د رب المال (د پيسو چښتن ) حقوق او صلاحيتونه :

۱- سرمايې لګولو واله ته دا حق شته چه تجار يا محنت کوونکي ته ووايي چه دا پيسې د فلاني کار او بار لپاره ولګوه ،که تجار د هغه خلاف کاري وکړي او په هغه کی تاوان وکړي نو هغه به د تجار پر غاړه وي .

اوهمدارنګه دا شرط هم لګولی شي چه په دې پيسو په فلانۍ سيمه کې کار کوه کابل ،کندهار يا پښور کې، او دا شرط هم لګولی شي چه تر فلاني وخته شپږ مياشتې يا يو کال ورباندې کار کوه.

۲- که تجار په تجارتي دوران کې په خوړلو،څښلو او د کاربار د انتظام لپاره روپۍ ولګولې اوګټه وشوه لومړی دې د تجارتي دوران مصارف د ګټې له روپو څخه پوره کړي باقي نفع دې په خپل منځ کی تقسيم کړي .

۳- که رب المال (د روپو مالک ) دا شرط ولګوي چه په تاوان کی به دواړه شريک وو نو دا مضاربت فاسد دی هغه ته دا حق نشته .

د مضارب ( تاجر) حقوق او صلاحيتونه :

۱- مضارب چه کومه سرمايه اخيستې د هغه دی امين او وکيل دی .

۲- که تجار په خپل ولس کې کار او بار کوي د ځان خرڅ خواراک يې پر خپله غاړه دی مګر په تجارتي دوران يا سفر کې يې خرڅ بيا د کار بار له پيسو څخه دی .

۳- مضارب ته د څه مال د ګاڼه ايښودلو،امانت ايښودو ،يا حواله کولو کې څه تاوان وشي نو د هغی تاوان په مضارب نشته .

که په تجارت کې تاوان وشي نو تاوان به له ګټی نه پوره کړي که پوره نشي هغه به سرمايې واله ورکوي .

مثلاً په تجارتی دوران کی ۲۰۰ ګټه وشوه خو ورسته ۵۰۰ تاوان وشو ۲۰۰ ګټه به په تاوان کی لاړه شي او پاتې ۳۰۰ به روپو واله ورکړي.

خو که تجار ښکاره بی احتياطي او ناغړي وکړي نو بيا د دې تاوان په تجار دی .

مثلاً که نرخونه يوځل راښکته شي اوتاوان وشي ،نو دا تاوان پر مالک د پيسو دی نه په تجار ،خو که د تجار له ناپوهۍ اوبې غورۍ چه د ۸ روپو شی يې په ۱۲ روپو اخيستي وي او يا کومه بله نا راستي وکړي نو دا تاوان بيا په تجار دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email