په جايداد باندې ملکيت کله ثابتيږي ؟

په اسلامي شريعت کې په ځمکه يا جايداد يا مال باندې د سړي ملکيت په دريو طريقو سره ثابتيږي کوم چې ددې طريقو څخه په هر کومه طريقه د يو شي کوم څوک مالک شو نو بيا د ده ملکيت د اجازې نه بغير نه کوم کس او نه هم حکومت اخستی شي او نه هم بې اجازې په هغه کې څوک تصرف کولای شي .

البته د داسې ملکيت په تصرف کولو کې اسلامي حکومت هغه وخت څه پابندي لګولای شي چې د هغه مالک خپل مال په فضول خرچۍ کې مصرفوي يا د بل کس يا ټولنې په نقصان وي بغير ددې نه د څه تصرف کولو حق هيچا ته نشته .

دا دری صورتونه کوم چې په هغه سره ملکيت ثابتيږي دا دي :

۱- چې د طرفينو په خوښه د کوم چا څخه څه شي په قيمت سره واخلي يا چا ته څوک څه شی هبه کړي يا يې د انعام په شکل ورکړي نو په دې سره به د نومړي کس ملکيت ثابت شي ، خرچونکی ، هبه ورکونکی او انعام ورنکی په هغه کې د تصرف حق نه لري .

۲- دوهم صورت دا دی چې چا ته څه شی په ميراث پاتې شي .

۳- دريم صورت دا دی چې سړی پخپله خوارئ يا سرمايې لګولو سره څه مباح شی پخپله قبضه کې راولي .

مباح څيزونه کوم دي ؟

الله (جل جلا له) په دې کائيناتو کې ډير څيزونه داسې پيدا کړی دی چې انسان پخپل محنت سره په هغه باندې قبضه لري مګر بې شميره داسې څيزونه هم شته چې هغه د ټولې انساني آبادۍ شريکه سرمايه ده لکه اوبه ، هوا ، بحر ، رڼا ، خزانه ، پخپله زرغون شوي واښه ، ځنګلونه او نور .

په دې څيزونو باندې کله او څنګه ملکيت قايميږي ؟

په دغه څيزونو کې ځنې داسې دي چې په هغې باندې اسلام د چا ملکيت نه ثابتوي مثلاً سمندر ، سيند ، هوا او فضا ، رڼا چې هر انسان تر هغه وخته پورې استعمالولای شي څو پورې نور ته ضرر او نقصان نه وي مثلاً په سمندر کې هر حکومت خپل تجارتي بړۍ ليږلی شي ، په فضا کې هر حکومت خپلې الوتکي الوزولای شي .

لکن که له فضا يا سمندر څخه کار اخيستل د بل چا په نقصان يا د بل ملک د حملي کولو د پاره وي نو بيا دا ډول حرکت او استفاده په اسلام کې ظلم او غصب بلل کيږي ځکه چې دا يو عام نعمت او رحمت دی هغه به بلا او مصبت نه ګرځوي .

همدا شان که څوک د کومې آلې په وسيله مثلاً له هوا يا د لمر له انرژي څخه کار اخلي نو ده ته د هغې حق دی مګر که دا آله د بل چا په ضرر وي بيا د کارولو حق نه لري .

او همدارنګه که څوک پخپله خواری يا سرمايې لګولو د بحر له ابو يا لمر څخه کار واخلي نو هغه به د هغه قدرې څيز مالک وي کوم چې ده پخپله قبضه کې راوستی وي .

د ابو ملکيت چا لره دی ؟

د اوبو مليکت څلور صورتونه لري :

۱- لوی سمندرونه چې د هيچا ملکيت نه دی .

۲- لوی سيندونه ددې حکم هم د سمندرونو دی .

۳- هغه ويالې ، حوض او نهرونه چې خلکو يا حکومت پخپل محنت يا پانګه لګولو سره جوړ کړی وي ددې اوبو مليکت د پانګې لګولو واله دی .

لکن هغوی ته دا حق نشته چې خلک يا حيوانات د اوبو څښلو څخه منع کړي يا د اوبو ورکولو څه کرايه واخلي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د دينه منعه فرمايلې ده او حضرت عمرفاروق رضی الله عنه د داسې خلکو سره د جنګ اجازت ورکړی دی (بدائع الصنائع ج ۶ ص ۱۸۹ ) .

که د ډيرو حيواناتو د راتلو په وجه د حوض د غاړو د ماتېدو يا خرابيدو ويره وي نو هغه ورباندې پابندي لګولای شي او د خلاف ورزی يا فصل ته د نقصان رسولو په صورت کې هغه ته د منع کولو حق هم شته .

۴- هغه اوبه چې کوم چا پخپل لوښي کې ذخيره کړی وي ، هغه د ده حق دی او هغه خرچولای هم شي او څوک ور څخه منع کولای هم شي .

د ابو ښکار :

د سيند ماهيان د هيچا حق نه دی ، مګر که څوک شخصي حوض جوړ کړي ماهيان ونيسي او په هغه کې يې واچوي نو ددې دوه صورتونه دي :

الف ) : دا چې حوض کوچنی وي ماهيان بغير له وسائلو نيول کيدای شي نو داسې ماهيان د هغه ملک بلل کيږي .

ب ) : که لوی حوض وي چې ماهيان بغير له وسائلو جال وغيره نشي نيول کيدای نو دا حوض د ده ملک دی خلک له ښکار څخه منع کولای شي مګر په اوبو کې د ماهيانو خرچول نه صحي کيږي د ماهيانو بيعه هغه وخت صحي وي چې کله يې ښکار کړي او بيا يې پر خلکو و پلوري په اوبو کې د ماهيانو خرچول صحي نه دي . (اسلامي فقه مولانا مجيب الله ندوي )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً