اجاره‏

د اجارې تعريف :اجارة له أجرة څخه اخيستل شوي په لغت کې د کار او عمل بدل او اجرت ته وايي او په اصطلاح کې اجاره د ګټې عقد (تړون) د عوض په مقابل کې .

اجاره په دوه ډوله ده :

۱- إجارة على منفعة : د کرايې په بدل کې د کور ، حيوان او موټر اجاره او د هغه څخه ګټه اخيستل .

۲- إجارة على عمل : د کار په بدل کې د اجرت اخيستل .

د اجاري مشروعيت :

اجاره په قرآن ، سنتو او اجماع جايزه ده :

قال الله تعالى: [فإن أرضعن لكم فآتوهن أجورهن] (الطلاق: 6).

ژباړه :نو که تی ورکاؤ دوی اولاد د تاسې ته نو ورکړئتاسې هغوی لره مزدوري د هغوی په مصلحت او مشوره .

عایشي رضی الله عنه روايت کوي چې نبی صلی الله عليه وسلم او ابوبکر صديق د هجرت پر مهال يو لار ښودونکی کس اجاره کړی وو .

همدارنګه امام بخاري دا روايت نقل کړی دی :

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «مَا بَعَثَ اللَّهُ نَبِيًّا إِلاَّ رَعَى الْغَنَمَ» فَقَالَ أَصْحَابُهُ: وَأَنْتَ؟ فَقَالَ: «نَعَمْ كُنْتُ أَرْعَاهَا عَلَى قَرَارِيطَ لأَهْلِ مَكَّةَ». (بخارى:2262)

ژباړه : ابی هريرة رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل: الله تعالی هيڅ پيغمبر نه دی مبعوث کړی مګر دا چې چوپاني يې نه وي کړې . صحابه کرامو عرض وکړ : يا رسول الله تاسې هم چوپاني کړې ده ؟ ويې فرمايل : هو ما هم د څو قيراطو مزدورۍ په بدل کې د مکي د خلکو شپنې کړې ده .

د اجاري د صحت شرطونه :

د اجارې د صحت شرطونه ايجاب او قبول ، د دواړو طرفونو رضايت او بل دا چې مزد او ګټه به معلوم وي .

د مزدور د پاره ساعت ، ورځې او د مياشتې اجرت معلومول او يا د کار د مقدار له مخې د هغه اجرت معلومول .

د کور په کرايه نيول د يوې مياشتې يا يو کال کرايه معلومول او د زراعتي ځمکې اجاره کول د يو کال ، دوو کالو لپاره او حيوان او موټر د کرايه کولو لپاره د مودې ، وزن ، واټن او نورو معلومول په کار دي او همدارنګه د اجارې شی به شرعاً مباح وي هغه څه چې شرعاً حرام وي لکه : د خنزيز غوښه ، شراب ، د موسيقي اجرت او داسې نور اجاره يې رواه نه ده ( معاملات ماليه المعاصرة زحيلي ) .

په زور او اکراه سره اجاره نه صحي کيږي همدارنګه نامعلومه اجاره چې کرايه ، اجرت ، موده او نور پکې مجهول وي نه صحي کيږي .

همدارنګه د ايصال ثواب او عباداتو اجاره لکه : روژه ، لمونځ او نور نه صحي کيږي داسې چې څوک کوم کس په اجرت ونيسي چې زما لپاره روژه نيسه او يا لمونځ کوه .

د متأخرينو علماء په نزد د قرآنکريم په تعليم ، آذان ، امامت او د جومات په خدمت باندې اجرت ورکول د ضرورت پر بنا جايز دي .

د احنافو په نزد د کور اجاره کول په کور ، د خدمت اجاره په خدمت ، د سورلی اجاره په سورلی سره او د زراعت اجاره په زراعت سره نه صحي کيږي ځکه په دې معاملاتو کې سود راځي .

(معاملات ماليه المعاصرة وهبة زحيلي ص ۷۲).

همدارنګه سودي بانک ، سينما ، رقص خانې ، د شراب او نورو مخدره شيانو جوړولو او څښلو او خرڅولو ، د موسيقۍ کارولو او زده کولو ، فلم ، سريالونو او تصويرونو،فاحشه خانه ، د ښځو آرايشګاه ، د بې حجابی او تبرج لباس او سامان خرڅولو ، د ږېرې خريلو ، د مسلمانانو د غلولو او قمار بازۍ او نورو حرامو کارونو لپاره د کور ، دوکان او ځای په اجاره يا کرايه ورکول جواز نه لري .

جاء في الموسوعة الفقة الاسلامي :

لا يجوز تأجير البيوت والمحلات على من يبيع المحرمات كآلات اللهو المحرمة.. والأفلام والصور.. وأشرطة الفيديو والغناء.. والخمور والمخدرات.. والدخان والجراك.
وكذا من يتعاطى المعاملات المحرمة كالبنوك الربوية.. ومن يتخذ المحل معملاً للخمر.. أو مأوى لأهل الملاهي والزنا.. أو مكاناً لعرض أزياء التبرج وبيعها.. أو محلاً لبيع أواني الذهب والفضة.. أو محلاً لحلق اللحى ونحو ذلك؛ لما في ذلك من الإعانة على المحرم، وغش المسلمين، والتعرض لعقوبة الله، وحصول الفتنة.
قال الله تعالى: [وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ] (المائده ۲ ) .

(الموسوعة الفقة الاسلامي –حكم تأجير أهل المحرمات)

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً