د اسلامی لارښود ټولو محترمو او معززو کارکونکو ته دزړه له کومی څخه خپل
د مینی اومحبت سلامونه او احترامات ډالی کوم خدای پاک د وکړی چی صحت موښه
وی، وروسته له سلامونو څخه زما یو څوپوښتنی دی دزکات په باره کی.
۱- زکات په څومره افغانیو کی واجب کیږی که مهربانی وکړی چی په
افغانیوباندی یی راته ووایی.
۲- په اوس وخت کی دزکات اندازه په یو لک افغانیو کی څومره افغانی زکات کیږی؟.
۳- که څوک نغدی روپی ولری او په هغو روپیو باندی دکورلپاره ځمکه واخلی په
داسی حال کی چی یوکورهم ولری، آیا په دغه یونمره ځمکه کی زکات شته او که
نه؟
۴- اوکه زکات واجب شی نو دزکات ورکول دپوهنتون محصلینو ته یی ورکول جواز
لری اوکه نه؟
۵- هغه څوک چی کله زکات ورباندی واجب شی اومستحقو کسانوته یی ورکوی داسی
به ورته وایی چی دا د زکات روپی دی اوکه نه؟
که ځواب یی راته په همدی ایمل راکړی ډیره ډیره مهربانی به مو وی
الله پاک مو کامیابه لری
نوراحمد له لوګر څخه


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

په دې ورځو کې د زرو نرخ را ټيټ شوی دی اوس مهال د (۱۳۹۴ حوت ) ( ۱۴۳۶ جمادی الثاني ) په کابل کې د سپينو زرو د يو ګرام نرخ (۳۰-۳۵)افغانۍ دی .

څنګه چې د نغدو پيسو او تجارتي اموالو نصاب د سپينو زرو د نصاب له مخې ټاکل کيږي ځکه چې اقل دی او د سپينو زرو نصاب ۵۹۵ ګرام دی احتياطاً ټيټ نرخ په نظر کې نيسو نو اوس مهال د زکات نصاب (۱۷۸۵۰) افغانۍ دی .

دوهم :

د زکات اندازه څلویښتمه برخه ده

۱۰۰۰۰۰/۴۰=۲۵۰۰

دريم : که دا ځمکه د تجارت لپاره نه وي زکات ورباندې نشته .

څلورم :

څوک چې د زکات مستحق وي (فقير ، مسکين … ) هغه ته زکات ورکول جايز دي که طالب علم وي ، متعلم او يا محصل وي .

تفصيل :

http://www.dawat610.com/archives/38

پنځم :

د زکات د ادا کولو پر مهال د زکات نوم اخيستل ضرور ندي

تفصيل :

http://www.dawat610.com/archives/8343

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email