بسم الله الرحمن الرحيم ۱- دتجويد تعريف او حکم عبارت دی له : الف ) : تجويد ښه کولو ته وايي اوزده کړه يې فرض کفائي ده . ب) : تجويد عبارت دی له اداء کولو د هر توري پخپل مخرج کې، د ادابواوصفاتو له مراعاتولو سره ،اوعمل پرې فرض عين دی . ج) : الف صحي دی د) : الف او ب صحي دي . ۲- د (ط) او (ت) تورو مخرج عبارت دی له : الف) : کله چې د ژبې سر دپاسنيوثنايا غاښونو له بيخ سره ونښلول شي . ب) : دواړه توري له يوه مخرج څخه ادا کيږي . ج) : د (ط) توری د استعلاء صفت لرونکی دی چې له دې کبله ډبل تلفظ کيږي . د) : ټول صحي دي . ۳- د (ذ) او (ز) تورو د اداکولو ترمنځ دا فرق دی؟ الف) : دواړه له يوه مخرج څخه ادا کيږي خو د «ذ» په ادا کې د ژبی څوکه بيرون خواته راوځې . ب) : د( ز) توری د سفير صفت لري . ج) : الف او ب صحي دي . د) : مخرونه يې سره جلادي . ۴- د (ض) حرف له دې ځای څخه اداکيږي : الف) : كله چې د ژبي يواړخ له لاندنيو اضراس غاښونو سره ولګول شي . ب ) : كله چې د ژبي يواړخ له پاسنيو اضراس غاښونو سره ولګول شي . ج) : الف او ب صحي دي . د) : هيڅ کوم . ۵- د (ف) توری داسې ادا کيږي : الف ) : کله چې دواړې شوندې سره ولګول شي . ب ) : کله چې لاندينۍ شونده له پاس غاښونو سره ولکيږي . ج) د خولې له خاليګاه څخه ادا کيږي . د ) ټول غلط دي . ۶- د (ح) او (ها) تورو په تلفظ کې څه فرق دی : الف) :د (ح) توری د ستوني له منځنۍ حصي څخه راوځي اود (ها) توری د ستوني له ورستنۍ حصې څخه راوځي . ب) : د دواړو تورو مخرج يودی په ادا کولوکې کوم فرق نه لري . ج) : مخرجونه يې سره بيل دي . د) : ټول غلط دي . ۷- د (ق) او (ک) تورو په ادا کولو کې څه فرق دی ؟ الف ) د(ق) توری دژبې ورستی برخه چه کله له نرم تالوسره و نښلول شي . ب) : د(ق) توری د قلقلې صفت لري چې د ادا په وخت کې په مخرج کې خوځښت رامنځ ته کيږي . ج) : د(ک) د (ق) له مخرج نه لږ پورته دخولې طرف ته دژبې ورستی برخه له نرم تالوسره په لګولواداکيږي. د) : ټول صحي دي . ۸- لاندې کوم توري د شدت صفت لرونکي دي؟ الف ) : فحثه ،شخص جمله کې جمع شوي توري ب) : د ا،ب،ت،ج،د ،ط،ک،ق توري . ج) : د ا،ب،ج،د،ق،ط،ل توري . د) : ټول غلط دي . ۹- د(قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ 1 مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ ) مبارک آيت کې (مِنْ شَرِِّ )کلمه کې : الف ): اظهار دی . ب) اخفاء ده . ج) : ادغام دی . د) : هيڅ يوهم نه دی . ۱۰- د (صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ ) مبارک آيت کې د (أَنْعَمْتَ ) کلمه کې د(ع) او(ت) په تورو کې : الف) : اظهاردی . ب) : اخفاء ده . ج) : په دواړو کې د اظهار حکم دی . د) : ټول صحي دي . ۱۱- د (وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ ) مبارک آيت کې (وَمَنْ يَعْمَلْ) او (ذَرَّةٍ شَرًّا) کلموکې د (ی) او(ش) په تورو کې لاندې حکم دی : الف) : غنه لرونکې ادغام او اخفاء . ب) : غنه لرونکی ادغام او اظهار ج) : په دواړو تورو کې د ادغام حکم دی . د) : ټول صحي دي . ۱۲- د (قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ ) په مبارک آيت کې د (ن ) په حرف کې څه حکم دی ؟ الف) : غنه ب) : د دوه حرکتو په اندازه کش کول کيږي . ج) : په شدت سره ادا کيږي . د) : ټول صحي دي. ۱۳- په (وَلاَ الضَّآلِّينَ ) کې کوم مد دی اوڅومره کش کول کيږي : الف) : لازم مثقل کلمي مد دی د شپږو حرکتوپه اندازه کش کول کيږي . ب) : عارض مد دی د شپږو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي . ج) : مثقل کلمې او عارض دواړه دي هريوشپږ شپږ حرکته کش کول کيږي . د) : ټول صحي دي . ۱۴- د (وَالنِّسَآء) لفظ کې کوم مد دی دمد توری کوم دی اوڅومره کش کول کيږي . الف) : متصل مد دی ب) : د مد توری الف دی ج) : د مدتوری چې الف دی د شپږو يا ۴-۵ حرکتو په اندازه کش کول کيږي . د) : ټول صحي دي . ۱۵- د (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ) په مبارک آيت کې د(الله ) په لفظ کې لام : الف) : ډک اداکيږي . ب) : ډک نه اداکيږي . ج) : نه پوهيږم . د) : بې له کوم صفت نه له خپل مخرج څخه ادا کيږي . ۱۶- د (الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ○لا الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ ○لا ) په مبارکو آیتونو کې ګورو چې د آيت په پای کې د آیت په سر د لام توری ليکل شوی دی دغه دوقف نښه ده او که دوصل ؟ الف) : وصل ب) : وقف ج) : دريدل او نه دريدل دواړه روادي د) : ټول صحي دي ۱۷- که د قرآنکريم د تلاوت پر مهال ستاسې مخې ته د وقف نښي لکه ( م- ج – ز ) راشي څه به کوﺉ ؟ الف ) د( م) علامه د لازم وقف ده . ب) :د (ج) نښه دجائز وقف ده وصل روا دی مګر وقف غوره دی . ج) : د (ز) د مجوز وقف نښه ده وقف روا دی مګر وصل غوره دی . د) : ټول صحي دي . ۱۸- په یوه کلمه چې وقف وشي د کلمې په آخر توري کې څه ډول بدلون رامنځه کيږي ؟ الف) : که آخر د کلمې د (ة) توری وي د (ها) په توري بدليږي . ب) : که آخر دکلمې تنوين وي په الف بدليږي . ج) : که بغير له (ة او الف ) څخه بل توری وي حرکت يې غورځول کيږي ساکن ګرځول کيږي . د) : ټول صحي دي . ۱۹- د قرآنکريم د تلاوت پر مهال کچیرې د وقف او وصل احکام ادا نه شي يعنې چيرې چې د وقف نښه وي هلته وقف ونه شي او چيرې چې د وصل نښه وي هلته وصل ونه شي نو : الف): لحن جلي رامنځ ته کيږي . ب) : لحن خفي را منځ ته کيږي . ج) : په معنی کې تغير را مينځ ته کيږي . د) : ټول صحي دي . ۲۰ – ايا تاسې د اسلامې لارښود له پاڼې څخه د احکام تجويد سافټوير ډونکوډ کړی دی : الف ) هو ب ) نه ج) زه د اسلامې لارښود نوی لوستونکی يم . د) په ډونلوډ کې مشکل لرم .