السلام علېكم ګرانو علمانو غواړم چی د قضا عمرې مونځ د ادا کولو طریقه په
تفصیل سره د شریعت په رڼا کښی راكړې.

خان محمد آلائېوال له پاکستانه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
قضايي عمري په دين کې هيڅ اصل نلري داسې چې د چا څخه ډير لمونځونه قضا شوي وي او هغه د قضايي عمر په نيت څو رکعته نفل لمونځ وکړي نو دا د ټولو قضايي لمونځونو کفاره ده دا عمل د دين څخه د ناخبره خلکو کار دی په دين کې هيڅ اصل نلري (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۲۱۵).
که د چا څخه زيات لمونځونه قضا شوي وي او شمير نه وي ورته معلوم نو هغه به په غالب ګمان باندې د قضايي لمونځ د شمير په اندازه قضايي راوړي .
د دريو مکروهه وختونو څخه ( د سهار د لمانځه تر لمر پورته کيدو ، غرمه ، او د مازديګر د لمر زړيدو تر لوېدو ) پرته نور هر وخت قضايي ادا کولای شي .
قال الحنفية (في مراقي الفلاح) : من عليه فوائت كثيرة لا يدري عددها، يجب عليه أن يقضي حتى يغلب على ظنه براءة ذمته.
وقال المالكية والشافعية والحنابلة  : يجب عليه أن يقضي حتى يتيقن براءة ذمته من الفروض، ولا يلزم تعيين الزمن، بل يكفي تعيين المنوي كالظهر أو العصر مثلاً.
سادساً ـ القضاء في وقت النهي عن الصلاة:
قال الحنفية: ثلاثة أوقات لا يصح فيها شيء من الفرائض والواجبات التي لزمت في الذمة قبل دخولها: عند طلوع الشمس إلى أن ترتفع وتبيضّ قدر رمح أو رمحين. وعند استواء الشمس في وسط السماء إلى أن تزول أي تميل إلى جهة المغرب. وعند اصفرار الشمس إلى أن تغرب، لقول عقبة بن عامر رضي الله عنه:
فقه الاسلامي وادله /دوکتور وهبة الزحيلي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email