لقطه ( ميندل شوی شی )

اللقطة په لغت کې هر هغه شي ته وايي چې د ځمکې څخه واخيستل شي او د شرعې په اصطلاح کې اللقطة هغه مال ته وايي چې د خپل څښتن څخه ضايع او ورک شي او بل کس يې واخلي ( الموسوعة الفقهية ) .

د ورک شوي شي پورته کول مستحب دي لکن پخپل ځای پرېښودل يې غوره دي او د خپل ځان لپاره اخيستل يې حرام او غصب دی ، مګر که د مال د ضايع کېدو وېره وي اخيستل يې فرض دي ځکه د مسلمان د مال حرمت داسې دی لکه د هغه د نفس حرمت چې ضايع کول يې ګناه ده .

(حاشية ابن عابدين ۴ / ۲۷۷ ، وشرح الكنز للزيلعي ۳ / ۳۰۲ ، والمبسوط للسرخسي ۱۱/ ۲ ، وبدائع الصنائع ۶/ ۲۰۰) .

که چا کوم شی پيدا کړ له ځانه سره به يې ساتي تر يوه کاله پوری به اعلانونه کوي چې ما داسې شی په فلاني ځای کې پيدا کړی دي که يې مالک پيدا شو نو ژر به يې ورته سپاري او که تر يو کاله پيدا نشو نو خپله يې استفاده کولای شي .

په دليل د دغه حديث شريف : عَنْ زَيْدِ بْنِ خَالِدٍ الْجُهَنِيِّ رضی الله عنه: أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم سَأَلَهُ رَجُلٌ عَنِ اللُّقَطَةِ، فَقَالَ: «اعْرِفْ وِكَاءَهَا» أَوْ قَالَ: «وِعَاءَهَا وَعِفَاصَهَا، ثُمَّ عَرِّفْهَا سَنَةً، ثُمَّ اسْتَمْتِعْ بِهَا، فَإِنْ جَاءَ رَبُّهَا فَأَدِّهَا إِلَيْهِ» (بخارى:۹۱) .

ژباړه :زيد بن خالد روايت کوي چې : يو سړي د ورک شوي شي د پيدا کېدو په باره کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه، يې فرمايل :ځنې مشخصات يې(لکه:لوښی يا داسې شی چې چاپيره تړل شوی وي )تر يو کال پورې خلکو ته اعلان کوه، کچېرې يې څښتن پيدا نشو نو د هغه څخه کار واخله مګر که څښتن يې پيدا شو هغه ته يې ورکړه .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً