر دا چې هغه ته سخت ضرر او د ضرر دفع کولو کومه بله لاره وي.
حضرت عمرفاروق رضی الله عنه هغه ته چې ګاونډی يې د اوبو تېرولو څخه منع کړی وو وويل : قسم پر الله چې دا اوبه به تيريږي که څه هم چې ستا په خيټه تېريږي .
أن يثبت حق ارتفاق لعقار من زمن قديم لا يعلم الناس وقت ثبوته، كإرث أرض زراعية لها حق المجرى أو المسيل على أرض أخرى؛ لأن الظاهر أنه ثبت بسبب مشروع حملاً لأحوال الناس على الصلاح، حتى يثبت العكس.
فأحكامها العامة أنها إذا ثبتت تبقى مالم يترتب على بقائها ضرر بالغير، فإن ترتب عليها ضرر أو أذى وجب إزالتها (فقه الاسلامي وادله ) .
نتيجه :
ستاسې ګاوندی هيڅ څوک له اوبو څخه نشي منع کولای ځکه دغه اوبه عامي دي د شخصي تجهيزاتو اوبه نه دي .
که کاونډی مو له بلې لارې د اوبو تيرولو لاره لري او دغه غوښتونکې لاره تاسې ضرر وي نو ارتفاقي حق ساقط شو ځکه چې ضرر دی او که تاسې ته ضرر نه وي او هغه د بلې لارې ضرر او تاسې لاره نه ورکوی نو بيا تاسې د هغه ارتفاقي حق پايمال کړی .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email