موږ خو حیران یو چې د دین هغه پخواني اصول ومنو او که د ماډرن مجتهدینو، مستشرقینو او که د ګوګل (Google) د شاګردانو او پلویانو!!!

اسلامي امت له ډول ډول ستونزو سره مخ دی، ځینې خلک چې اوس اوس را پيداشوي هغوی وایي چې تقلید شرک دی، مذاهب باید ونه منل شي، ځینې بیا داسې دي چې نه څلور مذاهب مني او نه اهلحدیث، بکله: یوه نوې ډله یې جوړه کړې او له نورو ډلو څخه بیل افکار او عقاید لري، بیا ځینې داسې هم دي چې د انټرنټ او ټي وي له مخې د علماوو بیانونه اخلي ښه او بد یې نه سنجوي، مسلک ته یې نه ګوري یوازې دا وایي چې وګورئ هغه عالم څومره هندوان او عیسویان مسلمانان کړل خو متاسفانه بیا د هم هغو خلکو له عقایدو او نظریاتو بلکل بې خبره دي چې آیا د دا ډول خلکو عقاید د شریعت او سلام سره مطابقت لري او که نه؟ آیا پر هغوی اعتماد کېدای شي او که نه؟ بل دغو خلکو علم له کوم ځایه ترلاسه کړیدی! موږ  په میډیا کې داسې مبلغین او وعظ کوونکي هم لرو چې وایی ما پی ایچ ډي له سکاټلنډ څخه ترلاسه کړې او دارنګه ځینې وایي چې ما په کاناډا او نورو ځایو کې اسلامي زده کړې ترلاسه کړي، که دغو ټولو خبرو ته په کتو موږ نظر واچوو نو دغه ټول خلک چې بیلارې شوي یوازینۍ وجه یې ترک تقلید او د مجتهدینو او فقهاوو او درنو محدثینو له لارې څخه منحرف او په کږه لار روان شوي خلک دي. داسې ډله هم شته چې وایي په اسلام کې سني او شیعه نشته، خو چه کله ورته ووایې تاسو في الكافي في الفروع ، تهذيب الأحكام ، بحار الأنوار ، نهج البلاغه او د شیعه ګانو نور کتابونه لوستي او د هغوی کتابونه  منئ، دوی به درته وایي چې موږ صحیحین منو او حتی د احادیثو  نور کتابونه لکه صحاح سته او نور یې درسره نه مني، ښه ورته ووایې چې تاسو نو څنګه وایاست چې اسلام کې سني یا اهل سنت والجماعت او اهل تشیع نشته بیا خو تاسو باید د دواړو ډلو نظریات او عقاید وپیژنئ او هغه ومنئ خو دوی دا ډول خبرو منلو ته چمتو ندي. دوی په اصل کې د اهلسنت والجماعت د ننه تفرقه او ډلې جوړوي، غواړي چې اهل سنت والجماعت کمزوری کړي، ځینې هغه خلک چې میډیا ته لاسرسۍ لري او د فیسبوک، ټویټر، انټرنټ، یوټیوب، ګوګل او نورو شبکو له لارې معلومات لاسته راوړي دا ډول خلک یې ځان خواته اړولي خو دا خلک په ډیر کم تعداد کې دي او تاسو باور  وکړئ چې ځینې خلکو کومو چې دیني زده کړه د مطالعې په ذریعه لاسته راوړې هغوی څخه په آخر کې یا ملحد جوړیږي، یا له مذاهبو او ائمه دین، فهقاء امت، محدثینو او علماء  کرامو څخه انکار کوي او داسې حالت ته ورسي چې بیا د هغوی راګرځول ناشونی کار برېښي. که غیرمقلدین د خلکو زوړونه له مذهب څخه توروي او په فروعاتو کې چاته کافر او چاته ملحد او چاته زندیق یا بدعتي وایي، آیا په دغه ډول به دا دین خلکو ته ورسي او آیا دا به حقیقي اسلام وي!!!  که هغه چې د خیر القرون څخه په تواتر موږ ته را رسیدلی او دا جاري لار ده، په دغه لار علماء، فقهاء، مفسرین، محدثین، مستنبطین، مجاهدین، مبلغین او شارحین تیر شوي، موږ  ستاسو ومنو چې نه کتاب لرئ، نه کومه فقه، نه په علمي میدان کې داسې کتاب چې خلک پرې شمار وکړي، که کوم کارونه شوي هغه ټول د مذهب امامانو، مجتهدینو، فقهاوو، مفسرینو ، محدثینو او شارحینو ترسره  کړیدي، او دا ټول خلک مقلدین او ځینې یې مجتهدین هم ول، یوهم  پکې غیرمقلد او لا مذهبه نه وو.

اوس راځم خپل مطلب ته چې تقلید یعنې څه!!

د تقلید کوم تعریف چې په نور الانوار کې ذکر ده لفظ یې له اتباع څخه پيل شوی ـ د مجتهد تابعداري کولو ته تقلید ویل او دا عرف ده ـ په قرآن کریم کې حکم دی وأمر بالعرف په لغت کې اتباع، پیروي دا ټول هم معنی دي ـ ځینې حضرات وايي چې اتباع د تقلید تعریف ندی بلکه ددې اثر مرتب او حکم دی، یعنې الاثر الذی یترتب علی التقلید دا خبره هم سمه نده دا ځکه چې د تقلید په اړه ویل شویدي، التقلید ای: الا تباع او لفظ د (ای) د نحوې په قاعده کې داسې ده، چې د ای ماقبل معطوف او مابعد عطف بیانوي، معطوف علیه او عطف بیان د دواړو مصداق یو وي، لکه اقسم باالله ابو حفص عمر ابو حفص او عمر یو دي، لهذا دا ویل چې اتباع د تقلید اثر مرت یا اثر لازم دی سمه نده، متاخرین تعریف باللازم جایز نه ګڼي، لهذا معلومه شوه چې تقلید عین  اتباع ده.   نو تقلید علی الاطلاق هم مذموم ندی.

کله چې د قلاده نسبت حيوان ته وشي نو مراد ترېنه هغه پړی وي چې د حيواناتو په غاړه کې اچول کيږي او کله یې چې نسبت وشي انسان ته نو مراد ترېنه غاړکۍ او امېل وي. دا لفظ د بخاري په حديث باندې ثابت دی په بخاري شريف جلد ١ صفحه ٤٨ او صفحه ٥٣٢ کې او په مسلم جلد ١ صفحه ١٦٠ کې راغلي دي چې : حدثنا زكرياء بن يحيى قال حدثنا عبد الله بن نمير قال حدثنا هشام بن عروة عن أبيه عن عائشة : أنها استعارت من أسماء قلادة فهلكت فبعث رسول الله صلى الله عليه و سلم …….الحديث

ژباړه : حضرت عايشه رضى الله عنها د خپلې خور اسماء رضى الله عنها نه امېل عارية (په سوال) اخيستی وو او بيا ترېنه ورک شو..الحديث

په دغه حديث کې قلاده لفظ حضرت عايشې رضى الله عنها ته استعمال شوى ده، هغه خلک چې وایي دا لفظ یوازې  حيواناتو یا څارویو ته استعماليږي دا حديث دې ولولي او له خپل ناروا دریځ څخه دې تیر شي او حتی د حدیث په مخالفت کې دې پر خپل ایمان هم ووریږي، چې لفظ د حدیث تحریفوي.

د تقلید په تعریف کې لفظ د اتباع موجود ده، زموږ دعوه ده چې تقلید او اتباع یو شی ده، غیر مقلدین یې قایل ندي هغوی وايي چې تقلید او اتباع یو شی ندي، تقلید مذموم دی، لکه: چې اتباع محموده ده.

زموږ دلیل دا دی چې معرف او معرف دواړه یو وي، او د تقلید په تعریف کې اهل لغتو د اتباع لفظ ذکر کړیده، څرنګه چې له تعریفاتو څخه ښکاري، کچیرته د دوی دواړو فرق وای نو اهل لغتو به د تقلید تعریف په اتباع نه کولای، لان تعریف بالمتغایر لا یجوز .

د هېڅ شي تعریف په داسې الفاظو سره ندی صحیح چې د هغه شي او الفاظو یو د بل سره ربط او جوړ له سره موجود نه وي.

په قرآن کریم چې چیرته د اتباع لفظ ده مفسرینو هلته د تقلید بحث څیړلی دی، حالانکه هلته د تقلید لفظ موجود هم نده، معلومه شوه چې مفسرین هم د اتباع او تقلید فرق نه کوي، که یې فرق وای نو د تقلید بحث یې بل ځای هم کولای شو. اتباع هم  بلا دلیله وي.

غیر مقلدين وايي چې تقلید بلا دلیل منلو ته وايي، او اتباع مع الدلیل وي، نو ځکه دواړه متغایر دي، لیکن دا خبره صحیح نده، (وَمَنْ يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ) النور ۲۱.

کوم شخص چې د شیطان پیروي کوي، نو پوه دې شي چې شیطان بې حیا او د نا معقول کار حکم کوي. ) وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آَبَاءَنَا) البقرة: ۱۷۰.  کله چې دوی ته وویل شي د الله او د هغه د رسول ومنئ، دوی وایي موږ خو د هغې طریقې پیروي کوو،پر کومې چې موږ خپل پلار او نیکه موندلي وو.  همدارنګه په نورو آیتونو کې د اتباع لفظ موجود ده، لیکن غیر مقلدين هم ددې قایل ندي،چې دلته اتباع مع الدلیل ده. معرف و معرف حد و محدود کې هم تساوي ضرورده: همدارنګه مسلمه قاعده ده چې معرف او معرف تر منځ به اتحاد موجود وي، لکه (انسان ماهو؟ حیوان ناطق..د الفاظو فرق ده مفهوم او مراد یو دي حیوان ناطق انسان ده، انسان حیوان ناطق ده، معرف او د معرف منځ کې فرق یوازې د اجمال او تفصیل وي، معرف مجمل کله چې معرف مفصل ده ـ د متاخرینو مذهب دی چې حد او محدود کې به تساوي موجوده وي، او تعریف الشی بمغایره لا یصح او اهل لغت هم تسلیم کړي چې تقلید او اتباع یو شی ده، نو: لوکان اتباع مغایر لتقلید لما اورده اللغویون فی تعریف التقلید لکن التالی باطل فالمقدم مثله فی البطلان.

د علماؤ د اقوالو مطابق خلک په څلور قسمه دي:

لمړی قسم هغه خلک دي چې هغوى مطلق مجتهدين وي او قوت د اجتهاد ولري، نو کولای شي چې د شريعت له دلائلو څخه چې کتاب او سنت دي مسایل را واخلي او استنباط يې کړي.

دويم قسم هغه خلک دي چې په مذهب کې مجتهد وي چې (مجتهد في المذهب) ورته وايي، نو دا خلک د خپل امام له اصولو څخه نه وځي، بلکه دا خلک دې درجې ته رسيدلي وي چې په هغو مسایلو کې اجتهاد وکړي چې مخکې مجتهدينو پکې  نه وي کړی، لکه امام نووي په شافعي فقه کې  او امام محمد په حنفي مذهب کې.

دريم قسم هغه خلک دي چې له هغوى سره د مسایلو د څېړنې او د دليل د معلومولو طاقت وي چې دی تابع او دې کار ته متابعت ويل کيږي، ځکه چې دا قسم خلک په مسئله او دليل دواړو پوهيږي نو د يو مذهب متابعت کوي.

څلورم قسم هغه خلک دي چې عوام دي، دوی ته د مسئلې دليل نه وي معلوم او بې له دليل څخه د يو مذهب تقليد کوي او تقليد همدې ته ويل کيږي د يو مذهب د منلو التزام بې د دليل غوښتلو څخه او کله چې څوک د څېړنې څخه وروسته د خپل مذهب په دليل پوه شو نو دا مقلد نه بلکه تابع دی، ځکه چې تقليد نه کوي بلکه متابعت کوي.

          او که موږ د صحابه کرامو دور ته هم وګورو ټول صحابه کرام مجتهدين نه ول، بلکه ځينو د هغوى په مسایلو کې اجتهاد کاوه او زياتره د هغوى به یوازې سوال کاوه او بيا به يې په هغې مسئلې عمل کاوه، چې په اجتهاد، فتوى او علم باندې مشهور کسان وو، هغوى عمر، علي، عائشه، ابن عمر، ابن عباس او ابن مسعود  رضی الله عنهم  او ځينې نور صحابه کرام وو.

        خو د امامانو په دور کې تقليد زيات عام شو، تر دې پورې چې څلور مشهور مذاهب پاتې شول، ځکه چې دا مذاهب د مسایلو او اصول له اړخه زيات کامل او مضبوط وو، نو د دنيا اکثر خلک ددې څلورو مذاهبو تقليد کوي، او موږ هم چې د دوی د نظرياتو او اجتهاداتو متابعت کوو، پدې معنى سره يې نه کوو چې دوی معصوم دي بلکه پدې مفهوم سره يې کوو چې په دوی کې د اجتهاد اهليت او شروط تر نورو زيات قوي دي.

   نو په فقهي مسایلو کې د عامو خلکو لپاره چې د اجتهاد درجې ته نه وي رسيدلي تقليد کول واجب دي او دا د جمهورو فقهاؤ ، محديثينو او اصولينو قول دی.

 په اوسني عصر کې د همدې څلورو امامانو تقليد ځکه لازمي دي، سره ددې چې نور مجتهدين هم شته لکه امام اوزاعي رحمه الله، سفيان ثوري رحمه الله، ابن عينيه رحمه الله او داسې نور، ځکه چې ددې څلور امامانو مذاهب او استنباطات مدون شوي دي او د نورو مجتهدينو اجتهادات مدون ندي، نو موږ نشو کولی چې د هغوى تقليد وکړوـ  او امام بخاري تقليد ځکه  نه کيږي چې هغه مجتهد نه بلکه هغه محدث دی، یوازې احاديث يې روايت کړيدي او د احاديثو څخه يې استنباطات ندي کړي او کوم مدون مذهب هم نلري، ځکه په اوس وخت هر څوک د اجتهاد درجې ته رسول او د هغوى تقليد کول په امت کې د اختلاف او ګډوډي سبب ګرځي.

قاعدې د استنباط شته او د ترجیح، چې کله دوه حدیثه راشي د څلورو امامانو نظر پدې ډول دی:

امام شافعي فرمایي چې په هغه حدیث به عمل کوو چې عمل د حرمینو وي، امام مالک فرمایي چې په هغه حدیث به عمل کوو چې مدینې والاوو پرې عمل کړی وي، امام احمد فرمایي چې په هغه حدیث به عمل کوو چې کثرت روایت وي او امام اعظم ابوحنیفه فرمایي چې په هغه حدیث به عمل کوو چې مطابق د قرآن وي، دا قاعدې دي اوس غیرمقلد وایي چې دا یوه  هم ماته د منلو وړ نده یعنې هغوی د دغو امامانو له مسلک او منهج څخه خلاف روان دي او دغه لارې چه امامانو غوره کړي هغوی یې ردوي. موږ وایو چې کوم شی نورو امامانو ویلي هغه هم ښه دی خو امام صاحب د ترجیح چې کومه قاعده او استنباط ویلی ده هغه غوره ده. داسې نور په سلګونو قاعدې شته چې موږ منلي او د هغو قواعدو پر بنسټ موږ د قرآن ژباړه کوو، تفاسیر لولو، نور علوم او فنون مرتبوو د مثال په توګه،  چې دا قاعده دې ومنله، لکه: جَاءَ زَیْدٌ او ضَرَبَ زَیْدٌ دا ټول قواعد دي نو ته مقلد شولې او که ته دا نه منې نو ته بیا جاهل او هیڅوک ستا پر خبره باور نکوي او نه تاته خلک اهل العلم او اهل الاستنباط وایي.

د تقلید او اجتهاد په هکله یو وضاحت او سپیناوی:

غیرمقلدین خلکو ته وایی چې تاسو یا ستاسو مشران وایي چې د اجتهاد دروازه یا ور په څلورمه سلیزه کې بند شوی خو هغوی په اصلي مسئله ندي پوه، اصلي مسئله داسې ده چې زموږ علماوو د تقلید جامد او اجتهاد جامد مخالفت کړی او د تقلید متحرک او اجتهاد متحرک هیچا مخالفت ندی کړی، دا ډول اجتهاد به تر قیامت پورې روان وي، کله چې د اهل سنت والجماعت علماء دا خبره کوي نو مراد ځنې تفقه وي  ( او تقلید جامد باید نه وي)  د اجتهاد دروازې باید بندې نشي، د استنباط دروازې، استخراج دروازې، د استدلال دروازې، د استفهام دروازې، مسایل او مشرح دروازې، د قیاس دروازې، او د اجتهاد هغه دروازې له کومو چې د تحقیق عمل جاري وي دا باید بندې نشي ګنې د دین ټول احکام به جامد پاتې شي،  زموږ مشرانو او مجتهدینو انکار وکړ د تقلید جامد خو د تقلید متحرک څخه هیڅ یو مجتهد او هیڅ یو فقیه او هیڅ یو مقلد او هیڅ یو فقهي مذهب مخالفت  ندی  کړی، غیرمقلدین خلکو ته همدا مسئله په غلط انداز سره بیانوي او ورته وایي، چې وګورئ ستاسو مشرانو داسې فرمایلي، خو هغه اصلي خبره او دریځ ورته نه بیانوي کوم چې موږ یې هم پخپله مخالف یو او هغه دی تقلید جامد. اجتهاد متحرک به وي، په دغه کار سره به مجتهد فی المسایل وي او د حضور صلی الله علیه وسلم فرمان دی چې په هرو سلو کالو کې به یو مجدد وي، کله چې مجدد یو پيدا کیږي نو مجتهدین خو به ډیر وي، ښه چې مجدد بند نه وي نو مجتهدین به څنګه بند شي، آخر دا کوم منطق دی!!!  له دغو څخه مطلب دادی چې له خلکو څخه بې مهاره اوښان جوړ نشي کله دلته او کله هلته، نه یې حیثیت معلوم وي او نه یې علمي حالت، یوه مسئله له یو ځای واخلي او بله مسئله له بل ځای څخه واخلي دغه ته خو معجون ویل کیږي او له دین څخه داسې شی باید جوړ نشي چې څنګه دې خوښه وي نو هم هغسې کوه، نه داسې نده، بلکه: دین د اصولو نوم دی. که یو څوک داسې آزادي غواړي نو دا یوه طاغوتي نظریه ده او د اسلام خلاف یوه ستره توطئه ده، هیڅوک باید له اسلامي اصولو څخه بهر بل نظر غوره نکړي، که یو څوک د اوس وخت مسایلو باندې پوهیږي خو د علم قدیم او د مخکنیو مجتهدینو له اصولو بې خبره وي نو دا ډول خلک به څنګه اجتهاد وکړای شي او څنګه به مسایل او قواعد جوړ او وضع کړای شي!!!  کله چې موږ وایو اهدنا الصراط المستقیم دا سبق او درس د تقلید دی، مطلب یې داسې ندی بیان کړی چې تاسو قرآن سنت باندې  پخپل سر او خپلې خوښې سره روان شئ، ددې مطلب داسې دی چې د هغو خلکو خبره ومنئ چې قرآن یې سپارښتنه کړېده هم هغوی به تاسو قرآن او سنت ته ورسوي او در  زده به یې کړي، د هغوی لاره به د عافیت لاره وي، د سلامتي لاره به وي،  نو دلته نېغه لاره کومه یوه ده؟ قرآن ځواب فرمایي: صراط الذین انعمت علیهم نو دغه د انعمت علیهم لاره د اشخاصو لاره ده، لکه: انبیاء صدیقین شهداء صالحین او داسې نور، او د غیر المغصوب علیهم څخه چې پر هغوی غضب شوی او لاره یې غلطه ده دا یې هم  موږ ته په وضاحت سره  بیان کړي، نو قرآن موږ ته  د نیغې لارې سپارښتنه له کتاب، له نظریاتو یا ایډیا وو څخه، له تعلیم څخه یې نده کړې، بلکه: د نیغې لارې تعیین یې له شخصیاتو څخه کړی له نمونو څخه یې کړی له سمو اشخاصو څخه یې کړی، اوس که هر څوک نېغ په نېغه کیني او مسایل له قرآن او حدیث څخه را ایستل پيل کړي نو په ملیونو ملیونو لارې او مذاهب به جوړ شي، هره ډله به د بلې خبره نه مني، هیڅ یو کس به د بل کس خبره نه مني، هر یوه ته به خپل استنباط، نظر، عقیده، پوهه، مسایل، او هر څه د قرآن او سنت مطابق ښکاري او د بل یو نظر، عقیده او مسلک به ردوي که څه هم د هغه بل کس نظر به له ده څخه غوره وي، حقیقت دادی چې سمه لاره به څنګه مومې او دا هم حقیقت دی چې سمه لاره قرآن ده او سمه لاره سنت نبوي ده، اوس به دا سم تعبیر او سم تعیین او سم استدراک له کومه ځایه اخستل کیږي او څنګه به نیول کیږي!  قرآن کریم د دغه سم تعبیر پخاطر فرمایلي: د الله تعالی انعام ترلاسه کوونکو پسې ګرځه او هغوی تعقیب کړه، د هغوی لمن ونیسه، د هغوی پر قدم چلیږه، صراط الذین انعمت علیهم دا لومړنی درس دی د الله تعالی لخوا او دا لومړی درس د قرآن دی او دا لومړی درس هم په سورت فاتحه کې شامل دی.

ليکنه :استاد انجینر نورالله خان احمدزی

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email