اجير خاص او اجير مشترک :

مخکې کې بيان شول چې اجرت په دوو ډولو تر لاسه کيږي يو د کرايې په وسيله او بل د کار او مزدورۍ په وسيله اجير او مزدور په دوه ډوله دی اجير خاص او اجير مشترک .

اول اجير خاص :

اجير خاص هغه دی چې په خاصه او ټاکلې موده کې د ځان په حاضرولو سره د اجرت او مزدورۍ مستحق ګرځي که يې څه هم کار نه وي کړی دی د اجرت مستحق وي .

مثلاً يو کس په مياشتي معاش باندې مزدور نيسی نو يو اجير خاص شو چې خاص کار دپاره ټاکل شوی دی د بل کس کار نشي کولای ځکه په ټاکلې موده کې د ده د لاس حاصل صرف د همدغه يوه کس چې دی په مزدورۍ نيولی دی حق جوړيږي (هدايه ج ۳ ص ۳۰۸ – عمدة الاحکام ص ۲۴۵ ) .

اوس پوښتنه دا ده چې که د دغه مزدور څخه د کار پر مهال څه تاوان وشي نو ذمه وار يې څوک دی ؟ ‍مثلاً څه سامان ورڅخه مات يا نقصاني شي او يا څه کار ورڅخه خراب شي په هغه صورت کې چې قصداً يې داسې نه وي کړي دی له تاوان څخه خلاص دی .

هدايه ليکي : و لا ضمان علی الاجير الخاص فيها تلف في يده و لا ما تلف من عمله ( هدايه ج ۳ ص ۳۰۸ ) .

همدارنګه علامه زحيلي ليکي چې په دې شرط په هغه باندې تاوان نشته چې قصداً يې تاوان نه وي رسولی او نه د ده د تقصير او کوتاهۍ له کبله تاوان رامينځه شوی وي .

اتفق ائمة المذاهب وهم ( الحنفية و المالکية و الشافعية و الحنابلة ) علی انه لایکون ضامناً العين التی تسلم اليه للعمل فيها ، لان يده امانه کالو کيل و المضارب ، کما اذا استأجر انسان خياطاً او حداداً مدة او شهر ليعمل له وحدة ، فلايضمن العين التی تهلک في يده ، مالم يحصل منه تعد او تقصر فی حفظه سواء تلف الشی ء فی يده او اثناء عمل (الفقه الاسلامي و ادله ج ۵ ص ۳۸۴۷ ) .

يعنې : په دې باندې د څلورو مذاهبو ( حنفيه ، مالکيه ، شافعيه او حنابله ) اتفاق دی چې هغه کس چې ځان يې د کار لپاره سپارلی دی له تاوانه خلاص دی ، ځکه د ده لاس د وکيل او مضارب په شان امانت بلل کيږي ، نو که يو کس خياط يا آهنګر د يوې ورځې يا مياشتې لپاره په مزدورۍ ونيسي چې صرف زما کار به کوې ، نو که د ده له لاسه مات ، هلاک او نقصان شو دی يې ضامن نه دی دا په هغه صورت کې چې ده دغه کار قصداً او د خپل حد څخه تجاوز نه وي کړی او د مال په ساتنه او حفاظت کې يې کوتاهي او تقصير نه وي کړی دا فرق نه لري که د ده په لاس کې مال ضايع شي او يا د ده د کار له امله .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email