اولادونو ته په هبه ورکولو کې عدالت

د ماشومانو هبه :

که چا په ښکاره کوچني ته څه ورکړل او د هغه د پاره يې مشخص کړل نو که کوچنی پوه وي د هغه قبضه کول کافي دي او که پوه نه وي د هغه د سرپرست قبضه کول کافي دي په دغو دواړو صورتونو کې سرپرست ته دا حق نشته چې هغه استعمال کړي مطلب دا چې کوم شی چې د ماشوم ملک شو په هغه کې بيا بل څوک حق نه لري د همغه ماشوم د پاره به يې لګوي نه د بل کوم زوی د پاره (اسلامې فقه ص ۷۲۷ مولانا مجيب الله ندوي)

اولادونو ته په هبه ورکولو کې عدالت :

والدين به د خپلو اولادونو تر مينځ په سلوک کولو ، پاللو او ورکړه کې د عدالت ساتلو خيال کوي ځکه چې اسلامي شريعت په دې باره کې ډير تأقيد کړی دی .

داسې نه چې يو ښه پالل کيږي او بل محروم وي يو دا چې دا د عدل تقاضا ده کوم چې الله (جل جلاله) ورباندې راضي کيږي او بل داچې په دې کې حکمت او مصلحت دا دی چې که يو پالل کيږي او بل محروم وي نو د هغوی ترمنځ به کينه او بغض منځ ته راشي چې کينه او بعض نيکي له منځه وړي

په حديث شريف کې راغلي دي :

عَنْ النُّعْمَان بْنَ بَشِيرٍ رَضِي اللَّه عَنْهمَا قال: أَعْطَانِي أَبِي عَطِيَّةً، فَقَالَتْ عَمْرَةُ بِنْتُ رَوَاحَةَ: لا أَرْضَى حَتَّى تُشْهِدَ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم، فَأَتَى رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم فَقَالَ: إِنِّي أَعْطَيْتُ ابْنِي مِنْ عَمْرَةَ بِنْتِ رَوَاحَةَ عَطِيَّةً، فَأَمَرَتْنِي أَنْ أُشْهِدَكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ: «أَعْطَيْتَ سَائِرَ وَلَدِكَ مِثْلَ هَذَا»؟ قَالَ: لا قَالَ: «فَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْدِلُوا بَيْنَ أَوْلادِكُمْ» قَالَ: فَرَجَعَ فَرَدَّ عَطِيَّتَهُ. (صحيح البخارى)

ژباړه : نعمان بن بشير رضي الله عنهما وايي پلار مې ماته يو شي هديه کړل ، عمرة بنت رواحه (مور مې) وويل ترهغه به راضی نه شم ترڅو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورباندې شاهد شوی نه وي ، پس پلار مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی ورته ویې ویل زوی مې چې له رواحه نه دی يو شی مې ورته هديه (سوغات ) کړل مګر مور یې دا تأقيد کړی چې رسول الله به شاهد نيسی .

رسو ل الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ايا تا ټولو زامنو ته همدا ډول هديه ورکړې ده هغی وویل نه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: له خدای (جل جلاله) څخه وويريږه او د زامنو تر منځ عدالت سره رفتار وکړه ورسته مې پلار وګرځید او هديه يې واپس واخيسته .

نو ثابته شوه چې د اولاد تر مينځ په سوغات ورکولو ، پاللو او سلوک کې بايد فرق ونشي .

او هر چې د زړه مينه او محبت دی هغه د انسان په اختيار کې نه وي په هغه باندې والدين نه نيول کيږي چې کوم زوی ورباندې ډير ګران وي او کوم لږ .

آن لاين اسلامي لارښود

 

 

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً