هبه او هدية په لغت کې بخشش او سوغات ته وايي او په شريعت کې بغير د څه عوض څخه خپل مال د بل په مکليت کې ورکولو ته هبه وايي .

د هبې او صدقې تر مينځ دا فرق دی چې هبه د محبت ، علاقې او خپلولې ټنګولو په مطلب خپلو خپلوانو ، ګاونډانو او ملګرو ته ورکول کيږي او صدقه خاص فقيرانو ، مسکينانو او د زکات او صدقانو نورو مستحقينو ته د ثواب په نيت ورکول کيږي .

د هبې حکم :

هبه ورکول مسحب او د ثواب کار دی ځکه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم يې ډير ترغيب بيان کړی دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : تهادوا تحابوا .
يعنې : پخپلو مينځو کې هديې او تحفې ليږﺉ په دې سره محبت زياتيږي او د زړه خيري لرې کوي (ترمذي)

وَعَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قالتْ: قُلتُ: يَا رَسُولَ الله، إِنَّ لِي جَارَيْنِ، فَإِلَى أيِّهِمَا أهْدِي؟ قال: إِلَى أقْرَبِهِمَا مِنْكِ باباً (أخرجه البخاري) .

او د عايشې رضی الله عنها روايت دی چې ومې ويل : يا رسول الله : زما دوه ګاونډيان دی نو کوم يو ته هبه ورکړم ؟ ویې فرمايل د کوم چې دروازه تا ته لنډه وي .

له ابې هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : : (يا نساء المسلمات لاتحقرن جارة لجارتها ولو فرسن شاة (متفق عليه ) .

يعنې : ای مسلمانو ښځو هيځ ګاونډی به د بل ګاونډي هبه نه تحقيروي (کمه او بې ارزشته به يې نه ګڼي ) ولو که د پسه فرسن هم وي.

همدارنګه فرمايي : هديه اګر که ډيره معمولې هم وي د هغې قبلول پکار دي همدارنګه د معمولي عطئې په ليږلو هم شرم مه محسوسوﺉ (مسند احمد او ترمذي) .

څوک چې چاته هديه ورکوړي مستحب دا ده چې د هغه په ځواب کې بهتره هديه ورکړي مګر کوم څوک چې بې وسه او فقير وي هغه بايد د هديې په ردولو باندې مجبور نشي بلکي خپل اجر او بدله له الله تعالی څخه وغواړي (د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه -16/172)

په هبه کې پېښمانه کېدل :

ابن عباس رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :الذي يعود في هبته کالکلب يرجع في قيئه) (متفق عليه ) .

ژباړه : څوک چې پخپله هبه باندې پېښمانه کيږي داسې دی لکه سپی چې خپل قي يا استفراغ خوري .

د هبې ردول ګناه ده (وليس له حق الرجوع بعد التسليم – عالمګيري ج۵ ص ۲۳۵) .

يعنې : هغه لره د تسليم وروسته د غوښتلو حق نشته .

د هبې ارکان :

۱- د هبې د پاره ايجاب او قبول او د هغه قبض کېدل شرط دي .

۲- هبه کوونکی به عاقل او بالغ وي

۳- په هبه کې د هبه ورکونکی رضامندي شرط ده .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email