په اوسني عصر کې په اکثره اسلامي ټولنو کې د مزدور حق خوړل کيږي او يا هغه پخپل حق ځورول کيږي چې لاندې څو صورتونه لري :

اول صورت : په کامله توګه د مزور د حق خوړل چې هغې ته ډول ډول بهانې جوړوي او بلاخره يې په پوره توګه حق خوري ، مزدور چې مظلوم وي له خپل حق څخه د دفاع وس نه لري او عادل حکومت نه وي چې د مظلوم له حق څخه دفاع وکړي نو دا فيصله د قيامت ورځې ته پاتې شي د قيامت په ورځ به مظلوم ته د ظالم کس حسنات ورکړ شي که پوره نه شي بيا به د هغه مظلوم بدۍ پر ظالم واچول شي او بلاخره به دوزخ ته کش کړ شي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ويل للمطففين] ( هلاکت دی هغو کسانو د پاره چې د خلکو حقوق پوره نه ورکوي )

دوهم صورت : د مزدور څخه د لږ مزد په عوض کې زيات کار اخيستل او يا داسې چې د هغه سره په ټاکلي وخت تعهد شوی وي مګر بيا هم د ټاکل شوی وخت څخه زيات کار ورباندې کول ، چې مزور د مظلوميت او مجبورت له وجې د خپل حق عږ نشي پورته کولای .

دريم صورت : د مزدور سره چل او فريب کول ، د مزدور سره شوی تعهد يا قرارداد يو څه وي مګر په عمل کې بل څه ورباندي کوي ، لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم : من غشانا فليس مني ( فريب ورکوونکی له مونږ څخه نه دی ) .

څلورم صورت : مزود ته خپل حق پر خپل وخت نه ورکول ، مزود ته به په خپل وخت د عرف سره سم مزد ورکول کيږي که له هغه سره د ورځې خبره شوې وي د ورځې په پای کې به مزد ورکوي او که د مياشتې خبره ورسره شوې وي د مياشتې په پای کې به د هغه مزد ورکوي .

مګر ځنې کسان او ځنې کمپنۍ مزدور ته خپل حق پر خپل وخت نه ورکوي بلکي هغه تر ډيره وخته پخپل حق پسې لا لهانه منډې وهي او د سوالګر په شان د خپل حق غوښنته کوي چې کله خبره تر دعوي او محاکمو پورې ورسيږي ، دا چې د اوس زماني محاکم هر چا ته ښه څرګند دي، مزدور د دعوي د دوام پر ځای د خپل حق پيمال ته ترجيح ورکوي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې مزدور ته به په بېړه خپل حق ورکوئ  :

أَعْط الأَجِيرَ أَجْرَهُ، قَبْلَ أَنْ يَجِفَّ عَرَقُهُ(صحيح ابن ماجه ) .

د مزدور مزدوری د هغه د خولی وچيدو نه مخکې ورکړئ

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email