چا ته يو شی بغير له کوم عوض څخه د ګتې او استفادي لپاره ورکولو ته عاريت وايي .

عاريت په اسلام کې يو نيک کار دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى .

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :كُلُّ مَعْرُوفٍ صَدَقَةٌ». أخرجه البخاري.

د اسلامي معاشرې دا يو اخلاقي مسئوليت دی که پخپل مينځ کې يو بل ته احتياج شي نو يو د بل احتياج به پوره کوي ، په خاصه توګه هغه معمولي څيزونه چې روزمره ضرورت وي لکه : د پخلي اسباب ، بيل ، کراچۍ ، ستن ، چکوش ، چاړه ، بستره او نور به بغير له عوض څخه يو بل ته ورکوي .

قرآنکريم د هغو خلکو مذمت بيان کړی دی چې د روزمره ضرورت سامان يو بل ته نه ورکوي :

فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ 4 الَّذِينَ هُمْ عَن صَلاَتِهِمْ سَاهُونَ 5 الَّذِينَ هُمْ يُرَاؤُونَ 6 وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ ( الماعون ) .

ژباړه : خرابي ده هغو خلکو لپاره چې د خپلو لمونځونو څخه غفلت کوي دوی د ځان ښودنې د پاره لمونځ کوي او د روزمره استعمال په ځيزونو وروکول کې منع کوي .

د عاريت الفاظ :

په عاريت کې د عاريت ورکونکی صريح الفاظ دي چې ووايي : دغه شی مې عاريت درکړل ، يا دغه کور مې تا د استوګنې د پاره بغير له کرايې څخه درکړ .

په عاريت کې هم د نورو معاملاتو په څير بايد دواړه لورې عاقلان او په معامله پوه وي او جنس مباح او د قبض کولو وړ وي .

د عاريت حکم :

عاريت چې چا ته سپارل کيږي د هغه سره د امانت حکم لري ( د امانت احکامو مخکې ولوستل ) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email