پوروړي ته د اسلامي شريعت هدايات :
پوروړي ته لازمه ده چې خپل پور په وخت ادا کړي او هغه ونه ځنډوي ځکه چې داسې کول خيانت او ګناه ده ځکه :
۱- د وعدې مخالفت کول ګناه او منافقت دی .
په وعده باندې وفا کول د مسلمان ستر صفت دی او په وعده باندې وفا نه کول د منافق نښه ده .
وَالَّذِينَ هُمْ لأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ (المومنون ۸) .
ژباړه : او هغه کسان (کامياب شول ) چې دوی د امانتونو او وعدو رعايت کوونکي دي .
عن أبي هريرة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: (آية المنافق ثلاث: إذا حدث كذب، وإذا وعد أخلف، وإذا اؤتمن خان). البخاري ) .
ژباړه : له ابوهريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : د منافق دری نښې دي : چې کله خبرې کوي دروغ وايي ، کله چې وعده وکړي په هغه وفا نه کوي او که امانت ور ته ورسپارل شي په هغه کې خيانت کوي .
۲- دا چې د وس لرلو سره سره د قرض پر وخت نه ادا کول په ټولنه کې د پوروړي اعتماد او اعتبار له مينځه وړي او بيا څوک قرض نه ورکوي او هر څوک يې بد پوری ګڼي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې پوروړي ته ظالم او دغه عمل يې ظلم بللی دی ، د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : مطل الغنی ظلم ( رواه المسلم ) .
يعنې : د غني پوروړي له پلوه د قرض مالک ته پور نه ورکول ظلم دی .
۳- کله چې پوروړی پخپل وخت پور ادا نه کړي نو پور ورکونکی مجبوريږي چې خپل پور وغواړي چې په دې سره د پور ورکونکي اجر هم ختميږي . ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : پوروړی ته الله تعالی تر هغه پورې په عملنامه کې ثواب ليکي چې څو پورې هغه قرض نه وي غوښتی کله چې قرض وغواړي نو د ثواب ليکل هم بند شي .
دا چې قرض ورکونکی د قرض په ورکولو سره د پوروړي سره احسان کړی دی نو پوروړي ته په کار ده چې د پور د مالک سره دا احسان وکړي چې هغه ته پخپل وخت قرض ورکړي او هغه د ثواب نه محروم نه کړي .
پور ورکونکي ته د اسلامي شريعت هدايات :
دا چې په ټولنه کې د پور ورکول د اسلامي ورورولی د احسان او خواخوږې يو اصل دی او د پور ورکول لوی اجر لري نو پور ورکونکي ته پکار ده چې لاندې هدايات په نظر کې ونيسي :
۱- د پور ورکولو څخه به يې مطلب يوازې احسان او د الله تعالی رضا وي ، د هغه ذلت پر هغه باندې محنت بارول او پيغور ورکول به يې هدف نه وي .
۲- د پور ورکولو د مهال څخه تر پور اخيستلو پورې د پوروړي سوغات قبلول او د هغه په کور کې ډوډی خوړل روا نه دي .
۳- غوره خو دا ده چې قرض ورکونکی به د قرض تر ټاکل شوي وخته پورې خپل قرض نه غواړي تر څو په ثواب کې کمښت را نشي او کله چې وخت پوره شي نو د قرض په غوښتلو کې به ښه سلوک کوي .
۴- که پوروړی بې وسه او تنګ لاسي وي نو هغه به مهلت ورکوي او که بالکل يې ور معاف کړي نو دا ډير اجر لري .
الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَإِن كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَى مَيْسَرَةٍ وَأَن تَصَدَّقُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ (البقره ۱۸۰ ) .
ژباړه :او که ستاسې پوروړی تنګ لاسی وو نو بايد چې تر شتمن کېدو ورته انتظار وکړئ او که خيرات پرې وکړئ که پوهيږئ دا درته ډيره غوره ده .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من سره أن ينجيه الله من كرب يوم القيامة فلينفس عن معسر، أو يضع عنه (راوي :عبدالله بن ابي قتاده – المسلم ۱۵۶۳).
ژباړه : کوم سړی چه غواړی د قيامت په ورځ الله (جل جلا له) دی له سختيو نه وساتي نو هغه ته پکار ده چه ،هغه تنګ لاسه قرضدار ته مهلت ورکړي يا یې قرض بالکل ور معاف کړي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email