شرکت په لغت کې اختلاط او يو ځای والي ته وايي او د فقهاؤ په اصطلاح کې په جايداد ، پانګه او ګټه کې د دوو يا څو شريکانو تر مينځ تړون ته شرکت وايي .

ځنې تجارتي کارونه په لږ پانګه نه تر سره کيږي د هغه د پاره دا ضرور وي چې څو کسان خپلې لږې لږې پانګې سره يو ځای کړي تر څو د هغه څخه څه لويه پانګه جوړه شي او بيا دغه کسان په کډه کار وکړي او يا داسې کار وي چې په يوازې سر باندې نه کيږي نو په هغه کې څو کسان کډون کوي او کار په شريکه سره پر مخ بيايې .

اسلامي شريعت د ټولنې ددې ضرورياتو په نظر کې نيولو سره د څو کسان کډون په پانګه او کار کې جايز ګرځولی دی .

د مشروعيت دلائل :

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[وَ إنَّ کَثِيراً مِنَ الخُلَطَاءِ لَيَبغِي بَعضُهُم عَلَي بَعضٍ إلاَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَ قَلِيلٌ مَّاهُم]       (ص : ۲۴).

ژباړه : يقيناً ډير شريکان يو پر بل تېری کوي خو يوازې هغه کسان تېری نه کوي چې ايمان يې راوړی او نيک عمله وي خو دا ډول کسان ډير لږ دي .

په حديث شريف کې راغلي دي :«أنا ثالث الشريكين ما لم يخن أحدهما صاحبه.فإن خان أحدهما صاحبه خرجت من بينهما»

ژباړه : که چېرې دوه نفره سره شريک او يو د بل سره خيانت ونه کړي نو زه هم د هغوی دريم شريک يم او کله چې د يو بل سره خيانت وکړي زه د هغوی څخه وځم او نور به د هغوی سره شريک نه وم . يعنې الله تعالی د شريکانو په مال کې برکت اچوي تر هغه پورې چې دوی په مينځ کې خيانت ونه کړي او کله چې خيانت وکړي نو برکت ور څخه ځي (ابوداود ) .

زيد وايي : زه او براء بن عازب سره شريک و (البخاري )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email