عملي مثال

د سورت فاتحې (الحمدلله) تجويد ځکه مهم دی چې په هر لمانځه کې لوستل کيږي چې د تجويد ځينې احکام يې په لاندې ډول دي :

الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ

د [الْحَمْدُ] په سر کې همزه، همزه وصل ده چې د لام سره جنګيږي ، په [رَبِّ] کې (راء) توری ډکه لوستل کيږي او (باء) مشدد لوستل کيږي.

د (دال) حرف پيښ لري چې بايد دومره اوږد نشي چې د ( واو ) پشان تلفظ شي چې [الحمدو] وويل شي .

د [ح،ع] حروف د ستونې له وسط څخه راوځي .

په [الْعَالَمِينَ] کې د الف په توري کې طبعي مد دی ځکه الف د مد حرف دی مخکې حرف یې (ع) دی زور لري چې د دوو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي .

په [الْعَالَمِين] کې د وقف په حالت کې د سکون له کبله عارض مد دی چې د ياء حرف دوه يا څلور يا شپږ حرکته کش کول کيږي ځکه چې د مد د حرف (ياء) وروسته سکون (نْ) راغلی دی چې قصر او مد دواړه پکې جايز دي .

الرَّحْمٰـنِ الرَّحِيمِ

د [الرَّ] په سر کې همزه وصل ده چې د (راء) سره جنګيږي او (راء) مشدده لوستل کيږي ، لام نه لوستل کيږي ځکه د لام وروسته شمسی حرف راغلی دی ، هر ځای مو چې د لام وروسته مشدد حرف ليدلو هغه شمسي حرف دی چې مشدد لوستل کيږي او لام نه لوستل کيږي .

شد د دوو حروفو د تکرار نښه ده چې لومړی ساکن او دوهم متحرک وي لومړی حرف په دوهم کې مدغم (داخل ) شوی وي نو مشدد حرف به د ادا کولو په وخت کې داسې لوستل کيږي لکه دوه حروف .

په [الرَّحْمٰـنِ] کې (ميم ) په الف ولاړ دی .

په [الرَّحِيم] کې د وقف په حالت کې د سکون له کبله عارض مد دی کچېرې وقف تر سره شي ، چې دوه يا څلور يا شپږ حرکته کش کول کيږي ځکه چې د مد حرف (ياء) وروسته سکون (مْ) راغلی دی .

په [الرَّ] کې حرف (راء) مشدد لوستل کيږي ځکه شمسي حرف دی او لام نه لوستل کيږي ،همدارنګه په حرف (راء) کې تفخيم دی (ډکه لوستل کيږي ) .

مَٰلِكِ يَوْمِ الدِّينِ

په [مَٰلِكِ] کې د ميم حرف د دوو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي ځکه چې طبعي مد دی ، په [الدِّينِ] کې لام نه تلفظ کيږي د (دال) حرف شمسي دی مشدد دی داسې لوستل کيږي [ادَّينِ]

همدارنکه د (کاف ) حرف زير لري چې بايد ساکن ونه لوستل شي او زير دومره اوږ نشي چې (ياء) ترې تلفظ شي .

په [الدِّين] کې د وقف په حالت کې د سکون له کبله عارض مد دی چې دوه يا څلور يا شپږ حرکته کش کول کيږي ځکه چې د مد حرف (ياء) وروسته سکون (نْ) راغلی دی .

إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ

په [إِيَّاكَ] کې (ياء) مشدد لوستل کيږي .

په [نَسْتَعِين] کې د وقف په حالت کې د سکون له کبله عارض مد دی چې دوه يا څلور يا شپږ حرکته کش کول کيږي ځکه چې د مد حرف (ياء) وروسته سکون (نْ) راغلی دی .

اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ

د (هاء) حرف د ستونې له اخرې برخې څخه را وځې مګر د (حاء) حرف د ستونې له وسط څخه راځي ، (هاء) به د (حاء ) په څير نه ادا کيږي .

د (صاد ، طاء ) په حروف کې د استلاء صفت دی چې لوړ ، اوچت او ډک ادا کيږي يعنی د ادا کولو په وخت کې د ژبې بيخ پورته تالو ته لوړيږي د لوړيدو له کبله دا توري ډک تلفظ کيږي ، د استعلاء صفت لرونکي حروف دا دي (خُصَّ ضَغطٍ قِظ) .

په [الصِّرَاطَ] کې لام نه لوستل کيږي (صاد) چې شمسي حرف دی مشدد لوستل کيږي .

د (قاف) حرف هرکله چې د ژبی پای له نرم تالو سره ولګيږي د “ق“ توری ادا

کيږي .

د (کاف) مخرج د لوی (قاف) مخرج سره نږدې لږ د خولې طرف دی ، په (قاف) کې د استعلاء صفت دی چې اوچت تلفظ کيږي مګر په (کاف ) کې د استفال صفت دی چې ټيټ لوستل کيږي .

په [المُستَقِيم] کې هم د وقف په صورت د سکون له کبله عارض مد دی .

صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ

په (صاء ،طاء) حروفو کې د استعلاء صفت دی ډک تلفظ کيږي .

[الَّذِينَ] کې د لام حرف مشدد لوستل کيږي .

په [أَنعَمتَ] د ( نْ) او (مْ) حروف ښکاره لوستل کيږي ځکه چې ادغام او اخفاء پکې نشته ، بلکي د ساکن نون اظهار او د ساکن ميم اظهار شفوي دی .

غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ

د (غ) حرف د ستونې له اولې برخې څخه راوځي ، اوچت او ډک لوستل کيږي .

د (ضاء) حرف :کله چې د ژبې اړخ د ښي طرف يا چپ طرف د پاسنيو اضراس (د ژامې ) غاښونو سره ولګول شي د ضاد حرف ادا کيږي او د ضاد په حرف کې د استعلاء صفت دی لوړ او ډک تلفظ کيږي .

په [عَلَيهِمْ] کې ساکن ميم کې اظهار تر سره کيږي څرګند او ښکار لوستل کيږي .

په [وَلاَ الضَّالِّينَ] د ضاد د تشدد په وجه (الف ،لام ) دواړه نه ادا کيږي او ضاد مشدد لوستل کيږي .

په [الضَّالِّينَ] کې د الف حرف د شپږو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي ځکه چې مثقل حرفي لازم مد دی د حرف مد (الف) وروسته سکون په مشدد ډول چې د (لام) حرف دی راغلی دی .

په [لِّين] کې هم د وقف له کبله عارض مد دی چې د ياء حرف د دوو ، څلورو يا شپږو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي .

آن لاين اسلامي لارښود