السلام علیکم ګرانو بیاهم یوه پوښتنه لرم الله ج،دی وکړي چی تاسویی راته ځواب کړی هغه داچی که یوکس مدیني منوري ته لاړشي دروضي مبارکی نه بغیرنورکوم زیارتونه شته چی بایدوشي اوپه کومه طریقه سنت طریقه هغلته کومی دعاوی وکړو چاته یی وکړو هغوی ته که ځان اوڅنګه دجواب په انتظار

عبدالله افغان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مبارکې روضې د زيارت څخه علاوه لاندې زياتونه مستحب او د عبرت کار دی :

۱- د مسجد قبا زیارت کول خصوصاً د شنبې په ورځ مستحب دی کوم چې د مدينې په جنوب غرب کې موقعيت لري ، په اسلام کې لومړی بنا شوی جومات دی ، په دغه جومات کې لمونځ کول د عمرې برابر ثواب لري په دليل د دغه حديث شريف : «صلاة في مسجد قباء كعمرة» (رواه الترمذي وغيره عن أسيد بن ظهير رضي الله عنه، وهو صحيح)

او په دغه جومات کې د خپلې خوښې دعا کول پکار دي په خاصه توګه د پريشاني او غم څخه د نجات دعا ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به په دغه جومات د غم او مشکلاتو څخه د خلاصون دعا کوله ، همدارنګه د مسجد القبلتين او مسجد الفتح او مسجد الغمامه زيارت کول (فقه الاسلامي وادله ).

۲- د جنة البقيع زيارت کول ، په خاصه توګه د جمعې او پنجشنبې په ورځ د مبارکې روضې د زيارت وروسته .

د زيارت پر مهال دا دعا کول : ( السلام عليكم دار قوم مؤمنين، وإنا إن شاء الله بكم لاحقون، اللهم اغفر لأهل بقيع الغرقد، اللهم اغفر لنا ولهم ).

د البقيع په قبرستان کې د لسو زرو زيات صحابه کرام او د رسول الله صلی الله عليه وسلم اهل بيت خښ شوی دي .

۳- د احد د شيهدانو زيارت کول .

۴- د اريس د کوهي زيارت کول مسحب دي کوم چې قبا د جومات سره موقعيت لري د هغه د اوبو څخه څښل او په هغه باندې اودس کول د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی دي .

زيارة الأماكن الأثرية: يستحب أن يزور بئر أريس التي روي أن النبي صلّى الله عليه وسلم تفل فيها، فيشرب من مائها ويتوضأ منه، وهي عند مسجد قباء (فقه الاسلامي وادله ) .

۵- د ابو ايوب انصاري د کور ليدل ، د عثمان بن عفان کور ، د عبدالله بن عمر کور ، خالد بن وليد کور ، د ابوبکر صديق کور رضی الله عنهم چې د مسجد نبوي شا او خوا موقعيت لري .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email