شرکت په دوه ډوله دی : د املاکو شرکت او د عقود شرکت .

د املاکو شرکت : يعنې د جايداد او ملکيت شرکت ، دا داسې شرکت وي چې دوه يا څو کسان په ميراث ، هبه شوي ملکيت او يا اخيستل شوي جايداد او مليکت کې سره شريک وي .

د شرکت املاک حکم : د شرکت املاک حکم دا دی چې په دې شرکت کې يو شريک ته هم بغير د نورو شريکانو له اجازت څخه د تصرف کولو هيڅ حق نشته . او هر يو يې د شرکت په حصه کې د پردي شخص په څير دی .

د عقود شرکت : يعنې د عقد او تړون شرکت داسې چې دوه يا څو کسان خپلې پانګې سره جمع کړي او پخپل مينځ کې تړون وکړي چې مونږ به په دغو پيسو په شريکه کار کوو او د کار نفع به پخپل مينځ کې تقسيموو .

د عقود شرکت په څلور ډوله دی چې هر يو يې ځانته احکام لري

۱- د مفاوضي شرکت

۲- د عنان شرکت

۳- د صنائع شرکت

۴- د وجوه شرکت

۱- د مفاوضې شرکت :د مفاوضه معنی ده برابري او مساوات .دا داسې شرکت دی چې دوه نفره په مال ، تصرف او پور کې له يو بل سره په مساوي او برابر ډول شريک

کيږي او په وکالت او کفالت سره منعقد او تړل کيږي .

ددې شرکت د صحت شرطونه دا دي :

۱- د تړون د پيل څخه تر پایه به د دواړو شريکانو پانګه برابره او مساوي وي .

۲- هر يو شريک ته به د مال خرڅولو ، اخيستلو ، قرض او تصرف اختيار وي يعنې يو شريک به د بل شريک کفيل او ضامن هم وي او همدارنګه په ګټه کې به هم سره برابر وي .

۳- دا شرکت د مسلمان ، عاقل او بالغ تر مينځ جايز دی .

۲- شرکت عنان : عنان د ور سپارلو په معنی دی ، شرکت عنان هغه تجارتي ګډون دی چې دوه يا څو کسان په کډ او شريک تجارت کولو سره تړون کوي په دې شرکت کې د ګډون کوونکو د پانګې ، ګټې او تصرفاتو برابري شرط نه ده پس که د يو مال ډير وي د بل کم او يا يوازې يو کس د نورو په موافقه د شرکت مسئول وي داسې تړون جايز دی ګټه به د پانګې په نسبت تقسيميږي .

د شرکت عنان د صحت شرطونه :

۱- په شرکت عنان کې ګډون کوونکي يو د بل وکالت کولای شي مګر يو د بل کفالت نشي کولای . يعنې يو د بل په وکالت او نيابت سره تجارتي معامله کولی شي مګر يو د بل د قرض خلاصولو او نور ذمه وار نه وي بلکي قرض به پخپله پور اخيستونکی ادا کوي .

۲- په تړون کې دا معلومول په کار دي چې ټول شريکان به کار کوي که يو يا څو کسان .

۳- ګټه او تاوان به د رأس المال (اصلي پانګې) په نسبت ويشل کيږي .

۴- که له ګډون کوونکو څخه يو شريک مال واخلي او د هغه بل مال هلاک شي نو دواړه شريکان به په باقي مال کې شريک وي .

۵- که د ګډون څخه مخکې ټول مال هلاک شي يا د يو ګډون کوونکي مال هلاک شي او د بل وي په دواړو صورتونو کې ګډون باطل دی .

۶- په شرکت عنان کې مسلم او غير مسلم شرط نه دی .

يادونه : د ګټې حصې به د فيصدی له مخې ټاکې نه په ثابت ډول داسې چې فلانې به شل روپۍ او د فلانې څلوښت څه چې پاتې شول هغه به د فلانې او فلانې وي داسې کول صحي نه دي (هدايه ) .

۳- شرکت صنائع يا شرکت اعمال : صنائع د صنعت جمع ده او صنعت کار کسب ته وايی . دا داسې شرکت دی چې د کمپنۍ په ډول د يو صنعتي کار دوه يا څو مسلکي کسان د کډ کار کولو تړون کوي لکه دوه او څو خياطان ، ترکاڼان چې تړون وکړي چې په شريکه به کار کوو .

د شرکت صنايع احکام :

۱- په شرکت صنايع کې د هر شريک ګټه د هغه د ذمه وارۍ او مسئوليت په تناسب وي نه د کار په تناسب .

۲- که چېری د شرکت په تړون ليک کې د مفاوضې کليمه ذکر شوی وي نو د ټولو حقوق او مسئولتونه به سره مساوي وي او که د شرکت عنان کليمه پکې ذکر شوي وي نو د کار په تناسب به د هغوی حقوق وي او يو د بل کفالت نشي کولای .

۳- که په شرکت کې تاوان وشي نو پر هر يو کډونوال باندې د تړون موافق ويشل کيږي او که د ګډون کوونکو څخه کوم يو جرم وکړي ضمان يې پر ګردو لازم دی مثلاً له يوه خياط څخه کالي خراب شي او پرې تاوان شي .

شرکت وجوه :وجوه د وجهه جمع ده چې په عربی کې مخ ته وايي او دلته مراد ورڅخه باور ، په ټولنه کې اعتبار او اعتماد ته ويل کيږي .

شرکت وجوه د داسې کډون لپاره تړون دی چې څو مخور او د اعتماد کسان سره يو ځای شي په اعتبار او اعتماد سره له کومې کمپنۍ څخه په قرض سره مال واخلي او بيا يې په نغدو پلوري او څومره ګټه چې وشو هغه په خپل مينځ سره ويشي .

د شرکت وجوه احکام :

۱- هر کډون کوونکی به د نيمايي نيمايي مال ذمه وار وي ، پيرودلی مال به هم نيمائي نمايئ او ګټه به هم د دوی تر مينځ نمائي نيمائي وي .

۲- که يې تړون په مفاوضه لفظ سره کړی وي نو د کډون کوونکو تر مينځ به هر اړخيز مساوات وي او که تړون يې په عنان سره کړی وي نو د عنان شرکت اصول پکې اجراء کيږي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email