وکالت

د وکالت معنی ، نظارت ، حفاظت او کار سازې ده او د فقه په اصطلاح کې د يو سړی بل سړی ته خپل کار سپارل او دهغه پخپل ځای باندې ودولو ته وکالت وايي .

وکالت د اسلامي شريعت د اخلاقي محاسنو څخه دی ځنې وخت انسان د عجز ، مرض ، مشغوليت او نورو امورو په بنا خپل مسئوليت او د حقوقو تر لاسه کولو توان له لاسه ورکوي نو په دې وجه سره اسلامي شريعت د آساني او مشکل د حل لپاره وکالت جايز ګرځولی دی .

حکم او مشروعيت :

د وکالت تړون بې اجرې او په اجره تر لاسه کولو دواړو سره جايز دی لکن بې اجرې مستجب او کار د ثواب دی ځکه چې وکالت د خير په کار کې مدد کول دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [قَالُوا رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ فَابْعَثُوا أَحَدَكُمْ بِوَرِقِكُمْ هَذِهِ إِلَى الْمَدِينَةِ فَلْيَنْظُرْ أَيُّهَا أَزْكَى طَعَامًا فَلْيَأْتِكُمْ بِرِزْقٍ مِنْهُ وَلْيَتَلَطَّفْ وَلَا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ أَحَدًا] (الكهف:۱۹) .

ژباړه : رب مو ښه پوه دی چې څومره درنګ مو کړی دی اوس يو تن له دغو ورقو سره ښار ته ولېږئ هغه دې ښه وګوري چې کوم ښاري خوراک ډير پاک دی نو له هغه نه دې خوراک راوړي او بايد ډيره هوښيارتيا وکړي او هيڅ څوک خبر نه کړي .

يعنې : اصحاف الکهف د خپل طرف نه يو وکيل ښار ته وليږه .
عَنْ عَلِيٍّ رَضِيَ اللهُ عَنهُ قَالَ: أمَرَنِي رَسُولُ الله صلى الله عليه وسلم أنْ أتَصَدَّقَ بِجِلالِ البُدْنِ الَّتِي نَحَرْتُ وَبِجُلُودِهَا. متفق عليه.

ژباړه : حضرت علی رضی الله عنه وايي : ما ته رسول الله صلی الله عليه وسلم د قربانۍ کوم مې چې ذبحه کړې وه د کتې او څرمنې په صدقه کولو حکم وکړ .

يعنې : د هغه د پاره يې وکيل وګرځولم .

د وکالت د صحت شرطونه :

۱- په وکالت کې هم د نورو معاملاتو په څير قبول او ايجاب شرط دی که په اقرار سره وي او که يا تحريري توګه .

۲- دوهم شرط دا دی چې وکيل ته سپارل شوی کار به د مؤکل په خوښه او رضا وي که هغه په خپل سر څه کار وکړي نو د هغه ضمه واري په وکيل ده .

۳- مؤکل او وکيل به دواړه عاقل او په معامله پوه وي .

۴- د وکيل حيثيت د يو امين او نماينده وي نو وکيل ته په کار ده چې د کوم کار د پاره دی وکيل جوړ شوی دی د هغه کار نسبت ځانته ونه کړي بلکي د مؤکل طرف ته به کوي . البته په خريد او فروخت کې د کوم شي کرايه نيولو او مزدور نيولو کې دا شرط ضرور نه دی .

۵- که د وکيل څخه څه خرابي او تاوان وشي که د بې پروايۍ او غفلت له وجې وي د هغه د تاوان ضامن دی او که بغير له بې احتياطۍ وي نو د هغه ضامن نه دی .

۶- و کيل ته د مؤکل د اجازې بغير بل وکيل جوړولو صلاحيت نشته .

۷- که دوه يا څو وکيلان وي نو د هغوی ټولو موجوديت لازم دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً