امانت د خيانت ضد دی امانت او وديعت دې ته وايي چې خپل مال د ساتنې او حفاظت لپاره بل چا ته و سپارې .

په دنيا کې کله نا کله انسان ته دا صورت پيښيږي چې د خپل شي يا روپو د حفاظت لپاره له نورو څخه مدد وغواړي .

په داسې موقع کې د اسلامي ورورولی دا يو اخلاقي اصل دی چې د خپل مسلمان ورور له مدد څخه منع ونه کړي ځکه چې انسانان سره تړلي دي خامخا به يو بل ته د مرستې د پاره اړ کيږي .

په اسلامي شريعت کې په امانت باندې تأقيد :

الله سبحانه وتعالی فرمايي : إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا (النساء ۵۸)

يعنې : الله تعالی تاسی ته حکم درکوي چه امانتونه او حقوق د هغی مالکانو ته ورسوﺉ .

إِنَّ اللَّهَ لاَ يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ (الحج ۳۸)

يعنې : الله تعالی هر خيانت ګر او ناشکره نه خوښوي

د مؤمن يو ستر صفت د امانت ساتل دي :

وَالَّذِينَ هُمْ لأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ( المومنين ۸)

(هغه کسان کامياب شول ) کوم خلق چې د خپلو امانتونو او وعدو خيال ساتی .

همدارنګه نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايې : لا ايمان لمن لا امانة له (رواه احمد ) .

يعنې : چه په چا کې امانتداری نه وي د هغه زړه له ايمان نه خالی وي ( کامل مؤمن نه دی ) .

عن أبي هريرة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: (آية المنافق ثلاث: إذا حدث كذب، وإذا وعد أخلف، وإذا اؤتمن خان). البخاري ) .

ژباړه : له ابوهريرة نه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی : د منافق دری نښې دی : چې کله خبرې کوي دروغ وايي ، کله چې وعده وکړي په هغه وفا نه کوي او که امانت ور ته ورسپارل شي په هغه کې خيانت کوي .

د امانت حکم :

موسوعة الفقهيه ليکي : څوک چې د امانت د ساتنې توان ولري هغه لره د امانت او ودعيت ساتل مسحب دي يعنې :امانت يو اخلاقي مسئوليت او د ښه سلوک نوم دی ددې وجې نه قانوناً د امانت په ايښودلو کې کوم جبر نشته او نه هم څوک ورباندې مجبور کيدای شي .

مګر که د مال د هلاکت وېره وي بيا د امانت ساتل واجب ګرځي ځکه د مسلمان د مال حرمت داسې دی لکه د هغه نفس حرمت د ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :حرمة مال المؤمن كحرمة دمه (صحيح الجامع ۳۱۴۰ ) .

يعنې : د مؤمن د مال حرمت داسې دی لکه د هغه د وينو حرمت .

د امانت ساتل واجب دي هغه که هر قسم امانت وي او همدارنګه د امانت سپارل خپل مالک ته واجب دي لقوله سبحانه وتعالی :

إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا (النساء ۵۸)

يعنې : الله تعالی تاسی ته حکم درکوي چه امانتونه او حقوق د هغی مالکانو ته ورسوﺉ .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :أَدِّ الْأَمَانَةَ إِلَى مَنْ ائْتَمَنَكَ ، وَلا تَخُنْ مَنْ خَانَكَ (رواه الترمذي -1264)  يعنې : چا چې تا ته امانت سپارلی وي د هغه خيال ساته ، او چا چې ستا سره خيانت وکړ ته د هغه سره خيانت مه کوه

(موسوعة الفقهية –أمانة ) .

که په اتفاقی ډول د يوی حادثې له مخې امانت ضايع شي نو په امين څه تاوان نشته ولی که قصداً يې د خرابۍ کوښښ وشي يا يې په ساتنه کې غفلت وشي نو بيا به د هغه تاوان ورکوي .

د امانت او وديعت تر مينځ فرق :

که څه هم امانت او وديعت ځنې فقهاء يو شان الفاظ بولي مګر ځنې فقهاء په اصطلاحي معنی کې لږ شان فرق ورکوي داسې چې :

په وديعت کې قصد او اراده لرل ضرور دي او په امانت کې په قصد سره او بغير له قصد سره هم کيدای شي .

مثلاً : يو کس په لاره کې څه څيز مومي دا څيز به د هغه په لاس کې امانت وي وديعت نشي کيدای مګر که څوک د چا سره څه مال د حفاظت د پاره کيږدي نو دې ته امانت هم ويلای شو او وديعت هم مطلب دا چې هر وديعت ته امانت ويلای شو خو هر امانت ته وديعت نشو ويلای .

د وديعت شرطونه :

۱- د هغه شيانو امانت او وديعت صحي دی چې امين ته د هغه قبض کول ممکن وي .

۲- امانت ايښودونکی او امين به دواړه عاقلان او په معامله پوه وي .

۳- د وديعت په موده کې که د امانت څيز څخه څه فائده په لاس راغله نو هغه د امانت ايښودونکي ده مثلاً يو کس چا ته غوا په امانت و سپارله وروسته د هغې بچی وشو بچی به هم د امانت مالک ته سپارل کيږي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email